د پاکستان عدالت د نوازشریف د خوشې کولو امر کوي

ای ايف پي

اسلام آباد -- د شريف وکيل وويل، د پاکستان يو عدالت د چهارشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹ مه) د پخواني وزير اعظم میاں محمد نواز شریف او د هغه د لُور مريم نواز شريف د خوشې کولو امر وکړو او د درخواست سماعت يې معطل کړو. دا پریکړه د هغوی د جيل سزا معطل کوي.

د جولای په میاشت کې نوازشریف هغه وخت ونيول شو کله چې هغه پاکستان ته راستون شو. په دغه مياشت کې، په پانامه پيپرز کې د څرګندونو نه روسته، د کرپشن ضد عدالت په برطانيه کې د جايداد لرلو له کبله هغه ته د ۱۰ کالو، د هغه لور ته د 7 کالو او زوم ته د یو کال د جيل سزا واوروله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500