2022-08-31
په امریکا کې مېشته غیر انتفاعي موسسه د افغانستان په لویدیځ کې د ماشومانو د ودونو پر ضد کار کوي
سختې بې وزلۍ ځینې کورنۍ دې ته اړ کړي چې د ژوندي پاتې کېدو لپاره ځوانې لوڼې د ودونو لپاره وپلوري. د واده لپاره خورا کوچنۍ (Too Young To Wed) په نامه موسسه لا مخکې نه له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې چې عاید ترلاسه کړي او خپلې لوڼې خوندي وساتي.