کویټه -- ډان ورځپاڼې د پوليسو له قوله راپور ورکړ، د جمعې په ورځ (د اګست په ۱۶مه) د کویټې په یوه مدرسه کې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول او تر لسو نه زيات نور ژوبل شول.
پولیسو دغه چاودنه د لاس جوړې شوي چاودیدونکي توکو وسيلې (آی اي ډي) ته منسوب کړه چې په مدرسه کې د منبر لاندې ځای پر ځای شوي وه.
دا په تیرو څلور اونیو کې په کویټه کې څلورمه چاودنه ده.