دین

پوپ او ستر مسلمان عالم د عقیدې د آزادۍ او زغم غوښتنه کوي

ای ايف پي

پوپ فرانسس او د الازهر جومات ستر امام شیخ احمد الطيب پر یو بل سلام اچوي، په داسې حال کې چې دوی د فبرورۍ په ۴ مه په ابوظهبي کې د بشري رورولۍ په غونډه کې د اسنادو تبادله کوي. [وینسنزو پينټو/ای ايف پي]

پوپ فرانسس او د الازهر جومات ستر امام شیخ احمد الطيب پر یو بل سلام اچوي، په داسې حال کې چې دوی د فبرورۍ په ۴ مه په ابوظهبي کې د بشري رورولۍ په غونډه کې د اسنادو تبادله کوي. [وینسنزو پينټو/ای ايف پي]

ابو ظهبي، متحده عرب امارات -- پوپ فرانسس او یو لوړ مسلمان عالم په لومړي ځل د کيتهولک چرچ مشر د اسلام د زيږيدنې ځای -- جزيره نما عرب -- ته د سفر په دوران کې د عقيدې د آزادۍ په اړه يو ګډ بيان خپور کړو.

پوپ، چې په خپل دور کې يې د مسلمان ټولنو سره اړيکې جوړې کړې دي، د فبرورۍ په ۳-۵ مه متحده عرب اماراتو (يو ای اي) ته د دريو ورځو يو تاريخې سفر وکړو.

د ابوظهبي د لوبو اصلي ميدان د فبرورۍ په ۵ مه د ویټيکن د زيړو او سپينو جهنډو نه ډک و، په داسې حال کې چې پوپ فرانسس په ګرمه رڼا کې راغې چې په خلاص ميدان کې د کيتهولک په لسګونو زرو کسانو مشري وکړي.

له ۱۳۵،۰۰۰ نه زیات عیسایان په متحده عرب اماراتو کې د کليساګانو د سيمو نه له خوشحالې سره راووتل، په داسې حال کې چې پوپ زید سپورټس سټي سټیډیم ته په ګاډي کې روان و. څلور زره مسلمانانو هم په دغه هجوم کې ګډون وکړو.

پوپ فرانسس د فبرورۍ په ۴ مه په ابو ظهبي کې د متحده عرب اماراتو د نايب صدر او وزير اعظم راشد المختوم سره يو ځای يو ستر ميلمه ته پخير راغلی وايي. [وینسنزو پينټو/ای ايف پي]

پوپ فرانسس د فبرورۍ په ۴ مه په ابو ظهبي کې د متحده عرب اماراتو د نايب صدر او وزير اعظم راشد المختوم سره يو ځای يو ستر ميلمه ته پخير راغلی وايي. [وینسنزو پينټو/ای ايف پي]

دا هجوم په متحده عرب اماراتو کې په لومړي ځل د عامه خلکو يوه لویه غونډه وه.

مخکيني پوپ، جان پال ۱۱، په ۱۹۸۱ کې پاکستان ته سفر کړی و.

'د سولې لپاره ورورولي'

د فبرورۍ په ۴ مه، پوپ په ابوظهبي کې د شیخ احمد الطیب سره خبرې اترې وکړې. شيخ احمد الطيب د الازهر جومات لوی امام دی. الازهر جومات په قاهره کې د سني اسلام د زده کړې معتبر مرکز دی.

دوه مذهبي مشرانو د "نړۍ سولې او د ژوند لپاره د انساني ورورولۍ" په اړه یو سند لاسلیک کړو چې ویټيکن دا د "عیسایانو او مسلمانانو تر منځ د خبرو اترو په برخه کې يو مهم ګام" وګڼلو.

دوی د "عقیدې د ازادۍ"، "د زغم کلتور ته وده ورکولو"، "د عبادت ځایونو د خونديتوب" او "د اقلیتونو لپاره د بشپړ تابعیت"حقونو غوښتنه وکړه.

په دغه سند کې راغلي، "دا ډيره مهمه ده چې په خپلو ... ټولنو کې د بشپړ تابعیت مفهوم واضح کړو او په امتيازي توګه د 'اقلیتونو' اصطلاح کارول رد کړو، کوم چې د يوازيتوب او د احساس کمترۍ احساسات رامنځته کوي."

په دغه بيان کې وويل شو، "آزادي د هر چا حق دی: هر فرد د عقیدې، فکر، بیان او عمل آزادي لري" او "کثرتیت او د مذهبونو تنوع، رنګ، جنس، نسل او ژبې د الله په مرضۍ رامنځته شوي دي."

دغه سند څرګنده کړه، "دا حقیقت چې خلک مجبوره دی چې د یو ځانګړي دین یا کلتور تعقیب وکړي، او د ژوند کلتوري لاره پلي کول، چې نور یې نه مني، بايد رد شي."

پوپ د فبرورۍ په ۵ مه روم ته بيرته د تلو په دوران کې په جهاز کې وويل، "دا سند له زيات غور او دعا سره تيار کړی شوی و."

هغه وويل، "زما لپاره، اوس مهال یوازې یو لوی خطر دا دی: زموږ تر مینځ تباهي، جګړه او نفرت. او که موږ عقيده لرونکي کسان د یو بل سره د مرستې کولو او د یو بل منلو توان ونه لرو... نو زموږ ايمان به مات شي."

هغه وويل، "ما د ډیرو مسلمانانو څخه اوریدلي چې په يونيورسټو کې، لږ تر لږه په الازهر کې، یقیناَ، او په سکولونو کې به د دې مطالعه وشي. د دې به مطالعه وشي او دا به مسلط نه شي."

د جنګ ردول يوه دیني دنده

پوپ فرانسس د بین المذاهب هم آهنګۍ په يوې غونډه کې، چې شیخ احمد او د متحده عرب اماراتو مشرانو په کې ګډون کړې و، یو خطاب وکړو او هغه په دغه خطاب کې وویل، د ټولو مذهبي مشرانو دا مذهبي دنده ده چې د "جنګ" لفظ هر يو تایید نه انکار وکړي."

د ابوظهبي تاج شهزاده شیخ محمد بن زید النهيان د فبرورۍ په ۴ مه د ځمکې لپاره پوپ ته يوه معاهد ورکړه، چيرته چې په متحده عرب اماراتو کې لومړی چرچ په ۱۹۶۵ کې جوړ شوی و.

د فبرورۍ په ۵ مه، هغه وویل چې هغه په ابوظهبي کې د ابراهیمي کورنۍ کور جوړولو حکم ورکړې چې د دواړو مشرانو تاریخي سفر ياد وساتي.

پوپ فرانسس په بدل کې هغه ته يو مډل ورکړو چې په ۱۲۱۹ کې د آسيسي سينټ فرانسس -- چې د دغه پوپ په څير نوم لري -- او د مصر سلطان، ملک ال کامل ترمنځ د غونډې يادونه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500