جرم او انصاف

په خرسون کې د روسانو لخوا د ځورونې په اړه د یو زنداني کیسه

د ای اېف لخوا

اناتولي سټوټسکي د نومبر په ۱۵مه د یوې مرکې په جریان کې خبرې کوي پداسې حال چې هغه په مرکزي خرسون کې د پولیسو ودانۍ ته نږدې ولاړ دی. اناتولي سټوټسکي د څو هفتو لپاره په توقیف کې ساتل شوی و او د بجلۍ کرنټ ورته ورکړل شوی و. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

اناتولي سټوټسکي د نومبر په ۱۵مه د یوې مرکې په جریان کې خبرې کوي پداسې حال چې هغه په مرکزي خرسون کې د پولیسو ودانۍ ته نږدې ولاړ دی. اناتولي سټوټسکي د څو هفتو لپاره په توقیف کې ساتل شوی و او د بجلۍ کرنټ ورته ورکړل شوی و. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

خرسون -- هغه د څو هفتو لپاره په توقیف کې ساتل شوی و او د بجلۍ کرنټ ورته ورکړل شوی و. د هغه په متيازو کې به وينه تلله. هغه ۲۵ کیلو ګرامه وزن له لاسه ورکړو او د ځان وژنې فکر یې کولو.

اناتولي سټوټسکي د څو هفتو لپاره د روسي او روسي پلوه ځواکونو له ناوړه چلند سره مخ و چې د اوکراین جنوبي ښار خرسون یې نیولی و او د هغه کورنۍ ته يې د وژلو ګواښ کړی و.

سټوټسکي ای اېف پي ته په مرکه کې وویل، "ما د ځان وژنې فکر کولو.

دغه اوکرایني چې په توقیف کې ۵۰ کاله عمر ته ورسيدو، وويل، "خو د خپلې کورنۍ په اړه فکر کولو ما ته دا اخلاقي ځواک راکړو چې دا ټول برداشت کړم."

وروسته له هغه چې د روسیې پوځ تېره هفته د اتو میاشتو اشغال وروسته پر شا تګ وکړو، په خرسون کې د سرغړونې، ناوړه چلند او شکنجه کولو کيسې راپورته کیږي.

سټوټسکي، چې په مرکزي خرسون کې یې په خپل کور کې له ای اېف پي سره خبرې کولې، وویل چې هغه دوه ځله ونیول شو او څو هفتې په توقیف کې وساتل شو چېرې چې هغه د روسیې او روس پلوه ځواکونو لخوا تړل شوی، وهل شوی او د بجلۍ کرنټ ورته ورکړل شوی و.

د اوکراین د ځمکني دفاع ځواک غړي، سټوټسکي، د مارچ په ۲مه د روسي پوځیان وليدل چې د خرسون ښار يې ونيولو.

د تور بحر د ستراتیژیک بندر د نیولو وروسته، هغه امرونه ترلاسه کړل چې په کور کې پاتې شي او لارښوونو ته انتظار وکړي. څو هفتې وروسته روسانو د کییف د خواخوږو نیول پېل کړل.

د اپرېل په ۲۵مه، روسان د سټوټسکي پسې راغلل چې د خپلې میرمنې او درې کلنې لور سره په کور کې و.

هغه وویل، "ما هغوی ته خپله وسله ورکړه ځکه چې هغوی زما د کورنۍ د وژلو ګواښ کولو.

روسانو د هغه مخ ته نقاب واچولو او هغه یې هغه ځای ته بوتلو چې د هغه په اند د هغه کور ته نږدې د پولیسو مرکز و.

په یوې خونه کې هغه د يوې کرسۍ پورې تړل شوی و او درېو یا څلورو کسانو د هغه څخه پوښتنې وکړې.

هغه وویل، "هغوی زه په برقي ډنډه ووهلم او زما په سر یې تومانچه یا ټوپک کيښودو. سټوټسکي په غوږونو او د سر په پورتنۍ برخه کې ګوزارونه ترلاسه کړل ځکه چې روسانو په ښکاره ډول هڅه کوله چې د نښې له پریښودو څخه ډډه وکړي.

نقاب پوش سړي -- چې هغه فکر کوو چې د روسیې د امنیتي خدماتو، FSB، غړي ول -- د هغه په کور کې د موندل شوې وسلې په اړه د کېمرې په واسطه پوښتنې وکړې.

روسانو د هغه د ګوتو نښې او د ډي اېن ای نمونه واخیسته. هغه د ښار پریښودو څخه منع شو او امر یې ورته وکړو چې د ماسکو له ځواکونو سره همکاري وکړي.

