پاکستاني چارواکو ۱۲ وسله وال وژلي دي او د ۲،۰۲۱ خلکو تابعيت يې ځنډولی دی

د سټاف راپور

اسلام اباد - رسنيو راپور ورکړی چې په پاکستان کې د تاوتريخوالي په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۲ شکمن وسله وال او پنځه امنيتي پرسونل وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د پوځ مشر د ۱۰ سخت دريځه ترهګرو د اعدام حکم لاسلیک کړی دی.

د جيو خبرې اژانس د اکتوبر په ۱۴ مه راپور ورکړی دی چې د پولیسو د ترهګرۍ سره د مبارزې اداره (CTD) وايي، د پنجاب ولسوالۍ په ډیره غازي خان کې د القاعدې او د طالبانو اته شکمن ترهګر وژلی شوي دي. د عملياتو په ترڅ کې درې نور شکمن کسان هم نيول شوي دي.

د ډان خبرې اژانس راپور ورکړی چې په کراچۍ کې د اکتوبر په ۱۳مه د ګډاپ سيمه کې تېره شپه د رینجرو په يو بريد کې د منع شوې ډلې څلور نور شکمن وسله وال وژل شوي دي.

دنیا تلويزيون د اکتوبر په ۱۴ مه راپور ورکړ، په جلا ډول، په کراچۍ کې د پولیسو يو افسر وژلی شوی دی. د سما تلويزيون له مخې، په پېښور کې د اکتوبر په ۱۴ مه يو بل پوليس په مرګوني ډول ويشتلی شوی دی.

سما تلويزيون راپور ورکړی چې په کوټه کې د اکتوبر په ۱۴مه د ايف سي (FC) درې نور امنيتي پرسونل په ډزو وژل شوي دي او يو بل کس په تروريستي بريد کې ټپي شوی دی.

د سما تلويزيون له مخي، د پوځ د عامه اړيکو دفتر (ISPR) وويل، د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف د اکتوبر په ۱۳مه دمنع شوې تحریک طالبان پاکستان (TTP) د ۱۰ سخت دريځو ترهګرو د اعدام حکم لاسليک کړی دی. دغه طالبان پوځي محکمو محکوم کړي وو.

ISPR زياته کړه چې محکوم شوي ترهګر د بې ګناه ملکي وګړو، د پوليو کارکوونکیو، نادولتي موسسو کارکونکیو او امنیتي کارکوونکیو په وژلو کې ښکېل وو.

د جيو خبرې اژانس د اکتوبر په ۱۳ مه راپور ورکړی چې په جلا ډول د پاکستان ملي ډيټابيس او د راجستر کولو ادارې (NADRA) په موقتي ډول د ۲،۰۲۱ کسانو له وسلوالو سره د همکارۍ له کبله تابعيت ځنډولی دی. په دې کې ځينې ديني مشران هم شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500