سيند هدفې عمليات پیلوي، ضرب عضب عملياتو کې ۹۰۰ ترهګر ووژل شو

د سټاف راپور

اسلام آباد -- چارواکي وايي، د ملي عمل پلان (NAP) په بشپړه توګه پلي کولو لپاره د سېند حکومت په دې وروستيو کې پرېکړه وکړه چې يوه هدفي عمليات تر سره کوي، په داسې حال کې چې ضرب عضب عملیاتو کې له ۲۰۱۴ کال راهیسې ۹۰۰ ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ کال د دسمبر په مياشت کې د تروریزم ضد د ملي عمل پلان (NAP) نافذ کړو، په داسې حال کې چې پوځ د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې په شمالي وزیرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړل. دواړه عملیات تر نن ورځې پورې دوام لري.

ډان راپور ورکړ، د لوړې کچې د سېند ولایت کمیټۍ غونډه په کراچۍ کې د اګست په ۳۱مه رامنځته شوه. ګډونوالو پریکړه وکړه چې غير قانوني مهاجر بيرته واستولی شي او په سيند کې د کرايې کورونو اجاره دار راجسټر کړی شي.

د لوړې کچې کمېټه دا پرېکړه هم وکړه چې نادولتي سازمانونه مجبوره کړي چې دوی د ولسوالۍ حکومتونو څخه د اعتراض نه لرلو سندونه ترلاسه کړي، مخکې له دې چې دغه نادولتي سازمانونه د اختر په ورځ د قربانۍ څاروو څرمنې راټولي کړي.

د رسنیو په وینا، د پوځ ویاند جنرال عاصم سليم باجوه د سپتمبرپه لومړې نيټه وويل، پاکستاني ځواکونو په خیبر ۱ او خیبر ۲ عملياتو کې، چې د ضرب عضب عملياتو برخه وه ، نږدې ۹۰۰ ترهګر وژلي دي.

د جيو خبري اژانس له مخې، هغه وويل، د ضرب عضب عملياتو په ترڅ کې ځواکونو ۱۶۸ کومبنګ عملیات ترسره کړي دي. هغه زياته کړه چي نږدې ۳۰ رينجر د شمالي وزیرستان په شوال دره کې په عملياتو کې ووژل شو.

باجوه وويل، چې پوځ په پاکستان کې د داعش د پښو ايښودلو مخه نیولې ده.

باجوه زیاته کړه چې ځواکونه د شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ زيات تره سيمې له وسله والو څخه پاکې کړي دي او اوس د افغانستان پوله بندوي چې د پولې له هاخوا د ترهګرو تګ راتګ مخه ونيسي.

د دنیا خبري اژانس له مخې، پوځ وايي چې پوځونو په فیصل آباد او شاوخوا سیمو کې د اګست يو ديرشمه نيټه او سپتمبر لومړۍ نيټه تر منځ لږه تر لږه شپږ شکمن ترهګر ونیول.

د پوځ په وينا، په شکمن ترهګرو کې د ځانمرګي بريد روزونکې او تروریستي ګمارونکې شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500