امنیت

د پاکستان د ترهګرۍ ضد د بریاليتوب ۱۵ کاله وشو

جاويد محمود لخوا

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د نومبر په ۷ مه لاهور ته نژدې د ډګر کتنه کوي. هغه وروسته په ساحه کې د سرتېرو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د روزنې، جګړې د ظرفيت او مورال ستاينه یې وکړه. [د ISPR لخوا]

د پاکستان پوځ مشر جنرال راحیل شریف د نومبر په ۷ مه لاهور ته نژدې د ډګر کتنه کوي. هغه وروسته په ساحه کې د سرتېرو څخه لیدنه وکړه او د هغوی د روزنې، جګړې د ظرفيت او مورال ستاينه یې وکړه. [د ISPR لخوا]

اسلام اباد - په پاکستان کې د امنیتي مطالعاتو انستيتوت (PICS) د وينا له مخې، په پاکستان کې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې له ۲۸،۰۰۰ څخه زیات وسله وال وژل شوي دي.

د PICSS يو وروستی راپور وايي، په پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې د پام وړ کمی راغلی دی. دا کمی په ځانګړي توګه په تېرو دوو کلونو کې هغه وخت رامنځته شو کله چې په جون ۲۰۱۴ کال کې ضرب عضب عملیات پیل شول. دغه عملیات تر دې ورځې په شمالي وزیرستان کې دوام لري.

په دغه راپور کې ویل شوي چې په پاکستان کې امنيتي حالت تر دې کچې ښه شوی دی چې په هره میاشت کې د وسله وال بريدونو اوسط شمیر د ۱۶۱ نه ۴۵ پورې راټيټ شوی دی.

د PICSS له مخې، دغه بدلیدونکي حالت د اورپکۍ مخنيوی کړی دی چې په ټول پاکستان او په ځانګړې توګه په فاټا (د وفاق انتظام تر لاندې سيمو) او خيبر پښتونخوا کې په امنيتي حالت کې د پام وړ ښه والي راوستلو سبب جوړ شوی دی.

د ترهګرۍ ضد بريالي عمليات

په پېښور کې د امنیتي چارو کارپوه ډګرمن (متقاعد) محمود شاه پاکستان فارورډ ته وويل: "د پاکستان پوځ په تېرو ۱۵ کلونو کې د خېبرپښتونخوا او وزيرستان په بېلابېلو سیمو کې يو شمیر عملیات ترسره کړل چې وسله والو ته يې درانه تلفات ورسول."

هغه وويل، پوځ لومړی په سوات او ملاکنډ کې د اورپکۍ پر ضد عملیات ترسره کړل او بیا يې خپل عمليات خيبر ايجنسۍ ته وغځول.

هغه وويل: "ضر‌ب عضب عمليات تر ټولو بريالي پوځي عمليات دي، چې په خېبرپښتونخوا او شمالي وزيريستان کې یې د تحريک طالبان پاکستان، القاعدې او نورو تروريستي ډلو زیربنې، شبکې، د روزنې کمپونه او د بمونو جوړولو مرکزونه له منځه ويوړل."

هغه وويل، د وسله والو له خوا تروريستي بريدونه او د پيسو لپاره برمتې په ۲۰۱۶ کې په ځانګړي توګه د ضرب عضب عملیاتو له امله کمې شوي دي.

هغه وايي، څو کاله وړاندې، د ټولو ترهګريز شبکو او ستر بريدونو ارتباط په وزيرستان کې، په ځانګړې توګه په شمالي وزيرستان کې وموندلی شوې. په دغه سيمه کې ترهګريز ډلو خپل مرکزونه جوړ کړي وو او دغه د تګ راتګ سيمه نه وه.

شاه وويل: "له ضرب عضب عملياتو وروسته، د تروریستي ډلو مشران افغانستان ته لاړل."

هغه وايي، هغه وسله والو کومو چې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پېښور کې د پوځ په عامه ښوونځي، په اګست کې د کوټې په ملکي روغتون او په اکتوبر کې د بلوچستان د پوليسو په روزنېز کالج برید وکړ، هغوی په افغانستان کې له خپلو مشرانو څخه لارښوونې ترلاسه کړي وې. دا ښیي چې سخت دريځ ترهګر مجبوره شوي دي چې له پاکستان څخه ووځي.

