تروريزم

د داعش بریدونه په ۲۰۲۱ کال کې کم شوي، خو الازهر د ډلې د 'ډرون' ستراتیژۍ خبرداری ورکوي

د ولید ابو الخیر لخوا

یو سړی د اپرېل په ۲۴مه د عراق په سویلي ذی قار صوبه کې ناصریه ښار ته نږدې د لمر د راختو په وخت کې ډرون الوځوي. [اسد نیازي/ای اېف پي]

یو سړی د اپرېل په ۲۴مه د عراق په سویلي ذی قار صوبه کې ناصریه ښار ته نږدې د لمر د راختو په وخت کې ډرون الوځوي. [اسد نیازي/ای اېف پي]

قاهره -- "د عراق او سوریې اسلامي دولت " (داعش) لخوا په ۲۰۲۱ کال کې په عراق، سوریه او مصر کې د ادعا شویو بریدونو شمېر کم شوی، حتی چې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې ډلې ناوړه ارادې هغه شان دي او دا چې دا په دوامداره توګه یو ګواښ دی.

د افراطیت سره د مبارزې لپاره د مصر د الازهر د څارنې مرکز په وینا، داعش د نويو بریدونو د پلان کولو او ترسره کولو لپاره د بې پیلوټه الوتکو (يوا ای ويز)، چې عموماََ د "ډرون په نامه پيژندل کيږي، په شمول د تخنیکي پرمختګونو څخه کار اخلي.

د منځني ختیځ ماهر کول بنزیل د دسمبر په ۱۰مه په ۲۰۲۱ کال کې د داعش د وضعيت په اړه د ویلسن سنټر په یو راپور کې وویل، "د بریدونو د شمېرو او تلفاتو په نظر کې نیولو سره، د تېر کال په پرتله د رجحان کرښې یو څه کمې شوې، خو دومره نه دي کمې شوي چې دا باور رامینځته کړي چې د اوبو چپه په شا روانه ده."

په دغه راپور کې ویل شوي، په عراق کې، دغې ډلې تر دې دمه په هره میاشت کې د ۸۷ بریدونو او ۱۴۹ تلفاتو ادعا کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې په اوسط ډول په میاشت کې د ۱۱۰ بریدونو او ۲۰۷ تلفاتو په پرتله کم شوي دي.

یو اروپايي وفد په قاهره کې د الازهر د څارنې مرکز څخه لیدنه کوي ترڅو د افراطیت سره د مبارزې لپاره د دې د هڅو په اړه معلومات ترلاسه کړي. [د افراطیت سره د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

یو اروپايي وفد په قاهره کې د الازهر د څارنې مرکز څخه لیدنه کوي ترڅو د افراطیت سره د مبارزې لپاره د دې د هڅو په اړه معلومات ترلاسه کړي. [د افراطیت سره د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

د داعش د پروپاګند ویډیو یو سکرین شاټ د دې ډلې یو عنصر ښیي چې څنګه د اروپا په خاوره کې د بریدونو لپاره د لومړني میتودونو په کارولو سره چاودیدونکي توکي تيارې کړي. [د افراطیت سره د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

د داعش د پروپاګند ویډیو یو سکرین شاټ د دې ډلې یو عنصر ښیي چې څنګه د اروپا په خاوره کې د بریدونو لپاره د لومړني میتودونو په کارولو سره چاودیدونکي توکي تيارې کړي. [د افراطیت سره د مبارزې لپاره د الازهر د څارنې مرکز]

دغه راپور وویل، "دا کموالی د څه حده پورې هڅونکی دی، خو دا لا تر اوسه د بریدونو لوړه شمېره ده."

ځینې بریدونه د نورو په پرتله خورا پیچلي او وژونکي وو، لکه د جولای په ۱۹مه يو ځانمرګی برید چې د لوی اختر څخه مخکې په بغداد کې په یو مصروف بازار کې شوی و، چې لږ تر لږه ۳۶ کسان پکې وژل شوي ول.

د ویلسن سنټر د راپور له مخې، په سوریه کې، داعش سږ کال تر دې دمه په اوسط ډول د ۳۱ بریدونو او ۷۴ تلفاتو ادعا کړې، چې په ۲۰۲۰ کال کې په هره میاشت کې د ۴۵ بریدونو او ۹۵ تلفاتو په پرتله کم شوي دي.

په مصر کې، چېرې چې د داعش سره تړلې انصار بیت المقدس په سینا ټاپووزمه کې فعاله ده، دې ډلې په ۲۰۲۱ کال کې په اوسط ډول د نهو بریدونو او ۱۷ تلفاتو ادعا کړې چې په ۲۰۲۰ کال کې په هره میاشت کې د ۱۶ بریدونو او ۴۰ تلفاتو په پرتله کم شوي دي.

د 'ډرون' ستراتیژي

د الازهر د څارنې مرکز د نومبر په ۲۹مه د داعش لخوا د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو او د نويو پیروانو د استخدام لپاره د تخنیکي پرمختګونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه خبرداری ورکړو.

