پېښور - رسنيو راپور ورکړ چې د سړک د غاړې بم په چاودنه کې د نومبر په ۱۳مه په مومند ايجنسۍ کې حکومت پلوه يو قومي مشر ووژل شو، په داسې حال کې چې پوليسو په همدې ورځ دوه کسان چې په کراچۍ کې د پوليسو د يو افسر په وژلو کې تورن وو ونيول.
ايکسپريس ټريبيون خبر ورکړ چې دغه بم په چيناري سيمه کې د سولې کمېټې يو پخوانی غړی ملک دریا خان صافي ووژلو.
دنیا تلویزیون خبر ورکړ چې په کراچۍ کې پوليسو د نومبر په ۱۳مه دوه شکمن کسان چې د نومبر په ۱۲مه د رضوان په نامه یو افسر په وژلو کې تورن وو ونيول.
پوليس وايي چې د رضوان د وژلو لامل شخصي دشمني وه.