ځوانان

پاکستان د کمزوري او حساس ماشومانو د ساتنې لپاره په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو لومړۍ محکمه جوړوي

د عديل سعيد لخوا

په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د ساتنې لومړۍ محکمې بهرنې منظر، چې د اګست په ۸مه جوړه شوې ده. [عالمګیر خان]

په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د ساتنې لومړۍ محکمې بهرنې منظر، چې د اګست په ۸مه جوړه شوې ده. [عالمګیر خان]

پېښور -- د خېبر پښتونخواه په ضم شويو قبایلي سیمو کې د ماشومانو د ساتنې لومړۍ محکمه (سي پي سي) د حکومت د هڅو د یوې برخې په توګه پرانيستل شوه چې د خطر سره مخ شوي ماشومان خوندي وساتي.

په مهمند ضلعه کې دا اداره، چې په خېبرپښتونخواه کې د خپل ډول څلورمه اداره ده، د پېښور هایي کورټ (پي اېچ سي) چيف جسټس، جسټس وقار احمد سیټ لخوا د اګست په ۸مه په رسمي ډول پرانستل شوه. لومړۍ ورته محکمه په ۲۰۱۹ کال کې په پېښور ضلعه کې جوړه شوې وه. .

دا ځانګړې محکمې رنګين دیوالونه، انځورونه، لوبتکې، کتابونه، صوفې او کرسۍ لري چې د ماشومانو لپاره دوستانه چاپیریال وړاندې کړي.

سیټ وویل، د ۱۴ کالو نه کم عمر لرونکي ماشومان د پاکستان د نفوس نږدې ۳۵٪ دي، او دا به ناسمه وي چې د ټولنې د دومره لويې برخې سوکالي له پامه وغورځول شي.

چارواکي د اګست په ۸مه د مهمند ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د ساتنې د محکمې پرانيسته کوي. [عالمګیر خان]

چارواکي د اګست په ۸مه د مهمند ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د ساتنې د محکمې پرانيسته کوي. [عالمګیر خان]

په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د ساتنې په لومړۍ محکمې کې د ماشومانو لپاره جوړه شوي يوه کمره د اګست په ۸مه ښودل شوې ده. [عالمګیر خان]

په قبایلي ضلعو کې د ماشومانو د ساتنې په لومړۍ محکمې کې د ماشومانو لپاره جوړه شوي يوه کمره د اګست په ۸مه ښودل شوې ده. [عالمګیر خان]

د اګست په ۸مه د مهمند ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د ساتنې په محکمه کې د محکمې خونې دننه منظر. [عالمګیر خان]

د اګست په ۸مه د مهمند ضلعې په غلنۍ کې د ماشومانو د ساتنې په محکمه کې د محکمې خونې دننه منظر. [عالمګیر خان]

په اسلام آباد کې دېره يو غير دولتي سازمان ساحل، چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي، په ۲۰۱۹ کال کې په يو راپور کې وويل، په پاکستان کې هره ورځ تقريباََ د اتو ماشومانو سره ناوړه چلند کیږي.

د ساحل له مخې، په ۲۰۱۹ کال کې، د پاکستان په ټولو څلورو صوبو کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند ۲،۸۴۶ کېسونه راپور شوي دي.

نا معلوم شمیر کېسونه نه راپور کيږي.

د پي اېچ سي رجسټرار خواجه وجيح الدين وويل، د دې محکمو موخه د ماشومانو ساتنه ده چې په محکمو کې د ماشومانو او همدارنګه د تنکي قيديانو سره د تيري، ناوړه چلند او غفلت لپاره وي.

خېبرپښتونخواه له ډیرې مودې راهیسې د افراطیت او تروریستي فعالیتونو د یو مرکز په توګه پاتې شوې ده، او افراطیانو هڅه کړې چې په آخرت کې د يو غوره ژوند له ژمنو سره بېوزلي او محرومه شوي ماشومان په ځان وژونکي بریدګرو بدل کړي.

په سم لورې یو ګام

په پاکستان کې، د ماشومانو د ساتنې محکمو ټولټال شمیر اوو ته رسيدلی، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت په پام کې لري چې په نږدې راتلونکي کې په خېبرپښتونخواه کې درې نورې محکمې جوړې کړي.

هغه وویل، تر دې دمه په خېبرپښتونخواه کې محکمو ۱۱۴۰ کېسونه حل کړي، چې د ماشومانو سره يې تړاو لرلو. په دې کې ۹۳٪ د هلکانو او ۷٪ کېسونو د جينکو سره تړاو لرلو. تقريباََ ۲۰۲ د ناوړه چلند یا استحصال تنکي قربانیان په دې محکمو کې حاضر شول، چې ۷۹٪ په کې هلکان او ۲۱٪ په کې جينکۍ وې.

