د ښځو حقوق

د سخت کار او عزم سره، پاکستاني ښځې دودیزو رولونه ماتوي

د عالم زيب خان لخوا

ثمر هارون بلور، چې د عوامي نیشنل پارټۍ نوې ټاکل شوې ویانده ده، د جون په ۱۰مه يوې غونډې ته وينا کوي، په داسې حال کې چې په پيښور کې په باچا خان مرکز دفتر کې د دغې دندې د چار واګي په لاس کې اخلي. [د عالم زیب خان په مننه]

ثمر هارون بلور، چې د عوامي نیشنل پارټۍ نوې ټاکل شوې ویانده ده، د جون په ۱۰مه يوې غونډې ته وينا کوي، په داسې حال کې چې په پيښور کې په باچا خان مرکز دفتر کې د دغې دندې د چار واګي په لاس کې اخلي. [د عالم زیب خان په مننه]

اسلام آباد -- که څه هم په پاکستان کې اورپکي د ښه امنیتي اقداماتو په لړ کې کمه شوي، افراطیان او د ټولنې ځینې برخې لاهم ښځې د ملکیت او بې ارزښته جندر په توګه ګڼي او که د دوی په اند د یو سړي عزت ته زيان ورسوي، نو د وژلو لپاره یې په نښه کوي.

د دغه ډول کلتوري او ټولنیز - اقتصادي خنډونو خلاف مزاحمت کولو سره، په پاکستان کې میرمنې، د زوحا ملک شیر او د هغې د پنځو خویندو په ګډون، دا ثابتوي چې دوی مسلکي بریا ترلاسه کولی شي.

زوحا ملک شیر، چې تر ټولو کوچنۍ ده، تیرکال د سنټرل سوپيرير سروسز (سي ایس ایس) د ملکي خدماتو امتحان پاس کړو، چې د خپلو خويندو تعقیب يې وکړو، کومې چې ټولې په دغه امتحان کې بريالي شوي وې او په هیواد کې د ملکي خدماتو په مختلفو پوسټونو باندې کار کوي.

ملک رفیق اعوان د شیر خويندو پلار، د نيا دور نیوز ویب پاڼې ته وویل، چې ده به تل هغوی هڅولې چې مسلکي دندې تعقیب کړي، چې دا د ټولنیز او دودیزو فشارونو خلاف يو عمل دی چې د دوی مخه نیسي.

ثمر هارون بلور د جون په ۱۰مه په پيښور کې په داسې حال کې ښودل شوې چې په عوامي نیشنل پارټۍ کې د وياندې په توګه کار پيلوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

ثمر هارون بلور د جون په ۱۰مه په پيښور کې په داسې حال کې ښودل شوې چې په عوامي نیشنل پارټۍ کې د وياندې په توګه کار پيلوي. [د عالم زیب خان نه په مننه]

نګار جوهر (کین اړخ ته)، چې په پاکستان پوځ کې لومړۍ ښځینه لیفټینټ جنرله ده، د جولای په ۲مه په راولپنډۍ کې په يو اخیستل شوي تصوير کې ښودل شوې ده. [نګار جوهر/ ټویټر]

نګار جوهر (کین اړخ ته)، چې په پاکستان پوځ کې لومړۍ ښځینه لیفټینټ جنرله ده، د جولای په ۲مه په راولپنډۍ کې په يو اخیستل شوي تصوير کې ښودل شوې ده. [نګار جوهر/ ټویټر]

د افراطي نظريو لخوا د لسیزو ظلمونو وروسته، د خنډونو په ماتولو کې د شیر خویندو او د نورو کسانو بریا د پاکستان په ادارو او ټولنه کې د ښځو زیاتیدونکی رول په ګوته کوي.

نګار جوهر، چې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ضلعې د پنجپير کلي اوسيدونکې ده، هم دا ثابته کړې چې، د دې فرصت په ترلاسه کولو سره، پاکستانۍ میرمنې هغه مسلکي لوړوالی ترلاسه کولی شي کوم چې مخکې د نارینه وو لپاره مختص و. .

