په رد الفساد عملياتو کې ۴ دهشت ګرد ووژل شول او ۶۰۰ شکمن کسان ونيول شول

د سټاف راپور

لاهور -- ميډيا د يکشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۶مه) راپور ورکړو، کله چې چارواکو په پنجاب صوبه کې د بغاوت ضد ګړندي عملياتو امر ورکړو، نو پاکستاني ځواکونو څلور ترهګر ووژل او ۶۰۰ کسان یې ونیول.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر د شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۵مه) وويل، چې نيم پوځي رينجرو او د پنجاب پولیسو په ګډه عملیات ترسره کړل.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر زياته کړه، چې هغوی د وسلو يوه ستره زیرمه او منع شوی ادب ونيولو.

د پوځ د عامه اړيکو دفتر وويل، چې امنيتي ځواکونو د رد الفساد عملیاتو په برخه کې په پنجاب کې د ۲۰۰ نه زيات د لټون عمليات ترسره کړل.

د لټون او نیولو عمليات هغه وخت رامنځته شول کله چې د لوړ پوړي صوبايي چارواکو په لاهور کې د یکشنبې په ورځ فيصله وکړه چې په ټوله صوبه کې عملیات ګړندي کړي. وفاقي حکومت د وژونکې تروریستي بریدونو يوې وروستۍ لړۍ نه وروسته د رد الفساد عملياتو امر ورکړو. .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500