اسلام آباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۴ مه) د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ضمانت کیدونکي نيولو وارنټ وروسته له هغه جاري کړو کله چې هغه عدالت ته د کاروايۍ لپاره حاضر نه شو او د عدالت د توهین مرتکب شو.
د پاکستان مسلم لیګ نواز مشر حنیف عباسي تیر کال په وروستیو کې په سپریم کورټ کې د خان او د تحریک انصاف د یو بل مشر جهانګیر ترین د نا اهل کولو لپاره درخواست وړاندې کړی وو ځکه چې دوی خپلې اثاثې نه وې ښودلې او د ټيکس او د خلکو د عمل د ايکټ خلاف ورزي يې کړی وه. دا درخواست دا هم څرګندوي چې پي ټي آی د "بهر نه تمویل شوی ګوند" دی.
د پنجشنبې په ورځ د درخواست اوریدلو سره، دغه کمیسیون خان ته امر وکړو چې محکمې ته دې د سپتمبر په ۲۵ مه حاضر شي.
د خان دفاعي وکیل بابر اعوان وویل چې د هغه مراجعه کونکی اوس پاکستان ته راستانه شوی او چې کله يې کميسيون راوغواړي، هغه به کمیسيون ته حاضر شي.