دغه د څارنې مرکز د هغو راپورونه څارنه کوي، ترجمه او تجزيه يې کوي کوم چې د افراطي ډلو لخوا خپاره شوي وي، او د هغو څیړنیزو مرکزونو د راپورونو څارنه کوي کوم چې د افراطيت مطالعه کوي.

د څارنې مرکز وویل، د داعش د نویو وسیلو په منځ کې تر ټولو مهم د خپلو بریدونو په پلانولو او ترسره کولو کې د ډرون کارول دي.

دغه مرکز وويل، "دا اړینه ده چې د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو په اړه د ټیکنالوژیکي پرمختګونو نږدې څارنه وشي، ترڅو دا معلومه کړي چې دوی څنګه دې ډلو ته رسیږي."

د څارنې مرکز وویل، دا هم اړینه ده چې د امنیتي عملیاتو او د پوهاوي د کمپاینونو له لارې په ترهګرو ډلو فشار ته دوام ورکړي، ترڅو احتمالي قربانیان د هغوی د جعلي ګمارنې میتودونو په لاس ورتلو نه منع شي.

شیخ عبدالطاهر شهاتا، چې د الازهر يونيورسټۍ د شرعیاتو په څانګه کې درس ورکوي، وویل چې دا بیان "د الازهر يونيورسټۍ د لیوالتیا یوه برخه ده چې د ترهګرو او افراطي ډلو په ځانګړي ډول د داعش د خطرونو په اړه پوهاوی خپور کړي".

هغه وویل، د داعش "ګواښ لا هم موجود دی". "له بده مرغه، دا ډله لا هم داسې پیروان لري چې ایډیالوژۍ او ذهنونه یې په زهرو ککړ شوي او ممکن د دې ډلې لپاره ترهګریز بریدونه ترسره کړي."

د یوازې لیوه بریدونه

د ستراتیژۍ شنونکی او د ترهګرۍ ډلې متخصص یحیی محمد علي وویل، "د داعش پر وړاندې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې."

هغه وویل، "په اوسني وخت کې د هغې سره مقابله په سوریه او عراق کې د پخوانیو جګړو په پرتله خورا ستونزمنه ده، ځکه چې دا نور په ځمکه کې ریښتیني قوي مرکزونه نلري او اوس په بشپړه توګه د انفرادي اشخاصو لخوا په ترسره شويو بریدونو باندې تکيه کوي."

علي یادونه وکړه چې د بریدونو ډول ممکن له یوې سیمې څخه بلې ته توپیر ولري.

په سوریه، عراق او ځینو افریقایي هېوادونو کې دا ډله کېدای شي په سوداګریزه توګه موجود بې پیلوټه الوتکې وسلې یا د لاس جوړ شويو چاودیدونکو توکو (آی اي ډيز) څخه کار واخلي.

هغه وویل، بریدونه ممکن د دوو یا درېو عناصرو د کوچنیو ډلو لخوا ترسره شي.

هغه وویل، د داعش د نوې ستراتیژۍ سره د مقابلې لپاره په دې وخت کې استخباراتي کار مهم دی. هغه زیاته کړه چې دا باید د پوهاوي لوړولو د هڅو سره یوځای شي، ترڅو خلک دې ته اړه شي چې د هر ډول مشکوک فعالیت په اړه راپور امنیتي چارواکو ته ورکړي.

د پوهاوي خپرول

د الازهر يونيورسټۍ د شرعیاتو د څانګې پروفیسور عبدالنبي بکر وویل، داعش پوه شوی چې "په ځمکه کې د پوځي بریاوو د ترلاسه کولو توان نه لري، او له همدې امله به یې بریدونه محدود وي خو متمرکز به وي".

هغه وویل، د نورو بریدونو سره، دا به هڅه وکړي چې په ځانګړې توګه په منځني ختیځ، اروپا او ځینو افریقایي هېوادونو کې د بې ثباتۍ د رامنځته کولو لپاره ويره رامينځته کړي او امنیت ته زیان ورسوي.

هغه زياته کړه، نو ځکه، "دا مهمه ده چې د الازهر ادارې د ترهګرۍ سره د مبارزې کار ته په ځانګړې توګه دوام ورکړي، ځکه چې دا د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې جګړې سره په ګډه کار کوي.

هغه وویل، "الازهر په مصر او نړۍ کې یو مخکښه اداره ده، او هغه څه چې خپروي ... په پراخه او لويه کچه د خلکو لخوا منل کيږي."

بکر وویل، ایډیالوژیکي جګړه چې الازهر يې د افراطي افکارو او فتواګانو سره د مقابلې لپاره په خپلو ټولو وسیلو او وړتیاوو سره کوي، پايلې ورکول پيل کړي دي.

هغه وویل، دې مسلو ته په پام سره، الازهر "د دې ډلو او په ځانګړې توګه د داعش په وړاندې پوهاوی زیاتوي، او د افراطیت او ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د مصر، سیمه ایزو او نړیوالو هڅو سره یوځای کيږي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500