پېښور - اووه کاله وړاندې د تروریستي برید ځپلې شوي کسان هغه درد او صدمه بیا یادوي کومه چې دوی په هغه ورځ زغملې وه، او هغه مصيبتونه یادوي چې دوی د هغې ورځې نه تر اوسه پورې زغملي دي.
د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۱۶مه د پوليسو په سپيشل انوسټيګيشن يونټ (ايس آی يو)، چې د پېښور په سيمه کې د سواتي پهاټک يو پوځي پوسټ نه يو څو ميټره فاصله باندې واقع دی، باندې يو بريد کې ۱۵ تنه، د دوو ماشومانو په ګډون، وژل شوي وو او ۱۵ نور زخميان شوي وو.
په وژل شوي کسانو کې یو پلار او د هغه دوه لوڼې هم هم شامل ول. سيد علي شاه ډير سخت زخمي شوی وو.
نه هیریدونکی افت
د بريد په ورځ، شاه د ايس يو آی د وسلو په بيرک کې د کمانډر په توګه په خپله ډيوټۍ باندې وو.
هغه د خپلې ډيوټۍ د اخرنۍ ورځ په رايادولو سره پاکستان فارورډ ته وويل: "ما ټولي وسلې چيک کړې." "زما مشرانو ما ته وويل چې ته ناست ووسه او په ګيټ باندې نظر ساته ځکه چې زما پسې وروسته کونسټیبل نوی وو."
د خیبر پښتونخوا د بم ډسپوزل يونټ چارواکو له مخې، دغه چاودنه نږدی په يوه بجې رامنځته شوه. دغه چاودنه يو ځانمرګي بريد کونکی چې د ۷۰ کلوګرامه بارودو ډک موټر يې چلولو ترسره کړه.
په لومړي سر، شاه وويل، هغه په صدمه کې اخته وو او نه پوهيدو چې د هغه په شاوخوا کې څه کيږي. په دغه چاودنه کې د هغه پښې او ښی لاس زخمي شول.
هغه وويل: "زه په درد کې مبتلا وم، او ډاکټرانو راته وويل چې دوی به زما پښې پرې کوي." هغه زياته کړه چې د هغه پښې پرې کول د هغه ژوند بچ کولو لپاره يوا زينۍ لاره وه ځکه چې د هغه زخمونه ښه کيدل نه.
که څه هم هغه ستر زخمونه او صدمه ترلاسه کړه، خو هغه دا د "نه هیریدونکی افت" په توګه يادوي. شاه يوه مثبته نظريه لري. هغه وويل: "دا زما او زما د کورنۍ لپاره يو رحمت دی چې زه اوس هم ژوندی یم."
شاه د پوليسو د ډیپارټمنټ نه ډير لګ پنشن تر لاسه کوي، او که څه هم هغه معذوره دی، هغه د پراپرټۍ ډيلر په توګه کار کولو سره د خپلو شپږو د سکول ماشومانانو ملاتړ کوي.
ناحقه ظلم
شاه په کلکه سره تروریزم غندي او وايي چې هر ځل هغه د يو بريد اواز اوري، نو هغه درد او خوف محسوسوي کوم چې هغه اووه کاله وړاندې زغملې وو.
هغه وويل: "زه ډير زيات درد محسوسوم ځکه چې دا ما ته په ايس آی يو کې چاودنه رایادوي."
شاه وويل: "د بې ګناه خلکو وژل په هيڅ يو دين کې قابل قبول نه دي. هیڅ شی هم د دې ظلم په باره کې جواز پيش کولی نه شي." "زه هميشه لپاره دعا کوم چې هيڅوک زما په شان زيان ترلاسه نه کړي."
د شاه کورنۍ وايي، هغوی کوشش کوي چې هغه د تلويزيون کتلو نه لري وساتي ځکه چې هغه ژړا شروع کوي کله چې هغه د تروریزم خبرونه ويني.
۲۲ کلن سید اسد علی شاه چې د سيد علي شاه زوی دی، وایي: "زما پلار يو مخلص سرتيری وو؛ هغه هميشه په هر يو څيز خپله ډيوټي غوره ګڼله."
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه په خپل پلار فخر کوم." "هغه يو ډېر سخت ژوند تير کړی و."
د خپلو زخمونو د وجې، شاه پروستهيټکس استعمالوي او په لکړو ګرځي.
اسد وويل، چې کله نه کله دا هغه ژړوي کله چې هغه د خپل پلار د پيزارو تسمې تړي. هغه دا رايادوي چې د بريد نه مخکې، د هغه پلار به د هغه د پيزارو تسمې تړلې.
په زرګونو خلک تباه شوي دي
اسد وويل، تروریستي فعالیتونو په سلګونه کورنۍ تباه کړي دي. "د بې ګناه خلکو وژل د شرم او غیر انساني خبره ده."
شاه وويل، هغه د خدای نه دعا غواړي چې هر يو کس د ترهګرۍ د افت نه بچ وساتې. خو، هغه وويل، د ترهګرۍ بنيادي وجه ختمولو نه بغير، حکومت به کولای نه شي چې دا ختم کړي.
د جنوبي اسیا د تروریزم پورټل (ايس ای ټي پي) له مخې، د ۲۰۰۳ نه ۱۸ دسمبر ۲۰۱۶ پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ سره اړوندو پېښو کې د ۶۱،۴۹۰ نه زیات خلک وژل شوي دي.
دا شمېرې د ترهګرو او افراطيانو چې په هيواد کې سرګرم دي خلاف د حکومت مبارزې او پوځي عملياتو له امله په وروستيو کلونو کې د وژل شويو خلکو شمېر کې کموالی څرګندوي.
سږ کال، ۶۱۰ ملکي وګړي او ۲۹۳ امنیتی پرسونل ووژل شول، چې په تېرو لسو کلونو کې دا تر ټولو کمه مرګ ژوبله ده.
د وګړو د مرګونو کچه په ۲۰۰۹ کال کې لوړه وه او په ۲۰۱۲ کال کې یو ځل بیا لوړه شوه، چې ۲،۳۲۴ او ۳،۰۰۷ مرګونه په کې په ترتيب سره رامنځته شوي وو.
۲۶ کلن امیرخان خپل پلار او دوه خويندي په ۲۰۰۹ کال کې د اکتوبر په مياشت کې په ايس آۍ يو برید کې له لاسه ورکړل.
د امیر پلار په په پېښور کې د پاکستان اير فورس ډګري کالج کې کار کوو. د هغه يوه خور په دغه کالج کې استاذه وه، او بله ۱۰ کلن خور یې شاګرده وه. په دغه چاودنه کې درې واړه هغه وخت ووژل شول چې دوی د سکول نه کور ته راتلل.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "زه به هغه ورځ هېره نه کړم. زما ژوند به هيڅ کله هغه شان نه شي." "ما هر څه له لاسه ورکړل او اوس هم باور نه شم کولی چې څنګه دا هر څه ناڅاپه رامنځته شول."
امیر نه يوازې خپله کورنۍ له لاسه ورکړه، بلکې خپل مستقبل يې هم له لاسه ورکړو، ځکه چې دغه وژنې د هغه تعليم ختم کړو او هغه به يقيناً د خپلې کورنۍ د پاتي غړو کفالت کوي.
هغه وويل: "زه د الله تعالی نه دعا غواړم چې هر يو ژوندی کس زما په شان مصيبت کې مبتلا نه شي."