د پوځ ویاند ميجر جنرل بابر افتخار د جون په ۳۰مه اعلان وکړ چې جوهر په پاکستان پوځ کې لومړۍ ښځه ده چې د لیفټینټ جنرل رتبې ته رسیدلې ده.

'لوړ عزم او ډیر محنت'

رابیل کینیډي، چې د عوایدو په وفاقي بورډ (اېف بي آر) کې د يو ډريور لور ده، د سی ایس ایس امتحان پاس کولو نه مخکې له ډیرو ننګونو سره مخ شوې وه.

هغې وویل، "د محدودو سرچینو او ټولنیز - اقتصادي فشار سره، ما د تيارۍ لپاره غوره فرصتونه نه لرل." "سربیره پردې، ما په امتحان کې د ناکامۍ ویره لرله، چې زما د مور او پلار آرمانونه به يې ویجاړ کړې وای."

رابيل وويل، "په پای کې، ما ويره لرله چې زه به توان ونه لرم چې د خپلې دندې، د ماسټرۍ سند تيارۍ او د سی ایس ایس تيارۍ ترمینځ انډول وساتم."

هغې وویل، "خو له لوړ عزم او سخت کار سره، ما دا مبارزه جاري وساتله او د ټولو خنډونو په مقابل کې مې د سی ایس ایس امتحان پاس کړو او د پاکستان د بهرنیو چارو په خدمت کې وټاکل شومه."

د هغې پلار جان کینیډي وویل، د کورنۍ کلک ملاتړ د میرمنو سره د خنډونو په ماتولو او د خپلو موخو په ترلاسه کولو کې په مرسته کولو کې کليدي رول لري.

هغه وويل، "په داسې ټولنه کې چې مختلف نورمونه لري، ډیر فرسوده فشارونه شتون لري چې یو پلار ورسره مخامخ کيږي کله چې هغه پریکړه کوي چې خپله لور په داسې حال کې وينيي چې په خنډونو غلبه او په نړۍ کې شهرت ترلاسه کوي."

"خو د دې ټول هر څه سره، ما په خپلې لور اعتماد وکړو او د هغې ملاتړ مې وکړو چې د دې ټولو ننګونو سره مقابله وکړي او خپل اهداف ترلاسه کړي. ما هیڅکله هغې ته موقع ورنه کړه چې داسې فکر وکړي چې هغه نورو کسانو په پرتله کمزوري ده."

هغه وویل، "ما د هرهغه څه سره د هغې مرسته وکړه چې ما لرل."

په سیاست کې بریا

ثمر هارون بلور یوه بله بیلګه ده چې څرنګه سوچه هوډ له میرمنو سره مرسته کولی شي چې د دودیز ټولنیز محدودیتونو نه خلاصی ترلاسه کړي. .

بلور وروسته له هغې په سیاست کې شامله شوه چې د هغې مېړه، د عوامي نیشنل پارټۍ مشر، په جولای ۲۰۱۸ کال کې د خیبر پښتونخوا په یکاتوت کلي کې په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو.

هغه اوس لومړۍ ښځه ده چې د خیبر پښتونخوا په صوبايي شورا کې یې عمومي (د کوټې نه بغير) سيټ ګټلې او د عوامي نيشنل پارټۍ ویانده ده.

بلور وویل، تعلیم ته لاسرسی د میرمنو د فلاح او بهبود لپاره او په هیواد کې د بریالیتوب په لور د هڅولو لپاره مهم ده.

هغې وویل، "میرمنې نه شي راپورته کیدې او ځان ته تعليم نه شي ورکولی؛ دا هغه کورنۍ دي چې باید هغوی ته تعليم ورکړي او په هغوی تمرکز وکړي کله چې دوی ماشومان وي او داسې چاپیریال ورته چمتو کړي چې دوی په دې باور ولري چې دوی په ټولنه کې د نارینه وو سره سیالي کولی شي."

بلور زیاته کړه، "که تاسو د خپل ماشوم تربيت په سمه توګه وکړئ، نو که چیرې او کله چې اړتیا وي، نو هغه د خپلو څلورو دیوالونو د حد نه راوتلی شي او په داسې نړۍ کې سیالي کولی شي چې نارینه پکې واک لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500