اسلام اباد - ډان خبرې اژانس راپور ورکړو چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ په ۲۴مه) د ځمکې-نه-ځمکې ته د ابابيل مزايل تجربه وکړه. د دغه تجربې د ځای په اړه خبر نه دی ورکړی شوی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یو بيان کې وويل، ابابيل د ۲،۲۰۰ کلو ميټره پورې اټومي او نورې وسلې وړی شي.
دا په جنورۍ کې د پاکستاني مزايلو دوهمه تجربه وه.