کراچۍ -- رسنيو راپور ورکړو چې په کراچۍ کې د تشدد په پيښو کې پولیسو د منع شوي تحریک طالبان پاکستان لږ تر لږه څلور غړي د يو کمانډر په ګډون ووژل، په داسې حال کې چې نامالومو کسانو د ټريفیک يو وارډن ووژلو.
ايکسپريس ټريبيون د پوليسو د يو سينير افسر راو انور له خولې راپور ورکړو چې وسله وال کمانډر اکبر سواتي، چې د ملا په نامه ياديږي، او درې نور ترهګر د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۲۴ مه) د پولیسو سره د ډزو په ترڅ کې ووژل شول. ايکسپریس ټریبيون دا هم څرګنده کړه چې سواتي د القاعدی غړی وو.
ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د دوشنبې ورځ د وخته، په موټر سایکل سپاره وسله والو په ښار کې د ټريفیک په يو وارډن باندې ډزې وکړې چې يو کس په کې ووژل شو او يو بل زخمي شو.