راولپنډۍ -- ډان خبري اژانس د يکشنبې په ورځ (د نومبر په ۵ مه) راپور ورکړو چې د پوځ ستر مشر قمر جاوید باجوه په تهران کې دی چې د ایران د ملکي او پوځي مشرانو سره د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي.
د پاکستان د پوځ د ویاند، ميجر جنرال آصف غفور، د يو ټويټ له مخې، باجوه د یکشنبې په ورځ (د نومبر په ۵ مه) د دریو ورځو رسمي سفر لپاره تهران ته راغی.
تمه کیږي چې د پوځ مشر به د ایران د نورو مشرانو او ستر مشر آیت الله علي خميني سره لیدنه وکړي.
ډان خبري اژانس راپور ورکړ چې دا د دوو لسیزو نه په زياته موده کې لومړی سفر دی.