رسنۍ

د خېبرپښتونخوا حکومت مواصلاتي سټریټیجي د خلکو باور بيا بحالوي

محمد شکيل

د خیبر پښتونخوا د مقامي حکومت، د کلیو د انکشاف او انتخاباتو د چارو وزير عنايت الله (دويم کيڼ اړخ ته) د می په مياشت کې په پېښور پریس کلب کې د مقامي حکومت د کارونو په اړه بريفنک ورکوي. [محمد شکیل]

د خیبر پښتونخوا د مقامي حکومت، د کلیو د انکشاف او انتخاباتو د چارو وزير عنايت الله (دويم کيڼ اړخ ته) د می په مياشت کې په پېښور پریس کلب کې د مقامي حکومت د کارونو په اړه بريفنک ورکوي. [محمد شکیل]

پېښور-- چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا (KP) حکومت طویل المدت مواصلاتي سټریټیجي لري. دغه سټریټیجي نږدې شپږ میاشتې مخکې پیل شوه چې د مقامي حکومت په ادارو باندې د خلکو باور بيا بحال کړی دی.

په پېښور کې د ضلعي کونسل غړی نور شهزاد نيازي پاکستان فارورډ ته وويل، "دغه نوی سیستم په حکومت باندې د خلکو باور کې زياتوالی رامنځته کړی دی ځکه چې کله د خلکو د نماینده ګانو شمیر کی زیاتوالی راغی نو د مسلو حل کولو چانس هم زيات شو."

د خیبر پښتونخوا د مقامي حکومت، د کلیو د پراختیا او انتخاباتو ادارې د اپريل په مياشت کې په رسمي توګه ۲۰۱۶-۲۰۲۰ مواصلاتي سټریټیجي شروع کړه چې د "له پېچلتيا نه شفافیت ته" په نامه ياديږي.

د خلکو مرسته تر لاسه کول

د دې سټریټیجي هدغ دا دی چې د خیبر پښتونخوا حکومت کارونو او لاسته راوړنو په اړه عام خلک خبر کړی. دا هدف به په یوې اساسي لارې او د خلکو مرسته ترلاسه کولو له لارې ترلاسه کولی شي.

نيازي وويل: "نوي سیستم زیات زموږ اجتماعي جوړښت کې يووالی راوستی دی او د هغې په غړو کې يې د سولې لپاره پوهاوي رامنځته کړی دی. د هغوی باور او د مسووليت احساس زيات شوی دی، او نوي سيستم [خلکو] ته يوه آسانه اختیار ورکړی چې خپلې ستونزي حل کړي اوپه خپلو سيمو کې د سولې او آرامتیا رامنځته کولو هدف ته اولیت ورکړي."

د ضلعي شورا يو بل غړی لياقت علي وايي، چې د نمایندګۍ بنيادي سيسټم چې په ۲۰۱۱ کال کې د مقامي حکومت ته اختيارات ورکولو وروسته رامنځته شو یو جان نثاره ولس جوړ کړو.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د هغوی انرجي د وسله والو پر ټولنې ناوړه اغېز څارنې او د هغې په اړه مالومات ورکولو لپاره کارولی شي، چې دا به وسله وال د پرمختګ او ځوان نسل پارولو څخه منع کړي."

د خېبرپښتونخوا د مقامي حکومت، د کلیو د پراختیا او د انتخاباتو وزير عنايت الله پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ غواړو چې خلکو ته يوه موقع ورکړو چې دوی زموږ کار ته په اسانه لاسرسی تر لاسه کړي او د عام خلکو سوکالۍ ته وده ورکولو لپاره د حکومت هڅي ښکاره کړي. دا به د عام خلکو او د ادارې تر منځ فاصله ختمه کړي."

عصري غوښتنې باید پوره شي

هغه وويل: "د سریع مواصلاتو د دې دور غوښتنه دا ده چې د نظرونو د تبادلې لپاره ښې منظمې او مؤثرې طریقې وکارولی شي. دا کارونه به د دغې ادارې دوامدار کوششونه سره منظم کړي چې عامو خلکو ته اسانتیا برابره کړي."

عنايت وويل چې LGE&RDD په مواصلاتي برخه باندي تمرکز کوي چې د خلکو خدمتونو کي اسانتیا راولي او چې برخه وال د دې کارونو په اړه خبر کړي.

هغه وويل، چې دغه تګلاره به د ملک اوسېدونکو ته چانس ورکړي چې اړوندو چارواکو ته خپل وړاندیزونه په يوه اعتباري او ښه منظم طريقې سره د غور لپاره واستوي.

