تروريزم

ضرب عضب عمليات او د عمل ملي پلان په ترهګرۍ کې کمې راولي

جاويد محمود لخوا

د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف (کيڼ اړخ ته) د سپتمبر په ۲۴ مه د تروریزم سره د مبارزې د نوي عصري ملي مرکز چې د پنجاب ولایت کهاريا ته نږدې موقعيت لري پرانيسته کوي. [د ISPR لخوا]

د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف (کيڼ اړخ ته) د سپتمبر په ۲۴ مه د تروریزم سره د مبارزې د نوي عصري ملي مرکز چې د پنجاب ولایت کهاريا ته نږدې موقعيت لري پرانيسته کوي. [د ISPR لخوا]

اسلام آباد -- څارونکي وايي چې د پاکستان د ترهګرۍ له منځه وړلو هڅي مثبتې پایلې رامنځته کوي او کولی شي چې د ترهګرۍ په وړاندې د نړيوالې مبارزې په يو مثال وګنلی شي.

په ځانګړې توګه په دې هڅو کې د پاکستان پوځي عملیات ضرب عضب او د عمل ملي پلان (NAP) شامل دي. دغه عمليات د بېلابېلو وسله والو ډلو لکه تحریک طالبان پاکستان (TTP)، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، القاعده او داعش سره په مبارزې باندې تمرکز کوي.

د يو راپور له مخې چې په تېر سپتمبر کې خپور شو، د ضرب عضب عملياتو اوNAP چې په ۲۰۱۴ کال کې د جون په مياشت او ۲۰۱۵ کال د جنوری په مياشت کې په ترتیب سره پيل کړی شول په نتیجه کې پاکستان د تروریستي فعالیتونو شميره ۷۰ فيصده کمولو کې توان ترلاسه کړی دی.

په اسلام آباد کې د ستراتیژیکي څېړنوانستیتوت (ISSI) د سپتمبر په ۲۹ مه راپور کې چې عنوان يې " د داعش سره مبارزې لپاره نړیوال ایتلاف: پاکستان به څنګه مرسته کولای شې" وايي، "سربيره پر دی د دې نوښتونو پيلولو وروسته ترهګر توان نه لرو چې په پاکستان کې په تېر کال کې بريالي عمليات ترسره کړي."

په راپور کې راغلې دي: "دا ښیي چې د پاکستان هڅې مثبت پایلې ورکوي او په سم لوري دي."

د تروریزم ځپلو لپاره هڅې دوه چنده کول

د ISSI راپور څرګندوي، هغه سبق کوم چې د پاکستان بریالیتوب څخه ترلاسه کړی شوی دی کولای شي چې د نړيوال ایتلاف سره مرسته وکړي. نړيوال ايتلاف چې د داعش پر وړاندې جګړه کوي په ۶۷ ملګرو باندې مشتمل دی. په دی کې دولتونه، نړيوال او غير دولتي سازمانونه هم شامل دي.

په دغه راپور کې ويلی شوي دي: "تر اوسه پورې پاکستان د داعش سره مقابلې لپاره د نړيوال ایتلاف غړی نه دی، او پاکستان په هېواد کې د ترهګرو په وړاندې د عمل ملي پلان او ضرب عضب پوځي عملياتو یواړخیز چتر لاندې مرسته کوي."

راپور کې راغلي دي چې د ایتلاف پوځي همکارۍ په نتیجه کې "داعش په عراق کې د خپلې سيمې ۵۰٪ برخه او په سوریه کې ۲۰٪ برخه له لاسه ورکړې ده، او له وخت تيريدو سره او د ایتلاف زياتو هڅو له امله به دا شميره نوره هم کمه شې."

"دوامداره پوځي هڅې د ترهګرو د غیر دوامداره نښتو سبب دی. دې هڅو د ترهګرۍ خوندي پټنځایونه او زیربنې تباه کړي دي او د داعش د ګوزار کولو توان يې له منځه وړی دی. د هغوی د مالي جریاناتو مخنیوی یې کړی دی او د هغوی هغه اقتصاد يې تباه کړی دی چې د تیلو او نورو منابعو قاچاق باندې یې انحصار لرلو."

د ISSI راپور وايي، د پوځي او پالیسۍ پر بنسټ چلند د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ډیر اړین دی او هم دا وجه ده چې د پاکستان ضرب عضب او NAP عمليات تر ټولو زيات بریالیتوب رامنځته کړی دی.

په راپور کې ويلی شوي دي: "د پاکستان پوځي عملياتو له یوه اغیزمن پايلې سره دوامداره ښکیلتیا يقيني کړه." "په همدې ډول NAP د تروریزم پر ضد داخلي چوکاټ تضمینوي چې په غير خوځيدونکې ښکیلتیا ټینګار کوي. په دې کې د مدرسو اصلاحات او قانوني اصلاحات شامل دي چې د افراطي مفکورې سره مبارزه کوي او په دې کې د خلکو د شکایتونو د حل کولو لپاره ټولنيز او قضايي اصلاحات هم شامل دي."

د بریالیتوب پر لاره

د دغو دوو مفکورو لاسته راوړنو اعتراف کولو سره د امنيت شنونکي وايي، پاکستاني چارواکي باید له لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي او د پوځي او ملکي ښکیلتیا دواړه ګړندۍ کړي.

