امنیت

نړۍ پر اوکراین د پوتین غیرقانوني یرغل غندلی دی

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱مه یو فرمان لاسلیک کړو چې د اوکراین په ختیځ کې يې د روسیې په ملاتړ دوه جلا شوې سیمې د خپلواکه هېوادونو په توګه په رسمي توګه تسليم کړې. دې اقدام په نړیواله کچه غوسه راپارولې ده ځکه چې د کییف متحدین وايي چې دا د اوکراین پر وړاندې د جګړې د اعلان په مانا ده. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې صدر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱مه یو فرمان لاسلیک کړو چې د اوکراین په ختیځ کې يې د روسیې په ملاتړ دوه جلا شوې سیمې د خپلواکه هېوادونو په توګه په رسمي توګه تسليم کړې. دې اقدام په نړیواله کچه غوسه راپارولې ده ځکه چې د کییف متحدین وايي چې دا د اوکراین پر وړاندې د جګړې د اعلان په مانا ده. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنیک/ای اېف پي]

ماسکو -- نړیوالې ټولنې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین دا پریکړه غندلې چې د انتخاب او تیري غیرقانوني جګړه تعقیب کړي ځکه چې روسي سرتیري د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۲مه) په اوکراین باندې بريد کولو ته نږدې شوي.

د فشار زیاتولو لپاره په احتیاط سره په پلان شويو پیښو کې، پوتین د دوشنبې په ورځ اعلان وکړو او د یاغیانو تر کنټرول لاندې د دونیتسک او لوهانسک سیمو خپلواکي یې په رسمي توګه تسليم کړه او له دوی سره یې د "دوستۍ او دوه اړخیزه مرستې" تړونونه لاسلیک کړل.

د خپل دفتر څخه د غوسې څخه ډکه د ۵۶ منټو په تلویزیوني وینا کې، پوتین وویل چې اوکراین "د روسیې لخوا جوړ شوی هېواد دی". هغه وويل چې دا غلطه خبره ده چې شوروي اتحاد مات شي او اجازه ورکړي چې اوکراین او نور شوروي جمهوریتونه په خپله لاره لاړ شي.

د وینا څخه يو څو ګهنټې وروسته، پوتین د خپل دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بیلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمو کې د "سولې ساتلو دنده" په غاړه واخلي، چې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې مستقیم پوځي ښکیلتیا لپاره يې لاره هواره کړه.

په بیلاروس کې روسي ټانکونه د فبرورۍ په ۲۱مه د اوکراین پولې ته نږدې ښودل شوي دي. [د روسیې د دفاع وزارت]

په بیلاروس کې روسي ټانکونه د فبرورۍ په ۲۱مه د اوکراین پولې ته نږدې ښودل شوي دي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د لوهانسک په سیمه کې د اوکرایین تر کنټرول لاندې د ستانیتسیا لوهانسکا کلي اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۸مه د روسیې له ملاتړ لاندې د بېلتون غوښتونکو له خوا له ډزو وروسته د خپل کور څخه ملبه لرې کوي. [الیکسي فیلیپوف/ای اېف پي]

د لوهانسک په سیمه کې د اوکرایین تر کنټرول لاندې د ستانیتسیا لوهانسکا کلي اوسېدونکي د فبرورۍ په ۱۸مه د روسیې له ملاتړ لاندې د بېلتون غوښتونکو له خوا له ډزو وروسته د خپل کور څخه ملبه لرې کوي. [الیکسي فیلیپوف/ای اېف پي]

اوکرایني پوځیان د فبرورۍ په ۱۹مه د اوکراین په ختیځ کې د نوولوهانسکي له ښارګوټي بهر په لومړۍ کرښه کې ګشت کوي. د اوکراین پوځ په هغه ورځ وویل چې د دوی دوه سرتیري د روسیې تر ملاتړ لاندې بیلتون غوښتونکو سره په لومړۍ کرښه کې په بریدونو کې ووژل شول، چې په څه باندې یوه میاشت کې په شخړه کې لومړۍ مرګ ژوبله ده. [ایریس میسینیس/ای اېف پي]

اوکرایني پوځیان د فبرورۍ په ۱۹مه د اوکراین په ختیځ کې د نوولوهانسکي له ښارګوټي بهر په لومړۍ کرښه کې ګشت کوي. د اوکراین پوځ په هغه ورځ وویل چې د دوی دوه سرتیري د روسیې تر ملاتړ لاندې بیلتون غوښتونکو سره په لومړۍ کرښه کې په بریدونو کې ووژل شول، چې په څه باندې یوه میاشت کې په شخړه کې لومړۍ مرګ ژوبله ده. [ایریس میسینیس/ای اېف پي]

د اټکل له مخې، روسیه له مخکې نه د اوکراین په شاوخوا کې د ۱۵۰ زرو څخه تر ۱۹۰ زرو پورې سرتیري لري.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د سه شنبې په ورځ وویل، "موږ باور لرو چې د دې پریکړې سره، روسیه د اوکراین په وړاندې د نور پوځي تیري لپاره قانوني اساس جوړوي او په دې توګه د ټولو ممکنه نړیوالو مکلفیتونو څخه سرغړونه کوي."

هغه زیاته کړه، په ځواب کې کیف له روسیې سره د سفارتي اړیکو د پرې کولو په اړه غور کوي.