د LGE&RDD د انفارميشن ټيکنالوجۍ اسسټنټ ډايريکټر محمد بشير وويل، د سيمه بيز حکومت مؤثر کار ښکاره کولو ضرورت په تناظر کې د اړيکو سټریټیجي باندې غور وکړی شو او وروسته دا جوړه شوه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، "د مقامي حکومت د کار پراخه ساحې له کبله دا پکار ده چې د دي کارونه خلکو ته وښيلې شي. په دې کارونو کې بجټ جوړول، قوانين او مقررات، پروسیجرونه او موډلونه شامل دي."

هغه وويل، د مواصلاتو کاري کمیټي چې د مقامي حکومت چارواکي او همدارنګه بین الاقوامي مرسته کوونکي سازمانونه په کې شامل دي د مواصلاتي سټریټیجي اړخونو باندې غور کولو لپاره جوړه شوه.

بشير وويل: "کمیټۍ ته د یوه ویب سایټ د جوړولو، د مواصلاتو د ګایډ تيارولو، د یوه نیوزلیټر خپرولو او د یوې ډاکومنټرۍ جوړولو کار حواله کړی شو."

"هغه وويل: "ټول کارونه په قناعت وړ لاره ترسره شوي دي، او خلک کولی شي چې خپل شکايتونه په www.lgkp.gov.pk باندې ثبت کړي. "دغې ادارې د ټویټر او د سوشل میډیا اکاونټس د عام خلکو مرستې لپاره جوړ کړي دي."

بجټ تصویب کړای شوی دی

بشير وويل، د خیبرپښتونخوا کلني انکشافي پلان ۲۰ ميليونه روپۍ (۱۹۱۰۷۶ امریکایي ډالر) بجټ د عامه روابطو د يوې مسلکي ادارې د جوړولو لپاره تصویب کړو.‌

د LGE&RDD ايډيشنل سيکريټري برکت الله خان وويل، دغه يونټ به د LGE&RDD معالومات خپاره کړي او د عامو خلکو د پیشنهادونو د ترلاسه کولو لپاره به يوه مناسبه طريقه جوړه کړي. درې کميونيکيشن افسران به له پرنټ میډیا،‌ الیکټرانیک میډیا او سوشل میډیا نه مقرر کړای شي چې په دې ډیپارټمنټ کې کار وکړي.‌ د خيبر پختونخوا حکومت د جرمني د بین الاقوامي همکارۍ ټولنې (GIZ) او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام له ملاتړ سره دغه سټریټیجي جوړه کړه.

برکت الله پاکستان فارورډ ته وويل چې د دغه شراکت هدف دا دی چې د معلوماتو په اړه د خلکو غوښتنې پوره کولو لپاره د LGE&RDD کارکردګي لوړه کړی.

هغه وويل، چې دغه تګلاره به خلکو ته د شکایتونو څرګندولو او د پرمختګ لپاره خپل وړانديزونه پيش کولو لپاره یوه مؤثره لاره ورکړي.

برکت الله چې د ريفارم مينجمنټ سيل (RMC) مشرتوب هم کوي وويل: "دا سټریټیجي به د خلکو فعال ګډون او د میډیا منجمنټ له لارې د ادارې په کار کې تيزوالی راولي."

د ادارې د يوې خبرپاڼې له مخې، د RMC په LGE&RDD کې دننه جوړه شوه چې له پرمختيايي شريکانو سره اړيکې ونيسي او د روانو موافقه اصلاحاتو ارزونه وکړي.

د برکت الله له خولې په خبر پاڼه کې ویل شوي چې"موږ په کلکه په مؤثر مدیریت تمرکز کوو چې د خلکو سوکالۍ لپاره ښه نتایج رامنځته کړو."

له وخت تيريدو سره دا سټریټیجي اصلاحاتو ته اړتيا لري

په پېښور کې يو خبريال رياض خان داودزي د يوې مناسبې سټریټیجي رامنځته کېدل چې د خلکو غوښتنو سره سمون لري مهم وګڼل.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "مواصلات یو روان بهیر دی، او دې ته وده ورکول له ټولو برخه والو څخه دوامداره مرسته غواړي."

هغه وويل: "يو سيستم خپل هدف د هغو عواملو د نشتوالی له امله له لاسه ورکوي کوم چې دا د ګټه اخیستونکو ضرورتونو او غوښتنو سره سموي. په سټریټیجي کار نه کول او دا د يو غیر ضروري سيستم سره مخامخ کول به خلک له خپلې ګټې څخه بې برخې کړي."

هغه وويل: "د وخت تيريدو سره په دې سټریټیجي کې بايد بدلون راوستلی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500