جاپان د پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد همکارۍ ته وده ورکوي

پاکستان فارورډ

راولپنډۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر تارو کانو د جنورۍ په ۳ مه (د چارشنبې په ورځ) پاکستان ته د دوو ورځو په سفر راغلی چې د لوړپوړو چارواکو سره د امنیت په اړه خبرې اترې وکړي.

کانو د وزير اعظم وزير شاهد خاقان عباسي، د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد آصف، او د پوځ ستر مشر قمر جاويد باجوه سره خبرې اترې وکړې.

کانود پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۴ مه) باجوه ته وویل، جاپان هيله لري چې د پاکستان سره د تروریزم پر ضد همکارۍ ته وده ورکړي.

د ۲۰۰۹ کال نه وروسته، پاکستان ته د کانو وزټ لومړی وزټ دی چې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر ترسره کړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500