اسلام آباد -- د ګلوبل اکنوميک پراسپيکټ د راپور له مخې، چې نړیوال بينک د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۰ مه) خپور کړو، تمه کیږي چې د پاکستان اقتصاد به په لنډ مهاله او منځنۍ موده کې وده وکړي.
دا پيش ګويي شوې ده چې په ۲۰۱۷- ۲۰۱۸ مالي کال کې به په پاکستان کې اقتصادي وده د ۵.۵٪ زياته شي. په دې راپور کې دا څرګنده کړی شوه چې "زيات تعميراتي کارونه او خدمات، په زراعتي تولیداتو کې بیا بحالي، او قوي ځايي غوښتنې، د کریډیټ زياته وده او د سرمايه کارۍ پروجيکټونه د دې مثبت لید وجوهات دي.
د دې راپور له مخې، په منځنۍ موده کې، تمه کيږي چې دغه شميره به اوسطاََ ۵.۹٪ ته ورسیږي.
د پاکستان او جنوبي آسيا د سيمو د اقتصادي ودې لپاره خطرونه زياتره ځايي دي. په احتمالي مسایلو کې مالي تاوان، د انفراسټرکچر د پروجيکټونو قرضې، د عمومي ټولټاکنو سره تعلق لرونکی تاوان او کمزوري مالي عواید شامل دي. دا عوامل د مالي توازن مخه نیسي.
د پاکستان اقتصادي وده په ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ کال کې ۵.۳٪ ته په چټکۍ سره ورسيده، چې دا د حکومت د هدف ۵.۷٪ نه لږه کمه وه، ځکه چې په صنعتي سکټور کې د متوقع ودې په نسبت لږه وده رامنځته شوې وه.