تجزيه

له خرسون څخه په شاتګ پوښتنه راپورته کوي: آیا روسیه به د اوکراین جګړه وبايلي؟

د اولها چیپل او ای اېف پي لخوا

یوه ښځه د نومبر په ۲۱مه په خرسون کې په اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې خپل ملګري، یو اوکرایني سرتېري، ته غیږه ورکوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یوه ښځه د نومبر په ۲۱مه په خرسون کې په اوکراین د روسیې د یرغل په ترڅ کې خپل ملګري، یو اوکرایني سرتېري، ته غیږه ورکوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

کييف -- څارونکي وايي، د اوکراین له خرسون ښار څخه د روسي ځواکونو وتل د روسیې د پوځ لپاره ستراتیژیکي زیان په ګوته کوي او د اوکراین د راتلونکي بریدونو لپاره لاره هواروي.

روسیې د نومبر په ۱۸مه وویل چې د کریمیا په ټاپو وزمه کې خپل موقعیتونه پیاوړي کوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې له اوکراین څخه په غیرقانوني توګه الحاق شوې وه، پداسې حال کې چې د کییف ځواکونه د ګاونډ خرسون سیمه، د همدې نوم مرکزي ښار په ګډون، بېرته نیسي.

کریمیا د فبرورۍ په میاشت کې په اوکرين کې د کرملين د "ځانګړي پوځي عملیاتو" لپاره د پېل د ځای په توګه استعمال شوی و.

د ماسکو لخوا ټاکل شوي د دې سیمې ګورنر سرګي اکسینوف وویل، د قلعه بندۍ کار روان و که څه هم پوځ او قانون پلي کونکو د مخکې نه تدابیر نیولي وو.

مسافر په اوکراین د روسیې د برید راهیسې د کییف څخه خرسون ته د لومړي اورګاډي په اوږدو کې د سامان سره روان دي، چې د نومبر په ۱۹مه د خرسون اورګاډي سټیشن ته راورسیدو. یو سينير چارواکي وویل، د اوکراین د مرکزي ښار کیف او د وروستي نيول شوي ښار خرسون تر منځ اورګاډی د نومبر په ۱۸مه د روسیې له وتلو څخه یوه هفته وروسته بیا پېل شو. [جېنیا ساویلوف/ای اېف پي]

مسافر په اوکراین د روسیې د برید راهیسې د کییف څخه خرسون ته د لومړي اورګاډي په اوږدو کې د سامان سره روان دي، چې د نومبر په ۱۹مه د خرسون اورګاډي سټیشن ته راورسیدو. یو سينير چارواکي وویل، د اوکراین د مرکزي ښار کیف او د وروستي نيول شوي ښار خرسون تر منځ اورګاډی د نومبر په ۱۸مه د روسیې له وتلو څخه یوه هفته وروسته بیا پېل شو. [جېنیا ساویلوف/ای اېف پي]

د اوکراین د ژغورنې د خدماتو یو غړی او یو سرتیری د سیمې معاینه کوي، پداسې حال کې چې د نومبر په ۲۰مه په اوکراین د روسیې د برید په جریان کې په خرسون کې د تېلو په زیرمو باندې د برید وروسته تور لوګی پورته کیږي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د اوکراین د ژغورنې د خدماتو یو غړی او یو سرتیری د سیمې معاینه کوي، پداسې حال کې چې د نومبر په ۲۰مه په اوکراین د روسیې د برید په جریان کې په خرسون کې د تېلو په زیرمو باندې د برید وروسته تور لوګی پورته کیږي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د برتانیا استخباراتو تایید کړه چې روسي ځواکونو د کریمیا پولې ته نږدې او همدارنګه د دونیتسک او لوهانسک ترمنځ د سیورسکي - دونیتس سیند ته نږدې د خندق نوي سیسټمونه جوړول.

د انګلستان د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ټویټر وویل، "ځینې دا ځایونه د اوسنۍ لومړۍ کرښې څخه ۶۰ کیلومتره شاته دي، چې دا وړاندیز کوي چې روسي پلان جوړونکي د یوکراین د نورو لویو پرمختګونو په صورت کې چمتووالی نیسي."

وروستی پرمختګ په داسې حال کې وشو چې اوکرایني ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د دغه هېواد په جنوب کې ځوابي عملیاتو ته زور ورکوي او د دې میاشتې په پیل کې یې د خرسون ښار بېرته ترلاسه کړو.خرسون ​د اوکراین مرکزي ښار دی او د کریمیا سره پوله لري​​.

روسیې د سپتمبر په میاشت کې ادعا وکړه چې دا سیمه یې له درېو نورو سره یوځای کړې ده، او​​ژمنه یې وکړه چې په ټولو موجودو پوځي وسایلو سره به یې دفاع وکړي​​.

یوه لویه ماتې

په کییف کې مېشت پوځي شنونکي او د اوکراین د امنیت او همکارۍ د مرکز ډايريکټر سرهي کوزان کاروانسرای ته وویل، "که تاسو په بشپړ ډول د پوځي لید په رڼا کې وګورئ، نو د خرسون آزادول اوکراین ته ډنیپرو ته لاسرسی ورکوي."

