په پاکستان کې د تاوتریخوالي له کبله ۲ امنيتي چارواکي ووژل شول

د سټاف راپور

پېښور - رسنيو راپور ورکړی چې د خيبر پښتونخوا (KP) په چارسدې او پېښور ولسوالۍ کې د تاوتریخوالي په دوو جلا جلا پيښو کې يو استخباراتي چارواکی او يو پوليس وژل شوي دي.

ډسټرکټ پوليس افسر(DPO) سهیل خالد وايي، چې د اکتوبر په ۲۴مه پر موټر سايکل دوو سپرو نامعلومو کسانو وژل شوې استخباراتي سب انسپکټر اکبر علي په چارسده ولسوالۍ کې خپل کور ته نژدې د بس تم ځای کې په نښه کړ.

د سما تلويزيون له مخې، داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

د جيو خبري اژانس راپور ورکړی چې په جلا ډول د پېښور په داودزي سيمه کې د اکتوبره په ۲۵مه د سړک د غاړې په يوه چاودنه کې يو پوليس وژل شوی او يو بل ټپي شوی دی.

پوليس وايي، په دغه سيمه کې د چاودنې وروسته چارواکو نورې چاودېدونکي توکي وموندلې او شنډ يې کړې.

د جيو خبري اژانس راپور ورکړی چې له بلې خوا د بلوچستان حکومت د اکتوبر په ۲۴مه د اګست د ۸ مې نیټې د کوټې د ملکي روغتون په برید کې د تورن بريدکونکو انځورونه وښيل او د هغه کسانو لپاره يې د ۱۰ ميليونو روپو (امريکايې ۹۵،۰۰۰ ډلره) د جايزې اعلان وکړ کوم چې د دغه ترايجيدۍ د تسهيل کونکو د معلومولو په اړه مرسته وکړي او یا د هغوی په اړه څه راپور ورکړي. په دغه پيښه کې له ۷۰ څخه زيات کسان چې زياتره وکيلان وو وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500