د ښځو حقوق

افغان مبارزو ښځو د طالبانو له ګواښونو سره سره د خپلو حقونو غوښتنه وکړه

د عمران او ای اېف پي راپور

په لسګونو افغانو ښځو د وږي په ۱۱مه د طالبانو له خوا د هغوی د حقونو د محدودیت پر وړاندې یو کم ساري اعتراض وکړ. د ښځینه لاریونوالو یوه ۵۰ کسیز ګروپ چې د هرات ښار په سړکونو لوحې په لاس ګرځېده، د «تعلیم، کار او امنیت زموږ حق دی» شعارونه ورکول.‌ [عمران/سلام ټایمز]

هرات -- په سلګونو مبارزو ښځو د سې شنبې په ورځ‌ /د وږي ۱۶مه/ د کابل په سړکونو لاریون وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی حقونو ته دې درناوی وکړي، خو دغې ډلې د هغوی د خپرولو لپاره هوایي ډزې وکړې.

په کابل کې د مقاومت ښودنې په لړ کې لږ تر لږه درې لاریونونه ترسره شول، چې دا کار د طالبانو په تېره واکمنۍ کې چې خلک په عام محضر کې اعدامېدل او د غلو لاسونه پرې کېدل، له تصور نه لیرې وو.

د یوه لاریون یوې معترضې سارا له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، «افغانانې غواړي چې هېواد یې ازاد وي. دوی غواړي چې هېواد یې بیا ورغول شي. موږ ستړې شوې یو.»

دغې ۲۵ کلنې ښځې وویل، «موږ غواړو چې زموږ ټول خلک عادي ژوند ولري. تر څو پورې به موږ په دې حال کې ژوند کوو؟»

افغانانې د وږي په ۱۶مه په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغانانې د وږي په ۱۶مه په کابل کې د یوه لاریون په ترڅ کې شعارونه ورکوي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

افغان ښځینه لاریونوالې د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې د یوه اعتراض په ترڅ کې له یوه طالب سره خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]

افغان ښځینه لاریونوالې د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې د یوه اعتراض په ترڅ کې له یوه طالب سره خبرې کوي. [عمران/سلام ټایمز]

په لسګونو ښځو د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې د هرات ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی مخکینۍ لاسته راوړنې خوندي کړي او هغوی په راتلونکي حکومت کې شاملې کړي. [عمران/سلام ټایمز]

په لسګونو ښځو د وږي په ۱۱مه په هرات ښار کې د هرات ولایت مقام مخې ته لاریون وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د هغوی مخکینۍ لاسته راوړنې خوندي کړي او هغوی په راتلونکي حکومت کې شاملې کړي. [عمران/سلام ټایمز]

په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو یو بل لاریون چې له ۱۰۰ څخه ډېر خلک ښیي، وښود، چې د کابل په سړکونو روان دي او طالبان یې څاري.

یوې بلې معترضې زهرا چې په مسلک ډاکتره ده، وویل، «موږ غواړو چې افغانستان ازاد شي. موږ ازادي غواړو.»

په وروستیو ورځو کې د هرات او مزارشریف په ګډون کوچنیو ښارونو کې هم خورې ورې مظاهرې شوي دي،‌ چې ښځو په کې د نوي حکومت د غړیتوب غوښتنه کړې ده.‌

په کابل کې د طالبانو یوه امنیتي چارواکي جنرال مبین ای اېف پي ته وویل، طالب ساتونکیو هغه ته زنګ وواهه چې د لاریون ځای ته ورشي او هغه وویل، «ښځو ګډوډي رامنځته کوله».

یوه افغان ژورنالست چې د لاریون د پوښښ لپاره ورغلی وو ای اېف پي ته وویل چې طالبانو د هغه د رسنیو کارډ او کمره ترې ضبط کړل.

هغه وویل، «زه په لغتو ووهل شوم او راته وویل شول چې له هغه ځای نه لاړ شم.»

د جمعې په ورځ‌،‌ شاوخوا ۳۰ ښځې لارو او کوڅو ته ووتلې ترڅو د کار کولو او په حکومت کې د شمولیت غوښتنه وکړي.

د هرات اعتراضونه

په هرات کې ښځو د پنجشنبې په ورځ‌ د طالبانو د وروستیو تطبیق شویو اقداماتو پر ضد اعتراض وکړ.

په هرات ښار کې د حکومت او خصوصي سکتور لپاره کارکوونکې یو شمېر ښځې وایي چې د هرات ښار له سقوط څخه وروسته طالبانو هغوی کار ته له تګ څخه ایسارې کړي دي.‌

د ښځینه لاریونوالو یوه ۵۰ کسیز ګروپ چې د هرات ښار په سړکونو لوحې په لاس ګرځېده، د «تعلیم، کار او امنیت زموږ حق دی» شعارونه ورکول.‌

فرخندې چې له ۵ کالونو راهیسې یې د هرات د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره کار کاوه، وویل، د طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته هغې خپله وظیفه له لاسه ورکړه.

