اسلام آباد -- جيو نيوز راپور ورکړو چې د پاناما پيپرز ګډ تحقیقاتي ټیم د سه شنبې په ورځ (د جون په ۲۷ مه) د وزير اعظم ميا محمد نواز شریف دوه زامنو او لور ته سمن جاري کړو.
د هغه زامن، حسن نواز او حسين نواز به د جولاى د مياشتې په ۳ مه د جي آی ټي مخکې ګواهي ورکوي او د هغه لور، مريم نواز، به د جولای په ۵ مه ګواهي ورکوي. بلې لور ته سمن نه دی جاري شوی.
د وزیراعظم زامن جي آی ټي ته څو ځله حاضر شوي دي، په داسې حال کې چې مریم نواز به په لومړي ځل حاضريږي.
نواز شريف، د هغه ورور (د پنجاب وزير اعلی شهباز شريف) او د مريم نواز خاوند ټولو جي آی ټي ته خپلې ګواهۍ وړاندې کړي دي.
جي آی ټي د کرپشن د تورونو پلټنه کوي.