ای ايف پي د پنجشنبې په ورځ (د اپریل په ۲۰ مه) راپور ورکړو چې د پاکستان ستر عدالت د پنجشنبې په ورځ امر وکړو چې د وزیر اعظم د کرپشن په باره کې دې تحقيقات وکړل شي. دا له مخکې نه معلومه فيصله وه چې د نواز شريف خلاف فيصله به په عارضي توګه ليټ کړی شي ځکه چې ججانو ويلي وو چې داسې مناسب شواهد موجود نه دي چې هغه د واک نه لرې کړي.
په دې روان کيس کې په شریف او د هغه په ماشومانو باندې د کرپشن تور لګولی شوی دی. دا د وزير اعظم د حکومت لپاره يو ګواښ وو او د پاکستان خلک يې حيران کړل کله چې تیر کال د پاناما پیپرز ليک څرګنده کړه چې د شريف کورنۍ په بهرني هيوادونو کې کاروبار لري.
ستر عدالت يو نيمګړی حکم جاري کړو چې د کرپشن سره د مبارزې ادارې، د پياوړي استخباراتو او پوځي استخباراتو چارواکو يوه مشترکه تحقيقاتي کميټي به جوړه کړی شې چې د دې کيس تحقيقات وکړي.
آصف سعيد کهوسه، چې د فيصلې اعلان يې کوو، عدالت ته وويل، "په بشپړه توګه تحقيقات پکار دي."