عدالت د عمران خان د بهرنیو مرستو کيس خارج کړو

ای ايف پي

د پاکستان سپريم کورټ د جمعې په ورځ ( د دسمبر په ۱۵ مه) د تحریک انصاف د مشر عمران خان خلاف د کرپشن کيس خارج کړو او دا يې يقينې کړه چې هغه به په راتلونکې کال کې په عمومي ټاکنو کې برخه اخلي. دا فيصله یوازې دوه مياشتې وروسته له هغې رامنځته شوه کله چې پخوانی وزير اعظم ميا محمد نواز شريف نااهله شو.

د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر حنیف عباسي د تیر کال په وروستيو کې په سپریم کورټ کې د خان او تحریک انصاف مشر جهانګیر ترین خلاف درخواست جمع کړی وو چې دوی د اثاثو د نه ښودلو په تور د سیاسي څوکو نه لري کړي.

دې درخواست په هغه فنډونو تمرکز وکړو کوم چې خان د اسلام آباد په شاوخوا کې د ښکلې او پراخه جايداد د اخیستلو لپاره استعمال کړې ول.

خان دا ادعا د سیاسي جګړې په توګه رد کړه او ويې ویل چې هغه دا پیسې د کرکټ کولو له لارې ګټلي وې او هغه د دې اسناد لري.

چيف جسټس ميا ثاقب نثار، چې په کورټ کې يې خلکو ته دا فيصله اوروله، وويل، "دا درخواست څه وزن نه لري او له دې کبله دا خارج کړی شو."

د ډان د راپور له مخې، په ورته فيصله کې، عدالت ترین مجرم وګڼلو ځکه چې هغه خپله څوکۍ د خپلې سوداګرۍ لپاره استعمال کړې وه او د تل لپاره يې هغه د سياسي څوکۍ لرلو نه محرومه کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500