پېښور -- ميډيا راپور ورکړو چې دوه ملکي وګړي او يو پوليس په پاکستان کې د ټوپک په بيلو بيلو بريدونو کې ووژل شول.
دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې په يو موټر سايکل باندې سپاره نامعلوم برید کونکو د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۰مه) د پيښور په پتنګ چوک سيمه کې په خلکو، چې د يو جومات نه راوتل، باندې ډزې وکړې، چې دوه ملکي وګړي په کې ووژل شول او څلور نور ژوبل شول.
بريد کوونکي د بريد نه وروسته د پېښې د ځای نه وتښتېدل.
جيو نيوز د جمعې په ورځ (د اپریل په ۲۱مه) راپور ورکړو چې په یوه بله پېښه کې، نامعلومه وسله والو د پنجاب په فیصل اباد ډسټرکټ کې په سرګودها روډ باندې د پوليسو په يو چوکۍ بريد وکړو چې يو پوليس په کې ووژل شو.
دنیا تلویزیون خبر ورکړو چې په همدې حال کې، په کوټه کې په زرغون سړک باندې د جمعې په ورځ په يوې چاودنه کې لږ تر لږه درې ماشومان ژوبل شول.
دغه بم د ردي شيانو په ځای کې ايښودل شوی وو او هغه وخت وچاوديدو کله چې ماشومانو د يو ګټر نه د سودا کڅوړۍ راويستلې.