'د جګړې لپاره بهانه'

نړېوالو مشرانو په پراخه کچه د روسیې د دغه اقدام غندنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیتي شورا یوه بیړنۍ غونډه وکړه، چیرې چې د متحده ایالاتو سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ وویل چې د پوتین وینا "د کرکې، دروغو ادعاوو لړۍ" ده چې موخه یې "د جګړې لپاره بهانه جوړول" دي.

هغې وویل "هغه دوی د سولې ساتونکو په توګه يادوي. دا فضول خبره ده. موږ پوهیږو چې دوی واقعي څه دي."

متحده ایالاتو ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې روسیه د اوکراینیانو يو لیست لري چې د برید په صورت کې به "ووژل شي یا به کېمپونو ته واستول شي".

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو لپاره د ملګرو ملتونو نايب سيکريټري جنرل روزمیري ډی کارلو د خپل "افسوس" څرګندونه وکړه چې د اوکراین ختیځ ته د روسي ځواکونو د استولو لپاره امر ورکړل شو.

هغې وویل، "راتلونکي ساعتونه او ورځې به مهمې وي." "د لویې جګړې خطر حقیقي دی او باید په هر صوروت یې مخنیوی وشي."

د برتانیې سفیر باربرا ووډ ورډ وویل، "روسیې موږ د جګړې څنډې ته راوستي يو. موږ له روسیې څخه غواړو چې خپله پريکړه بېرته واخلي."

د کینیا مارټین کیماني په ګوته کړه چې ډېر هېوادونه "د امپراتورۍ له پای ته رسیدو سره جوړ شوي" او د تېرو سرحدونو لپاره يې د "وطن د خطرناکې يادونې" پروړاندې په اقدام ټينګار وکړو.

جرمني اعلان وکړو چې دا به له روسیې څخه د نورډ سټریم ۲ ګاز پایپ لاین اجازه ور نه کړي او ويې وویل چې اروپايي اتحادیه به "قوي او پراخه" اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د ايټاليا وزير اعظم ماريو دراغي وويل، "دا د اوکراين د جمهوري حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د نه منلو وړ سرغړونه ده."

د ترکیې صدر رجب طیب اردوغان هم د پوتین دا اقدام "د نه منلو وړ" بللی دی.

د آیرلینډ د اروپا وزیر توماس بایرن وویل، "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې که هر څه پیښیږي چې روسیه یقیناً درد محسوس کړي ... او دا به پیښ شي."

د برتانیې وزیر اعظم بوریس جانسن د پوتین دا اقدام "د اوکراین له ملي حاکمیت او بشپړتیا څخه ښکاره سرغړونه" وبلله او د بهرنیو چارو وزیر سره يې پر روسیې د نویو بندیزونو ژمنه وکړه.

د اروپايي اتحادیې مشرانو اروسولا وان دیر لاین او چارلس میشل ژمنه وکړه چې دغه بلاک به "په دې غیرقانوني عمل کې د ښکېلو کسانو پروړاندې د بندیزونو سره خپل غبرګون وښيي".

د متحده آيالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د پوتین وینا "د یو خپلواک او آزاد اوکراین پر مفکورې برید" وګڼلو.

دغه چارواکي د تیلیفوني خبرو له لارې خبریالانو ته وویل، "هغه روښانه کړه چې هغه اوکراین ته په تاریخي ډول د روسیې د یوې برخې په توګه ګوري، او هغه د اوکراین د ارادې په اړه ګڼ شمیر غلطې ادعاګانې وکړې چې داسې بریښي چې دا ادعاګانې د احتمالي پوځي اقدام توجیه کولو لپاره جوړې شوی وې."

"دا د روسیې خلکو ته د جګړې توجیه کولو وینا وه."

د استونیا صدر الار کاریس په کییف کې، چېرته چې هغه د زیلینسکي سره د پیوستون لپاره سفر وکړو، وویل، "صدر پوتین به راتلونکو نسلونو ته د خپلو تاوتریخجن کړنو ځواب ورکړي."

د اوکراین سفیر سرګي کیسلیتس ټینګار وکړو چې د روسیې له اقداماتو سربېره د هغه د هېواد پولې "د بدلېدو وړ" نه دي.

چینایي ناکراري

حتی بیجینګ، چې مخکې یې په اوکراین کې د روسیې د موخو ملاتړ کړی، د سه شنبې په سهار د دې مسلې په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه.

پوتین او د چین صدر شي جین پینګ په بیجینګ کې د ژمني المپیک په موقع د ملګرتیا تړون لاسلیک کړو چې "هيڅ حد نلري".

دوی له غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، "د همکارۍ هیڅ 'منع شوي' ساحې شتون نلري."

خو د اولمپیک لوبو پای ته له رسیدو سره، دا حدونه تر ازموينې لاندې راغلي، پداسې حال کې چې پوتين په اوکرایین کې پرمختګ کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د سه شنبې په ورځ د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره په تیلیفوني اړیکه کې -- د روسیې د ذکر کولو پرته -- پر ټولو خواوو غږ وکړو چې د ملګرو ملتونو د منشور اصول تعقيب کړي چې د غړو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه کوي.

د وانګ دا څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د چین د استازي جانګ جون له هغو څرګندونو وروسته وشوې چې د روسیې د دریځ په اړه يې اندېښنه په ګوته کړه.

هغه وویل، "ټولې خواوې باید له زغم څخه کار واخلي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې کړکېچ ته لمن وهي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500