هغې وویل، «د طالبانو په رارسېدلو سره، په زرګونو ښځو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې. طالبان ښځو ته د کار کولو اجازه نه ورکوي.»

هغې وویل، کله چې هغې کار ته د تګ هڅه وکړه، اورپکو هغې ته د هغې دفتر ته د ننوتلو اجازه ورنه کړه.‌

هغې وویل، د کالونو په اوږدو کې د طالبانو له ګواښونو سره سره، افغانو ښځو او نجونو زحمت وایسته، زده کړې یې وکړې او وظیفې یې ترلاسه کړې، او زیاته یې کړه چې، «دا دردوونکې ده چې بیا دې په کور کېني.»

هغې زیاته کړه، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې افغانې ښځې یواځې پرې نه ږدي او د هغوی د حقونو دفاع وکړي.»

په هرات ښار کې د یوه ښوونځي ښوونکې لینا وویل، «د ۲۰ کالونو زیار او د افغانو ښځو لاسته راوړنې باید له پامه ونه غورځول شي. دا هر څه په ډېر تکلیف سره ترلاسه شوي دي.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې نور د افغانو ښځو غږ ټپ نه شي.»

هغې ټینګار وکړ چې، «نړۍ واله ټولنه او هغه هېوادونه چې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي باید له موږ سره ودرېږي او زمونږ له حقونو او لاسته راوړنو څخه دفاع وکړي».‌

یو ټولشموله حکومت

په هرات کې، لاریونوالو ښځو ته کار ته د تګ د اجازې په غوښتنې سربېره، غوښتنه وکړه چې ښځو ته دې د هېواد د تصمیم نیونې په پروسه کې د غږ پورته کولو حق ورکړل شي.

طالبانو، چې د نوي حکومت د جوړونې لپاره یې خبرې اترې روانې کړي دي، ژمنه کړې ده چې د هغوی د مشرتابه غړي به «ټولشموله» وي، لاکن ډېر په دې شک لري چې ښځې دې د افغانستان په نوې اداره کې ځای ومومي.

ای اېف پي تېره اونۍ د یوه جګپوړي چارواکي له قوله راپور ورکړ چې ښایي ښځې په کې شاملې نه وي.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې فرېبا سلام ټایمز ته وویل، په حکومت کې په ښځو باندې د طالبانو له خوا بندیز د افغانستان د نیمایي کاري ځواک د له منځه وړلو معنی لري.

هغې وویل، ښځو تل د شریعت تر قانون لاندې کار کړی او دغسې به دوام ورکړي، او زیاته یې کړه چې، «زموږ کورنۍ موږ ته اجازه راکوي چې کار وکړو، او موږ وړتیا لرو چې دا کار وکړو... طالبان باید موږ ایسارې نه کړي.»

کبرزاني وویل، افغانې ښځې به هېڅکله هم طالبانو ته اجازه ورنه کړي چې هغوی له کار او فعالیتونو څخه ایسارې کړي.

خو یوه فعاله او د لاریون منتظمه بصیره په دې وارخطا ده چې تر اوسه پورې د افغانستان د راتلونکي په هکله د طالبانو په غونډو او ملاقاتونو کې هېڅ ښځې هم برخه اخیستې نه ده.

هغې وویل، «که څه هم چې طالبانو تل ژمنه کړې چې ښځې کولی شي په سیاسي، اجتماعي او کلتوري فعالیتونو کې برخه واخلي... په حقیقت کې، هغوی په دې ژمنه باندې ټینګ درېدلي نه دی.»

هغې زیاته کړه، «که ښځې په حکومت کې یو ګټور او مهم رول ونه لري، نو دا حکومت به غیرمکمل وي او دوام به ونه کړي.»

ښځې به له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي

د هرات پوهنتون یوې محصلې اسیا وویل، ډېرې تعلیم یافته او پوهې ښځې دا وړتیا لري چې په حکومت کې برخه واخلي او باید له پامه ونه غورځول شي.

هغې وویل، «موږ ښځې د افغانستان د وګړو نیمه برخه یو. موږ غواړو چې د سړیو په څېر کار، او د ژوند په ټولو برخو کې فعالیت وکړو.»

هغې زیاته کړه، «موږ داسې رژیم نه منو چې موږ له مخې لیرې کوي او زموږ حقونه له پامه غورځوي.»

آسیا وویل، «هغه قوانین چې د انسان وقار او د ښځو حقونو ته زیان ور رسوي هغه به هېڅکله د تنفیذ یا منلو وړ نه وي.»

په هرات ښار کې یوې ښوونکې رابعې وویل، اوس هغه وختونه تېر شوي چې د ښځو خولې به یې بندولې.

هغې وویل، «موږ به خپلې ټولې لاسته راوړنې خوندي کړو او هیچاته به هم اجازه ورنه کړو چې زیان ور ورسوي.»

هروي وویل، د دې ټکي له پام کې نیولو پرته چې څومره فشار اچول شوی دی، افغانې ښځې به له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.

د ښځو د حقونو فعالې مریم وویل، «موږ به د پخوا په څېر جامو اغوستلو، بازارونو ته وتلو او خپلو ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500