په کراچۍ کې ۴ وسله وال ووژل شول، په دې کې په یو وسله وال شک کیدو چې د ملاله یوسفزۍ په برید کې ښکیل وو

پاکستان فارورډ

کراچۍ -- سما تلويزيون راپور ورکړو چې د کراچۍ پولیسو د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۴ مه) څلور وسله وال ووژل. په دوی کې يو هغه وسله وال هم شامل وو کوم چې په سوات کې په اکتوبر ۲۰۱۲ کال کې د ملاله یوسفزۍ د وژلو په هڅه کې تورن وو.

وسله والو په هغه پوليسو باندې ډزې وکړې کومو چې چاپه وهله او پوليسو په ځوابي ډزو کې ټول څلور کسان ووژل. په دغه پيښه کې یو پولیس افسر ووژل شو.

د پولیسو يو سينير افسر، راؤ انوار، وویل، په وژل شویو کسانو کې یو کس خورشید وو، چې وسله وال کمانډر او د تحریک طالبان پاکستان د مشر ملا فضل الله د تره زوی وو.

انوار وویل چې ټولو څلورو وژل شوي وسله والو د تحریک طالبان پاکستان سوات ډلې سره تعلق لرلو.

خورشید د ملاله یوسفزۍ د وژلو په هڅه کې ښکيل وو. ملاله يوسفزۍ هغه وخت د سکول جينۍ وه او په ۲۰۱۴ کال کې د نجونو تعليم ته د ودې ورکولو له کبله یې د سولې نوبل انعام ګټلی وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500