په پاکستان کې د تاوتريخوالي له کبله ۵ کسان ووژل شول؛ سېند د ۹۳ مدرسو په وړاندې عملیات پیلوي

د سټاف راپور

کراچۍ - په کراچۍ او بلوچستان کې د تاوتريخوالي په جلا جلا پيښو کې لږ تر لږه درې پاکستاني ترهګر او دوه ګمرکي چارواکي وژل شوي دي، په داسې حال کې چې پوليسو ۲۱،۰۰۰ کارتوسونه ترلاسه کړي دي او په خیبر پښتونخوا کې يې دوه شکمن کسان نيولي دي.

د ډان خبري اژانس راپور ورکړی چې د اکتوبر په ۲۵ مه په کراچۍ کې له نيم پوځي رينجرو سره په ډزو کې دغه ترهګر وژل شوي دي. دوه رینجر په کې ټپيان شوي دي.

د ډان خبري اژانس له مخې، پوليس وايي چې قاتلانو د اکتوبر په ۲۴مه دبلوچستان په مستونګ ولسوالۍ کې د پاکستان د ګمرکونو دوه افسران په ډزو وژلي دي.

د جيو خبري اژانس راپور ورکړی چې پولیسو د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د اکتوبر په ۲۶ مه درې کسان نیولي دي او له یو موټر څخه یې ۲۱،۰۰۰ کارتوسونه ترلاسه کړي دي.

ايکسپرس تريبون د اکتوبر په ۲۶مه راپور ورکړی چې له بلې خوا د سېند حکومت د اکتوبر په ۲۵مه پرېکړه وکړه چې د ۹۳ مدرسو چې په تروریستي اړیکو کې تورن دي په وړاندې عملیات پیل کړي.

چارواکو په غونډه کې واورېدل چې استخباراتي ادارې د دغو مدرسو د دننه فعاليتونو په اړه د اعتبار وړ معلومات لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500