د پاکستان د امنیتي چارو کارپوه متقاعد جنرال جاوېد اشرف قاضي وويل: "ضرب عضب عملياتو پوځي برياليتوب تر لاسه کړی دی، د وسله والو د فعالیت مخنيوی يې کړی دی، ګڼ شمېر وسله وال يې وژلې دي او په نتیجه کې يې د اورپکۍ ګواښ ډير کم کړی دی."

هغه د ترهګرو ډلو په بشپړه توګه له منځه وړلو پورې د عملياتو د دوام غوښتنه وکړه.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "تاسو په پوځي توګه کولای شی چې دښمن ته ماتې ورکړۍ خو دا مبارزه تر هغه وخته پوری دوام لری شي تر څو چې د وسله والو سازمان، د دې مشران او د ګمارلو لاره تباه کړی شوې نه وي."

هغه وويل، ضرب عضب عمليات لا تر اوسه پای ته نه دي رسيدلي ځکه چې د وسله والو مشران افغانستان ته تښتيدلي دي، چېرته چې هغوی ځانونه بیا پرځای کوي او دا هيله لري چې د خپلو روزنې سيمو او د بريد کولو ځايونه ته ستانه شي کله چې پوځ له دغه سيمې څخه ووځي.

قاضي وويل، د NAP موخه دا ده چې د پوځي عملياتو برياليتوب ته په دوام ورکولو کې مرسته وکړي. هغه وويل، سره له دې نور کار هم باید په دې برخه کې ترسره کړی شي. هغه زياته کړه، چې يو زيات شمېر مدرسې نا قانونه فعاليت کوي او وسله وال توانوي چې دغه مدرسې د استخدام د مرکزونو په توګه له ډار پرته وکاروي.

هغه وويل: "مدرسې اوس هم بهرني زده کونکي لري او بهرني بسپنې ترلاسه کوي. بايد د دغه فعاليتونو مخه ونيولی شي."

د ضرب عضب عملياتو جوړول

غازي وويل، د ضرب عضب عملياتو نه علاوه پوليس او استخباراتي ادارې په سترو ښارونو کې عملیات ترسره کوي.

هغه وويل، غوره نتیجې په کراچۍ کې رامنځته شوي دي چې هلته کې له پوليسو سره مرستې لپاره رينجر ګومارل شوي دي.

هغه وويل، په بلوچستان کې امنیت د ليوی په غاړه دی ځکه چې په دغه ولايت کې ۹۰٪ سيمه قبايلي سيمه ده. هغه وويل، د دې معنا دا ده چې هلته کې یوازې فرنټير کور د وسله والو او ياغيانو سره جګړه کوي ځکه چې پوځ هلته نه دی استولی شوی.

هغه په دوام وويل، ضرب عضب برياليتوب ته د دوام ورکولو لپاره باید د بريګيډ یو شمیر دایمي کينټونه جوړ کړی شي، د لویدیځو پولو څخه ځواکونو باید ختیځ اړخ ته واستولی شي، پولې بايد خوندي کړی شي او د فرنټير کور قوت بايد لوړ کړی شي چې له افغانستان سره د پولې په اغيزمنه توګه څارنه وکړي.

هغه وويل، د دې نه علاوه ولايتي حکومتونه بايد د اطاعت نه کونکې مدرسو پر ضد ګامونه پورته کړي او که هغوی د اصلاحاتو اطاعت نه کوي، د هغوی مدرسې بندې کړي.

هغه وويل، په عين حال کې نیولی شوي وسله وال باید په چټکۍ د محاکمې او مناسبې سزه لپاره پوځي محکمو ته وسپارل شي. د دی موخه د اورپکۍ کچه راټيټول دي.

له قانون سره سم د NAP پلي کول

په کراچۍ کې میشت یوه امنیتي شنونکي متقاعد سمونوال مختار احمد بټ وايي، ضرب عضب او د NAP عملیاتو د طالبانو د وېرې واکمني پای ته رسولې ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د بمي چاودنو، ځانمرګي بريدونو او ملکي او امنیتي چارواکو وژلو شميره ډيره زياته راکمه شوي ده. دا د ضرب عضب بریالیتوب ښيي."

هغه وويل: "د طالبانو ډار پای ته رسيدلی دی، خلک په ازاده توګه په هرځای کې ګرځي ځکه چې د امنیتي عملیاتو په نتیجه کې د نظم او قانون وضعيت ښه شوی دی."

هغه وويل، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات کولای شي چې اورپکي له پاکستان څخه ختمه کړي.

په کراچۍ کې میشت یوه امنیت شنونکي او د ډيلې پاکستان ورځپاڼې رزيډنټ اېډېټر مبشر مير پاکستان فارورډ ته وويل: "حکومت او امنیتي ادارې باید په خپله په حقيقي توګه NAP عملي کړي. دا خبره اړتيا لري چې د وسله والو بانفوذه مالي تسهیل کونکو، مرسته کونکو او ملګرو په وړاندې اقدام واخستلی شي."

هغه وويل: "د هغه مدرسو او منع ګرځول شوي اورپکې ډلو په وړاندې بايد ګامونه پورته کړی شي کوم چې په نوي نومونو خپل فعاليت کوي څو د ضرب عضب او هدفي عملیاتو بریالیتوب ته دوام ورکړی شي."

هغه وويل: "په ټول هيواد کې هدفي عملیات باید تيز کړی شي چې د اورپکۍ مخه ونيولی شي او امنيت ښه کړی شې."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500