تروريزم

په پېښور کې د ترهګرو يوې بمي چاودنې هغه زده کونکي په نښه کړل کومو چې قرآن کریم لوستلو

د جاويد خان او ای اېف پي له خوا

د جرم د ځای د پلټنې يونټونه د اکتوبر په ۲۷ مه د پېښور په دیر کالوني سیمه کې په یوې مدرسه کې د چاودني د ځای معاينه کوي. [شهباز بټ]

د جرم د ځای د پلټنې يونټونه د اکتوبر په ۲۷ مه د پېښور په دیر کالوني سیمه کې په یوې مدرسه کې د چاودني د ځای معاينه کوي. [شهباز بټ]

پېښور -- د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۲۷ مه) د پېښور ښار په دیر کالوني سیمه کې د قران د زده کړې په یو ټولګي باندې د بمي برید له امله لږ تر لږه اته زده کونکي مړه او ۹۶ کسان ژوبل شول.

يو عيني شاهد عبدالرحمان وويل، "په سلګونو زده کونکي د جومات په عمومي تالار کې راټول شوي وو، کله چې د سهار په ۸ بجې د ورځې په دوهم درس کې بم وچاوديدو."

هغه وویل چې له چاودنې وروسته په دغه تالار کې اور ولګیدو.

د پېښور ښار د پولیسو سپرنټنډنټ وقار عظیم وویل، "یو سړی د بېګ سره مرکزي تالار ته راغې. د هغه د تلو نه یو څو لمحې وروسته، چاودنه وشوه. ګومان کيږي چې چاودیدونکي توکي په دغه بېګ کې ځای پر ځای شوي وې." هغه زياته کړه چې ترهګرو بم ته چاودنه د ټايمر په کارولو سره ورکړه.

په پېښور کې د اکتوبر په ۲۷ مه په يوې بمي چاودنه کې خراب شوي کتابونه او شخصي توکي د جومات نه بهر په کوڅه کې پراته دي. [شهباز بټ]

په پېښور کې د اکتوبر په ۲۷ مه په يوې بمي چاودنه کې خراب شوي کتابونه او شخصي توکي د جومات نه بهر په کوڅه کې پراته دي. [شهباز بټ]

نارینه د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې د هغو کسانو جنازه کوي چې په دغه ورځ په پېښور کې په یوې مدرسه کې په چاودنه کې وژل شوي وو. [شهباز بټ]

نارینه د اکتوبر په ۲۷ مه په پېښور کې د هغو کسانو جنازه کوي چې په دغه ورځ په پېښور کې په یوې مدرسه کې په چاودنه کې وژل شوي وو. [شهباز بټ]

د خېبر پښتونخواه د بم شنډولو د ډلې معاون انسپکټر جنرل شفقت ملک وویل، "په دې چاودنه کې شاوخوا ۵ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي وې."

د پولیسو چارواکو وويل چې د شکمنو کسانو د نیولو لپاره د لټون عملیات روان دي.

د ځایي چارواکو په وینا، لږترلږه ۷۶ ژوبل شوي کسان لېډي ریډینګ هسپتال ته واستول شول، ۳۶ ناصرالله بابر هسپتال ته راوړل شول، او یو څو نور حیات آباد میډیکل کمپلیکس او خېبر ټيچنګ هسپتال ته واستول شول.

خان ای اېف پي ته وویل، "ډیر وژل شوي او ژوبل شوي کسان په بال بیرنګونو ولګيدل، او ځینې ډير زيات وسوځېدل."

هغه وویل، د ټول وژلو شويو کسانو عمر د ۲۰ او ۴۰ کالو تر منځ و. په ژوبل شويو کسانو کې ښوونکي او هغه هلکان شامل ول چې اوه کاله عمر يې لرلو.

ښوونکي صفي الله خان ای اېف پي ته وویل، چې له ۱۰۰۰ څخه ډیر زده کونکي په دغه دیني مدرسه کې داخل دي، چې یوه برخه یې د هغه زده کونکو لپاره ده چې ۱۸ کاله او د دې نه زيات عمر لري او بله برخه یې د ماشومانو لپاره ده.

هغه وويل، "چاودنه په هغه برخه کې وشوه چېرته چې د ۱۸ کالو نه د زیات عمر زده کوونکو زده کړه کوله." هغه زیاته کړه چې د چاودنې له امله د دوو برخو ترمینځ دیوال راغوزار شو."

ځينې زده کونکو د ژوبل شويو کسانو سره مرسته وکړه کوم چې روغ رمټ پاتې شوي وو.

یو زده کونکي، چې د خپل نوم د ښودلو نه یې انکار وکړو، وویل، "ما تقريباََ اته کسان د تالار نه راويستل ځکه چې زه روغ وم."

هغه وویل چې د چاودنې پر مهال سلګونه زده کونکي هلته کې موجود وو. زده کونکو د خېبر پښتونخواه د مختلفو ضلعو او همدارنګه د بلوچستان او افغانستان سره تعلق لرلو.

په پراخه کچه غندنه

صدر عارف علوي، وزیر اعظم عمران خان او د خېبر پښتونخواه وزیراعلی محمود خان په جومات کې د بمي چاودنې او د بې ګناه زده کونکو د وژلو په کلکه غندنه وکړه.

وزیر اعظم ټویټ وکړو، "زه غواړم چې خپل ملت ته ډاډ ورکړم چې موږ به دا يقيني کړو چې د دې بزدلانه او وحشیانه برید مسؤلینو ته ژر تر ژره سزا ورکړل شي."

د خېبر پښتونخواه وزیر اعلی د قربانيانو لپاره د مرستې اعلان وکړو، چې په دې کې د وژل شويو کسانو د کورنيو لپاره ۵۰۰۰۰۰ روپۍ (۳۱۰۰ امريکايي ډالره) او د هر يو ژوبل شوي کس لپاره لپاره ۲۰۰۰۰۰ (۱۲۴۰ امريکايي ډالره) روپۍ شاملې دي.

تر دې دمه هيڅ يوې ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی. دا چاودنه په پاکستان کې نسبتاََ له میاشتو کرارۍ وروسته وشوه.

پېښور یو وخت په هیواد کې د وسله والو د تاوتریخوالي مرکز و. په وروستيو کلونو کې د پاکستان د يو لړ پوځي عملیاتو نه وروسته تاوتریخوالی کم شوی دی.

په ۲۰۱۴ کال کې، د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو اډو د له منځه وړولو لپاره پراخه عملیات پیل کړل.

پوځ وروسته له هغې عملیات سخت کړل کله چې تحریک طالبان پاکستان په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې د پېښور په آرمي پبلک سکول کې د ۱۵۰ نه زيات ماشومان او ښوونکي ووژل.

د کراچۍ یوې ژورنالیستې ثمیره جاجا په خپل ټویټ کې وویل،"په پېښور کې د مدرسې چاودنې د آرمي پبلک سکول د برید ډیر یادونه تازه کړي دي." "په ځوانانو د برید کولو اقدام --کوم چې د هیواد د هیلو او ارمانونو سمبول دی -- د ډیر ظلم او خفګان خبره ده. دا کسان څومره ناوړه دي چې غواړي زموږ خوبونه له مینځه ویسي؟"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500