امنیت

پاکستاني ځواکونه په کراچۍ کې په کومبنګ عملیاتوکې وسله وال نیولې دي

آمنه ناصر جمال لخوا

د سېند رينجر د اګست په يولسمه نيټه په کراچۍ کې د کومبنګ عملياتو په ترڅ کې نيولې شوي شکمن کسان او وسلې ښيې. [امنه ناصر جمال]

د سېند رينجر د اګست په يولسمه نيټه په کراچۍ کې د کومبنګ عملياتو په ترڅ کې نيولې شوي شکمن کسان او وسلې ښيې. [امنه ناصر جمال]

کراچۍ - د پاکستان د قانون پلي کوونکې ادارې د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د لارښوونو له امله په ټول هېواد کې د وسله والو جرړې له بېخه ويستو لپاره کومبنګ عملیات ترسره کوي.

د پوځ د لوړې رتبې چارواکو د مۍ په ۲مه په ټول هېواد کې د ترهګرو او وسله والو ډلو پر ضد کومبنګ عملیاتو په اړه لښتليک او عملياتي تفصيلات تصويب کړل.

د اګست په ۸ مه د کوټې په يو روغتون کې په يو ځانمرګي بريد کي له ۷۰ څخه زیات کسان وژلو وروسته، راحیل شريف کور قوماندانانو او استخباراتې ادارو ته امر وکړ چې د ترهګرو او بې فعاليته وسلوالو له منځه وړلو لپاره عمليات سخت کړي.

امنیتي ځواکونو د اګست په لسمه نيټه په کراچۍ کې د مشکوک وسله والو په وړاندې عمليات پيل کړل. په دغه عملیاتو کې د پاکستان د سوداګرۍ په ټول مرکز کې يو شمېر کسان ونیولې شو.

د سېند د رينجرو وياند سمونوال اصغر پاکستان فارورډ ته وويل: "قانون پلي کوونکو ادارو په دغه ښار کې د جنايتکارانو نيولو کې تيزوالې راواستې دی اودوی په کوټه کې د برید وروسته په جلا جلا بريدونو [پلټنه کول او له منځه وړل] کې تقريبًا ۱۰۰ تنه شکمن کسان نيولي دي."

هغه وويل: "د ملېشې ځواکونو په کورنګي او ګلشن اقبال کې په جلا جلا چاپو کې اووه تورن شوې وسله وال نيولي دي." "د رينجرو پرسونلو د پير الهې بخش کالونۍ غوسيه کالونۍ په سيمه کې په یوه چاپه کې څلور تنه شکمن کسان نیولي دي."

هغه زياته کړه: "د ملېشې ځواکونو په نظام آباد کې هدفې عمليات هم ترسره کړل او څلور تنه شکمن کسان يې ونیول."

هغه وويل، پوځونو د کراچۍ په بن قاسم او کورنګي سيمو کې د کومبنګ عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ ترهګر نيولي دي.

"اصغر وويل: "ویل کیږي چې نیولې شوې کسان له منع شوې سازمانونو سره تړاو لري." "ناقانونه وسلې او مهمات هم له نيول شويو کسانو څخه تر لاسه شوې دي."

د امنیتي چارواکو په وینا، د لټون په عملیاتو کې د اګست په اتلسمه او نولسمه نيټه په بهادرآباد سيمه کي رينجرو لږ تر لږه شپږ تنه شکمن کسان له کراچۍ څخه د دوه تورن هدفي قاتلانو په شمول نیولي دي. پوليس وايي چې دغه بندیانو اعتراف وکړ چې دوی په دې وروستيو کلونو کې د سني تحریک شپږ کارکوونکي وژلي وو.

پوليس په کراچۍ کې د ترهګرو پرضد ګامونه اخلي

په ډي ايچ ای کې د ګزرې پولیسو سټيشن فرعي پلټونکي محمد چانډيو پاکستان فارورډ ته وويل: "تېره شپه د اګست په يولسمه نيټه په هدفي عملياتو کې ټوله سيمه [په ځانګړې توګه هزاره کالونې چې په ډيفنس هاوسنګ اتهارټي (DHA) کې موقعيت لري] کلا بنده شوه او د جنوب ولسوالۍ پوليسو د کور په کور لټون کې تقريبًا ۴۴ تنه شکمن کسان ونيول."

هغه وويل، پوليسو په نيلم کالونۍ او شيرين جناح کالونۍ کې د کور په کور لټون عملياتو په ترڅ کې ۲۰ نور شکمن کسان ونيول.

د اورنګي ټاون د پولیسو رئيس علي آصف وويل: "د لویدیځ زون د پولیسو او ریزرو پولیسو پرسونلو يوې ډلې په دې عملياتو کې برخه واخيسته."

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: " دغه بریدونه د هغه معلوماتو پر بنسټ تر سره کيږي کوم چې نیولې شوو کسانو او د قانون پلې کولو سرچینو ورکړې دي."

هغه وويل: "پولیسو له یو څو شکمنو کسانو څخه وسلې هم تر لاسه کړي دي."

په ټول هیواد کې کومبنګ عملیات دوام لري

همدارنګه پوليسو او ځواکونو د پاکستان په نورو برخو کې کسان نيولي دي.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر (آئى ايس پى آر) د خبري بيان په وينا، د اګست په ديارلسمه نيټه پوليسو د پنجاب ولايت په سرګودها او لاهور کې شکمن "سخت دريځه ترهګر" د پوځ له خوا د ترسره شوې کومبنګ عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

پوليس وايي چې په نيولی شوي ترهګرو کې دوه کسان له منع شوې تحریک طالبان پاکستان څخه د جلا شوې ډلې جماعت احرار سره تړاو لري.

چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو شپږ شکمن کسان نيولې دي او د پنجاب ولایت په راولپنډۍ ولسوالۍ کې یې د اګست په يولسمه نيټه د وسلو او مهماتو زیرمه ترلاسه کړې ده. دوی زياته کړه چې په نيولی شوي شکمن کسانو کې د وسلوالو دوه "مهم" قوماندانان شامل دي.

په ولايت کې د ترهګرۍ سره د مبارزې وزارت په وینا، په پنجاب ولایت کې د ۹۶ وروستيو کومبنګ عملیاتو له کبله ۴۵ تنه شکمن ترهګر نيولی شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500