هغه د می په ۴مه خوشې شو، او پداسې حال کې په يو سړک باندې وغورځول شو چې د هغه مخ په نقاب سره پټ و.

'د زخمونو څخه ډک'

هغه وويل، "کله چې زه کور ته راغلم، زه په بشپړه توګه نیلي وم، زما وجود د زخمونو نه ډک و."

هغه ډاډ ترلاسه کړو چې میرمن او لور یې له ښاره وتلي، چې د زاپوریزیا ته نږدې د یوې چيک پوسټ څخه تېر شوي. زاپوريزيا د شمال ختیځ خرسون څخه نږدې ۳۰۰ کیلومتره (نږدې ۱۹۰ میله) لرې دی. هغه پخپله پاتې شو، او ویې ویل چې د وتلو په اړه يې ډېره ویره لرله.

هغه وویل، سټوټسکي د جولای په ۶مه یو ځل بیا ونیول شو، کله چې د مدني مقاومت غړي په ښار کې په زیاتیدونکي توګه فعال شول.

هغه په دې باور لري چې په دوهم ځل هغه د سپتمبر په وروستیو کې د صدر ولادیمیر پوتین لخوا د دونیتسک د خلکو جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د غړو لخوا ونیول شو.

دغو سړو سټوټسکي ته وویل چې دوی پوهیږي چې هغه نيول شوی و خو ویې ویل چې له هغه څخه سمې پوښتنې نه وې شوې.

هغه وویل چې هغه ته وويل شول، "اوس به تاسو موږ ته هر څه ووایئ، تاسو څوک پیژنئ او ستاسو وسلې چېرته دي."

هغه يادونه وکړه، "دوی زه د لومړيو پنځو يا شپږو ورځو لپاره ووهلم."

"دوی به په شپه کې زه خوب ته نه پريښودم. هر دوه ګهنټې به دوی زما خونې ته راتلل او زه به یې مجبورول چې پاسم او خپل نوم ووایم."

هغه به د یو پایپ سره لاس تړلی ناست و او څملاستلی به نشو.

هرکله چې د هغه زندان افسران د هغه خونې ته راننوتل، نو هغه به خپل سر باندې يوه کڅوړه کيښودله یا به د وهلو له خطر سره مخ کېدو.

یوه ورځ د پوښتنې لپاره یوې بلې خونې ته بوتلل شو.

په هرو درېو ورځو کې یو ځل خواړه

سټوټسکي وویل، "هغوی زما لاسونه او پښې وتړلې او زه یې په ځمکه څملولم. دوی زما وړو ګوتو ته کلیپونه وتړل."

"هغوی ما ته په داسې حال کې د بجلۍ کرنټ راکړو چې زه پر ځمکه پروت وم. ستاسو عضلات راټوليږي او په تاسو کې دننه هرڅه غښتل کيږي."

دغه اوکرایني وویل چې تشناب ته د لاسرسي اجازه په ندرت سره وه او هغه به د ځان آرامولو لپاره خالي بوتلونه کارول.

هغه وويل، په لومړي دوو هفتو کې به د هغه په متيازو کې وینه راتله. "زما ګردو ښه کار نه کولو."

هغه به په هرو درېو ورځو کې خواړه ترلاسه کول او باور لري چې هغه په توقیف کې شاوخوا ۲۵ کیلوګرامه (۵۵ پونډه) وزن له لاسه ورکړی و.

هغه زیاته کړه چې د خونو "په دیوالونو کې سوري" ول او ما به وکولی شول چې له نورو توقیفیانو سره خبرې وکړم ترڅو "زما دماغ خراب نشي."

هغه بالاخره د اګست په ۲۰مه خوشې شو.

دا ځل سټوټسکي د نیول کېدو له ویرې کور ته راستون نشو او د خپلوانو سره پاتې شو.

هغه وويل، چې دويم ځل د مرکزي دفتر په يوې پخوانۍ ودانۍ کې ساتل شوی و، چې په دروازه کې يې د جاپان، امريکا او اوکراين بيرغونه ځوړند وو.

د ای اېف پي یوې ډلې هڅه وکړه چې څلور پوړیزې ودانۍ ته چې په ۱۵ پيلف اورليک سټريټ کې يې موقعیت لرلو لاسرسی ومومي، خو مخه یې ونیول شوه.

په دروازه کې یو سړي د نورو جزیاتو له ورکولو پرته وویل، "څېړنه روانه ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500