کراچۍ -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې په بلوچستان او کراچۍ کې د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۲۸ مه) د تاوتریخوالي له کبله څلور پاکستانيان، د عوایدو د فدرالي بورډ د دوه امنیتي ساتونکو په ګډون، ووژل شول.
د رسمي سرچینو په وینا، د بلوچستان په پنجګور ډسټرکټ کې د سړک د غاړې په يوې چاودنه کې دوه پاکستانیان ووژل شول. دغه کسانو په يو ګاډي کې سفر کولو.
پولیسو وویل، په کراچۍ کې، نامالومو وسله والو د ايف بي آر دفتر مخې ته دوه شخصي ساتونکي په ډزو ووژل. وژونکي په موټرسایکل وتښتېدل.
د پوليسو ډپټي سپرنټنډنټ، شوکت علي، وویل، وسله والو، چې د پوليسو په جامه کې وو، دوه ساتونکي په ډزو ووژل. هغه دا امکان څرګند کړو چې ښایي دا وژنه یوه تېروتنه وي.