هغه وویل، "د دې معنی دا ده چې موږ داسې موقعیتونه اخلو چېرې چې موږ کولی شو په هغه لارو شيلنګ وکړو چې له کریمیا څخه اصلي ځمکې ته ځي ... اوس موږ د دوی لوژستیکي لارې تر سمندر پورې کنټرولوو. موږ کولی شو دوی ته ورسیږو، او دا خورا مهمه ده."

هغه زیاته کړه چې د روسیې مخکیني هوایي ډګرونه چې د اوکراین ښارونو ته د برید لپاره کارول کېدې شي اوس هم په لرې فاصله کې دي.

د کوزان له مخې، دا حقيقت چې روسي پوځیان اړ شوي چې د اوکراین له پوځ څخه د تیښتې لپاره له ډنیپرو څخه لرې په شا شي، هم مهم دی.

هغه وويل، "اوس دوی باید عمليات ترسره کړي، خپل د ذخیره کولو تاسیسات او پوځي ګاډي پراخه کړي، پټ يې کړي، او کیموفلاج وکړي. دوی ازاد نه دي چې د پخوا په شان عمل وکړي."

"دا د سرتېرو لپاره د تجهیزاتو او وسلو د رسولو سرعت ورو کوي. بې شکه، دا پدې معنی نه ده چې هېڅوک به برید ونه کړي، خو دا پدې معنی ده چې دوی به خپل ځان پټولو ته اړ شي."

هغه د خرسون ازادول "د اوکراین تر ټولو ستره پوځي لاسته راوړنه او د روسیې تر ټولو ستره ناکامي وبلله".

د کییف د سیاسي زده کړو په انستیتیوت کې د عملي پالیسۍ پروګرامونو ډايريکټر اولیکساندر سولونتای وویل، له خرسون څخه د روسانو وتل "یوازې له لاسه وتلې جګړې څخه مهمه" خبره ده.

هغه وویل، "د خرسون ازادېدل د اوډیسا د نیولو او له ټرانسنیسټریا [چې په مالدووا کې یوه بیلتون غوښتونکې سیمه ده چې د روسیې ځواکونو لخوا نیول شوې ده] سره د نښلولو لپاره د روسیې د ستراتیژیکو پلانونو د ناکامۍ په معنا دي."

"د دوی موخه دا وه چې کوم سرتیري د ډنیپرو له ښي څنډې څخه تېر شوې ول، هغوی به ترانسنیسټریا ته ننوځي او سمندر ته د اوکراین ټوله لاسرسي به بنده کړي."

سولونتای وویل، "اوس دا ټول د تاريخ يوه برخه ده، او دا [د روسیې د صدر ولادیمیر] پوتین لپاره یو جدي ګوزار دی.

د سولونتای له مخې، د خرسون له لاسه ورکولو نفسياتي ګوزار هم خورا لوی دی.

هغه وویل، "دوی په دې پوهیږي چې دوی له شکست سره مخ کیدی شي، چې دا يو سخت کار دی." هغه په ګوته کړه چې روسي رسنۍ او چارواکي اکثر د زیانونو په منځ کې "په لومړۍ کرښه کې ستونزمن وضعیت" ته اشاره کوي.

سولونتای وویل، پداسې حال کې چې روسي ځواکونو پخوا ډېره لویه برخه له لاسه ورکړې وه، له خرسون څخه اخراج لومړی ځل دی چې روسانو فکر کړی چې ښايي جګړه له لاسه ورکړي.

'یوه لویه تېروتنه'

شنونکي وايي، له خرسون څخه پر شا تګ او د اصلي پلانونو په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل په سیاسي توګه د پوتین د رژیم لپاره خطرناکه خبره ده.

په کييف کې د پاليسۍ د مطالعاتو د نړېوال مرکز د سياسي چارو کارپوه ايهور پيټرينکو وويل، "دا په عامه احساساتو اغیزه کوي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې دا د اشرافو په مزاج هم اغیزه کوي. په پېل کې، دوی په دې دليل تکیه وکړه چې پوتین پیاوړی دی. پوتين دومره "جارحانه" دی چې هېڅ روسي سياستدان د هغه په وړاندې د ودرېدو جرئت ونه کړو."

هغه وويل، "هر چا فکر وکړو چې لویدیځ به په ډېرو شیانو سترګې پټې کړي، خو داسې ونه شول. هېڅ بریا نشته، عمليات ناکامه شول او حتی د توغندیو ترهګري په اوکراین کې کار نه کوي."

پیټرینکو زیاته کړه، "پوتین یوه لویه تېروتنه وکړه کله چې هغه پریکړه وکړه چې هغه سیمې ضم کړي چې هغه یې نشي نیولی."

پیټرینکو وویل، له خرسون څخه پر شا تګ ته "له اشغال شوې سیمې څخه په ساده ډول د شا تګ په توګه نه کتل کیږي، بلکې دې ته د روسیې د یو بنسټیز وجود د لاسه ورکولو په توګه کتل کيږي."

"دا د کریمیا لپاره خورا جدي مثال دی، ځکه چې دوی مخکې دا د روسیې يوه برخه ګرځولې وه ... اوس دا معلومه شوه که چېرې تاسو خرسون له لاسه ورکولی شئ، نو تاسو کریمیا هم له لاسه ورکولی شئ."

پیټرینکو وویل، "خرسون روسي اشرافو ته وښودله چې پوتین ممکن یو شل آس وي چې تاسو به لرې ونه رسوي. او دا مهمه ده چې په وخت سره له دې آس څخه ټوپ کړئ."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500