هغه وويل، د پاکستان حکومت باید له افغانستان سره پولې باندې امنيت ټينګ کړي او د وسله والو ډلو په وړاندې سخت ګامونه پورته کړي کوم چې په پاکستان کې د TTP یا داعش ملاتړ کوي.

شاه وويل، د پوځ مشر جنرال راحیل شریف چمتو دی چې د نومبر په ۲۹ مه ريټاير شي. هغه زياته کړه چې د قوماندې بدلون به د ترهګرو پر وړاندې په جګړه اغیزه نه کوي.

څو اړخیزه تګلاره

د PICSS منيجنګ ډايريکټر عبدالله خان وويل، يوازې پوځي ځواک اورپکۍ له منځه نه شي وړلې.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "يوازې د سخت ځواک کارولو یوه اړخيزه پالیسي هېڅکله تل پاتې اغېز رامنځته کولی نه شي." " د ټولو وسله والو څخه د فاټا پاکولو وروسته، د پاکستان حکومت يو قوي پوزيشن لري چې هغه وسله والو ته يوه سياسي لاره ورکړي کوم چې روغه کول او تاوتريخوالی ردول غواړي."

هغه وويل، حکومت بايد پر فکري توګه د افراطيت او اورپکۍ ضد جګړې لپاره يو جامع ملي ستراتیژي طرح کړي.

هغه وويل: "بلوچستان د ترهګرو لومړی هدف دی، او دغه ولايت باید د ټيټې کچې څخه د لوړې کچې پورې غوره پوليس ولري."

هغه وويل، مرکزي او ولايتي حکومتونه او امنیتي سازمانونه بايد د وسله والو خوندي پټنځايونه په ګوته کړي او د امنيت په ټينګولو د ترهګرو د بريدونو مخه ونيسي.

د کراچۍ د ژورنالیستانو د اتحاد مشر امتياز خان فاران پاکستان فارورډ ته وويل: "د فاټا او خېبرپښتونخوا وروسته، کراچۍ، چې د پاکستان مالي مرکز دی، په تير دور کې د تروریزم ستر هدف پاتې شوی دی."

هغه وويل: "په کراچۍ کې امنيتي عمليات د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په ۵ مه پيل شول چې دې نه يوازې په ښار کې سوله بحال کړه بلکې پټنځایونه، مرکزونه او د طالبانو او نورو وسلوالو منع شوي سيمې یې له منځه ويوړلې."

هغه وويل، نيم پوځي رینجرو، پوليسو او استخباراتي ادارو کراچۍ له تروریزم څخه خوندي کړه. هغه زياته کړه چې چارواکو په ۲۰۱۶ کال کې په دغه ښار کې د ترهګرۍ يو لوی برید نه دې راپور کړی.

هغه وويل: "ولايتي حکومت او امنیتي ادارې باید هغه مذهبي او نسلي ګوندونو ته صفر زغم وښیي کومې چې په کراچۍ کې سولې ته ګواښ کوي او کیدای شي چې یو ځل بیا په راتلونکي کې په دغه ښار کې تروريزم رامنځته کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حمد او ثنا الله لره دي، په تېرو پنځلسو کلونو کې له اته ویشت زره څخه زيات وسله وال وژل شوي دي چې له امله یې اورپکي کمه شوی او امنيت ښه شوی دی. وسله وال بريدونه په هره میاشت کې د ۱۶۱ نه ۴۵ پورې کم شوي دي. سخت دريځه ترهګر افغانستان ته په تيښته مجبور کړی شوي دي. د فاټا او خیبر پښتونخوا نه وروسته، کراچۍ چې د پاکستان مالي مرکز دی په تېر وخت کې د تروریزم لخوا ځپلي شوې ده. د نيم پوځي رینجرو، پوليسو او استخباراتي ادارو عزم کراچۍ د تروریزم نه بچ کړې ده. حکومت بايد د افراطيت او اورپکۍ سره مبارزې لپاره په نظرياتي محاز يو جامع ملي ستراتیژي جوړه کړي.

ځواب