عباسي د کرپشن د تورونو په تور ونیول شو

ای ايف پي

لاهور -- چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د جولاى په ۱۸ مه) وويل چې د پاکستان پخوانې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي نيول شوی دی او د کرپشن ضد عدالت ته به حاضر شي.

عباسي په لاهور کې ونیول شو او چمتو دی چې د کرپشن پر ضد عدالت ته حاضر شي.

د نيب، چې د کرپشن پر ضد يوه اداره ده، يو سينير چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ای ايف پي ته وويل، "هغه نیول شوی دی او تمه کیږي چې نن او يا سبا به د نیب [د احتساب ملي اداره] عدالت ته حاضر کړی شي."

د دغه ادارې يو بل چارواکي د هغه د نیولو تایید وکړو.

عباسي د اګست ۲۰۱۷ کال نه تر می ۲۰۱۸ پورې د وزير اعظم په توګه دنده ترسره کړې وه.

د هغه ګرفتاري يو څو هفتې وروسته له هغې ترسره شوه کله چې پخوانې صدر آصف علي زرداري د کرپشن په تور ونیول شو.

د عباسي نه مخکې وزيراعظم، میاں محمد نواز شریف، جيل ته وروسته له هغې وليږلې شو کله چې د تیر کال په وروستیو کې د کرپشن په تور هغه ته د اوو کالو د جيل سزا واورول شوه.

پاکستان د کرپشن سره مبارزه کړې ده او هڅه کوي چې د خلکو مايوسي کمه کړي، کومه چې د افراطي بدیلونو د خپلولو سبب جوړيدې شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500