د ماشومانو د حقونو فعالانو، وکیلانو او د مدني ټولنې غړو د دې محکمو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به ماشومان د هر ډول ناوړه چلند، استحصال او تاوتریخوالي نه خوندي وساتي.

ویلیري خان يوسفزۍ، چې د ګروپ ډیولپمنټ پاکستان ايګزيکيټيو ډايريکټره ده، د دې هڅې ستاينه وکړه. دا هغه سازمان دی چې د ماشومانو د ساتنې لپاره کار کوي او په پاکستان کې يې د ماشومانو د ساتنې د محکمو په جوړولو کې مرسته وکړه.

هغې د اګست په اتمه په پېښور کې په انلاین افتتاح کې رسنیو ته وویل، د ماشومانو د ساتنې محکمو جوړول ماشومان د استحصال او ناوړه چلند نه د ساتنې په لور یو ګام دی.

هغې زیاته کړه چې د ماشومانو لپاره د محکمو په جوړولو او د تنکي قيديانو سره د مرستې په برخه کې د حکومت غبرګون د ټولنې لخوا ډير ستايل شوی دی.

په خېبرپښتونخواه کې د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وویل، ماشومان د استحصال او ناوړه استفادې د خطر سره زیات مخ دي لکه څنګه چې په هیواد کې له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۶ کال پورې د يوې عشرې په موده کې د اورپکۍ په دوران کې ليدل شوې ده.

په دغه وخت کې، افراطيانو د خپلو اهدافو د پوره کولو لپاره ګڼ شمیر تنکي ځوانان وروزل.

هغه زیاته کړه چې د دې محکمو جوړول به د دغه ډول ناوړه چلند په مخنیوي او د ځوانانو لپاره په خوندیتوب برابرولو کې مرسته وکړي.

خوندیتوب او امنیت

د پښتونخواه د مدني ټولنې شبکې، چې د هغه سازمانونو یوه ډله ده چې د وګړو د حقونو د خوندي کولو لپاره کار کوي، کوآرډينيټر تیمور کمال وویل، په نويو ضم شویو ضلعو کې د ماشومانو د ساتنې د محکمو جوړول "یوه مهمه لاسته راوړنه" ده.

کمال وویل، د ماشومانو سره د ناوړه چلند راپورونه په هیواد کې مخ په ډیریدو دي او د ماشومانو د ساتنې لپاره دا ډول ادارې ډیره اړتیا لري.

په ضم شويو ضلعو کې دا ډول ادارې خورا مهمې دي ځکه چې وسله والو د هیواد په مختلفو برخو کې ګڼ شمیر هلکان تښتولي وو او دغه سیمو ته یې رسولې ول.

هغه وویل، تښتونکو ضم شوي ضلعې د خوندي ځای په توګه استعمالولی، په داسې حال کې چې د هلکانو د خوندي راستنېدو لپاره يې د پیسو غوښتنه کوله.

کمال وویل، سربیره پردې، افراطیانو دا سیمه د يو مرکز په توګه استعمالوله چې ځوانان وروزوي او هغوی په ځانمرګي بريدګرو بدل کړي.

هغه زیاته کړه چې په مهمند کې د ماشومانو د ساتنې محکمه جوړول به په سیمه کې د ماشومانو د خوندیتوب او ساتنې په يقيني کولو کې مرسته وکړي، او دا ډول محکمې باید د ضم شويو سیمو په هرې ضلعه کې فعالیت وکړي.

مهمند ته څېرمه د باجوړ ضلعې يو اوسیدونکي رازمحمد وویل، "زموږ په سیمه کې قانوني سيسټم دومره موثره نه دی، چې هغه مجرمین راجلب کوي چې غواړي له دوی څخه ناوړه ګټه پورته کړي او په ناوړه کارونو کې بوخت شي."

هغه وویل، د خېبرپښتونخواه سره د د پخوانۍ قبایلي سیمې یوځای کیدو او د آييني ادارو جوړولو سره، دا ډول ظالمانه کړنې په کميدو دي.

هغه هیله څرګنده کړه چې د ماشومانو د ساتنې محکمې به د پخوانیو قبایلي سیمو په شمول په هیواد کې د ماشومانو سره د ناوړه چلند د کچې په کمولو کې مرسته وکړي، او ماشومان به د هغه کسانو نه خوندي وساتي چې د هغوی استحصال کوي او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500