د ښځو حقوق

ایراني ساتونکو د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې ښځینه پلټونکو ته د جامو د لرې کولو امر وکړو

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د سپتمبر د مياشتې په مشق کې د ایران امنیتي پرسونل. [د ایران د دفاع وزارت]

د سپتمبر د مياشتې په مشق کې د ایران امنیتي پرسونل. [د ایران د دفاع وزارت]

ویانا، آسټريا -- د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۵مه) په ایران کې د خپلو پلټونکو په هکله "د نه منلو وړ" پیښې د هغه خبرونو څخه وروسته وغندلې کله چې دا څرګنده شوه چې ایراني ساتونکو د ادارې ښځینه کارکوونکې ځورولې.

وال سټریټ ژورنال د سه شنبې په ورځ راپور ورکړو، د ایران د مرکزي اټومي تاسیساتو، نطنز، کې ساتونکو د جون له پیل راهیسې په ډیرو پیښو کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې (آی ای اي ای) ښځینه پلټونکي په فزیکي توګه ځورولي دي.

دغه ورځپاڼې د سفارتکارانو په حواله وويل، په دغه پیښو کې په نامناسبه توګه لمس کول او د جامو د لرې کولو امرونه شامل وو.

یو سفارتکار وویل چې د ځورونې لږ تر لږه څلور مختلفې پیښې رامينځته شوي دي. دوهم سفارتکار وویل چې له پنځو څخه تر اوو پورې پيښې رامينځته شوي دي.

په دې فایل عکس کې د ۲۰۱۱ جنورۍ په ۲۲مه د ایران د هغه وخت د اټومي خبرو اترو لوی مشر سعید جلیلي (مخکې ګس اړخ ته)، د خپل مرستیال علي باقري سره، استانبول ته د خبرو لپاره راځي. باقري، چې د ایران د صدر ابراهیم ریسي زده کونکی دی، د ایران د اټومي خبرو اترو نوی مذاکره کوونکی ټاکل شوی دی. [صالح ذکي فضلیوګلو/پول/ای اېف پي]

په دې فایل عکس کې د ۲۰۱۱ جنورۍ په ۲۲مه د ایران د هغه وخت د اټومي خبرو اترو لوی مشر سعید جلیلي (مخکې ګس اړخ ته)، د خپل مرستیال علي باقري سره، استانبول ته د خبرو لپاره راځي. باقري، چې د ایران د صدر ابراهیم ریسي زده کونکی دی، د ایران د اټومي خبرو اترو نوی مذاکره کوونکی ټاکل شوی دی. [صالح ذکي فضلیوګلو/پول/ای اېف پي]

متحده ایالاتو په دې هفته کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د غړو هیوادونو د بورډ د غونډې څخه مخکې د دغه پیښو غندنه وکړه.

د متحده ایالاتو نايب سفير لويس اېل بونو وویل، "د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د پلټونکو ځورول په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي او د ورته چلند هرډول تکرار به د جدي اندیښنې وړ وي."

"د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې پلټونکو خوندیتوب او هوساینه باید د دې بورډ ترټولو لوړ لومړیتوبونو څخه وي."

کله چې د راپور په اړه د نظر ورکولو غوښتنه وشوه، د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې "په وروستیو میاشتو کې په ایراني تاسیساتو کې داسې پيښې په ګوته کړې چې د دغه ادارې د پلټونکو د امنیتي تلاشۍ سره يې تړاو لرلو."

دغه ادارې زیاته کړه، "دې ادارې سمدستي او په کلکه د دې مسلې په اړه له ایران سره اړيکه ونيوله او په خورا روښانه او واضح ډول يې وضاحت وکړو چې د امنیت اړوند پیښې چې د ادارې کارمندان پکې شامل دي د منلو وړ ندي او باید بیا تکرار نشي."

په دغه بیان کې ویل شوي، له هغه وخت راهيسې نورې پیښې نه دي رامنځته شوي کله چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې او ایران په دې مسله کې د پیغامونو تبادله وکړه.

ایران مخکې د اټومي پلټونکو په وړاندې د ځورونې د تورونو سره مخ شوی دی.

د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په مياشت کې، دې د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د ښځینه پلټونکي اجازه له هغه وروسته لغوه کړو کله چې په ښکاره ډول د نطنز د بډایه کولو فیکټرۍ ته د ننوتلو په دروازه کې د چاودیدونکو توکو د کشف کولو لپاره د هغې امنیتي تلاشي ترسره شوه.

هغه په عارضي ډول د ایران څخه د وتلو نه منع شوه. دا يو داسې اقدام و چې د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې "د نه منلو وړ" په توګه بيان کړو، او ويې ويل چې "د دې ادعا د تاییدولو څه نښې نشته" چې هغې چاودیدونکي توکي لرلې.

په جلا توګه، تهران سږکال د اټومي فعالیتونو د ګړندي کولو لپاره د نورو ګامونو سره د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې لاسرسی محدود کړی دی.

د دوشنبې په ورځ، د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافیل ګروسي په څلورو ځایونو کې چیرې چې یورانیم موندل شوي و د تهران د پټو اټومي فعالیتونو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د اټومي خبرو اترو لوی مشر بدل شو

د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون، چې د عمل ګډ جامع پلان په نوم پیژندل کيږي، د متحدہ آیالاتو د ګډون سره د فعاله کولو لپارہ خبرې اترې له ځنډ سره مخ دي.

د ایران دولتي رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړو چې د هیواد لوی اټومي مذاکره کوونکی له دندې څخه لرې شوی او پر ځای یې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ټاکلی، کوم چې لویدیځ ته د رعايت ورکولو مخالف دی.

دولتي رسنیو وویل چې عباس عراقچی ‎د ۲۰۱۵ کال په تړون کې یو مهم مذاکره کونکی و، خو په خبرو اترو کې د هغه ونډه به اوس د وزارت د سلاکار پورې محدوده وي.

د مرستیال وزیر پوست به د علي باقري لخوا ډک شي، چې د ایران د نوي سخت دریځ صدر ابراهیم ریسي زده کونکی دی. باقري په نړیوالو چارو کې د هغه د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله کله چې ریسي د عدليې مشر و.

باقري څو ځله پر پخواني صدر حسن روحاني تنقيد د دې لپاره کړی و چې هغه د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه د محدودیتونو سره موافقه کړې وه او د ایران اټومي پلانټونو او "حساسو امنیتي تاسیساتو" ته د لاسرسۍ ترلاسه کولو لپاره یې "بهرنیانو" ته د اجازې ورکولو لپاره ليوالتيا لرله.

شنونکي مهدي زکریان وویل چې د هغه ټاکل کیدل د ایران اټومي پالیسي په کلکه د هغه محافظه کاره خلکو په لاس کې ورکوي کوم چې رئیسي ته نږدې دي.

زکریان وویل، "د رئیسي په انتظاميه کې، د خبرو اترو په میز کې مهم شخصیتونه اوس د ایران د اټومي انرژۍ سازمان مشر محمد اسلامي او علي باقري دي."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تېره هفته خبرداری ورکړو چې د هغه تړون لپاره وخت پای ته رسیږي کوم چې باید د ایران د انتقامي ژمنو د ماتولو مخه هم ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500