کوټه -- ډان خبري اژانس د چارشنبې په ورځ (د جولای په ۵ مه) راپور ورکړو چې په بلوچستان صوبه کې د پوليو کیس رامنځته شو، چې په پاکستان کې سږ کال دا شميره څلورو ته ورسيدله.
د صوبايي صحت ادارې له مخې، ډاکټرانو په محمود آباد کې د ۱۸ میاشتو هلک تشخیص کړو.
چارواکو وويل، د هغه مور او پلار د واکسین ورکولو نه انکار کړی وو.
په بلوچستان کې سږکال دا دوهم کيس دی.