ټولنه

خېبرپښتونخواه د قانوني اصلاحاتو د برخې په توګه د ماشومانو د خوندیتوب دوه نور عدالتونه پرانیستې دي

د جاويد خان لخوا

په پېښور کې د ماشومانو د ساتنې عدالت د اکتوبر په ۶ مه ښودل شوی دی. [د جاوید خان نه په مننه]

په پېښور کې د ماشومانو د ساتنې عدالت د اکتوبر په ۶ مه ښودل شوی دی. [د جاوید خان نه په مننه]

پېښور - پاکستان د هغه ماشومانو د زياتې ساتنې لپاره مختلف قانوني اصلاحات کوي کوم چې د خطر سره مخامخ دي او د ماشومانو د خوندیتوب نوي عدلتونه (سي پي سيز) پرانیستل د دې هڅې یوه برخه ده.

تیره مياشت، د پېښور هایي کورټ (پی ایچ سي) چيف جسټس وقار احمد سیت په مردان او ایبټ آباد کې د ماشومانو د خوندیتوب دوه نوې عدلتونه پرانیستل.

لومړی ورته عدالت په مارچ کې په پېښور کې پيل شو. خېبرپښتونخواه په پاکستان کې لومړۍ صوبه ده چې د ماشومانو د خونديتوب عدالاتونه لري.

د روانې اندیښنې يوه برخه د هغه افراطیانو له کبله رامنځته کيږي چې د مرګ نه وروسته د ښه ژوند له ژمنو سره د بېوزلو او له پامه غورځول شويو ماشومانو نه ځان وژونکي بریدګر جوړوي. او همدارنګه په ساده ډول د دې مقصد لپاره دوی تښتوي.

ځانګړې عدالتونه رنګارنګ دیوالونه، نقاشیان، لوبتکې، کتابونه، صوفې او کرسۍ لري چې د ماشومانو لپاره مناسب چاپیریال وړاندې کړي. کارکونکو د عدالت نه بهر په پراخه غولې کې ټالونه نصب کړي دي.

خواجه وجيح الدین، چې د پي ايچ سي رجسټرار، د اکتوبر په ۵ مه خبريالانو ته وويل، "د ماشومانو د خوندیتوب ځانګړې عدالتونه جوړ شوي چې د ماشومانو د انصاف نظام قانون ۲۰۱۸، د خیبرپښتونخواه د ماشومانو د خوندیتوب او فلاحي قانون ۲۰۱۰ او د پاکستان د اساسي قانون له مخې د ماشومانو لپاره په چټکۍ سره او اسان انصاف وړاندې کړي."

پي ايچ سي ايډيشنل ډسټرکټ او سيشن جج فريال ضياء په مردان کې د سي پي سي او سيد افتخار خان په ايبټ اباد کې د عدالت د مشرۍ لپاره ټاکلي دي.

يو بوخت عدالت

هغه وویل، د مارچ له میاشتې راهیسې، ۲۴۳ ماشومان په پېښور کې عدالت ته حاضر شوي دي، چې ۱۳۷جنايي قضیې یې اوریدلې دي. دغه عدالت ۷۷ ماشومانو ته ضمانت ورکړو، ۱۰ تورن کسانو ته يې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي په تور سزا واوروله او ۱۶ تنکي سرغړونکي یې خوشې کړل.

هغه وویل، چارواکي "په منظم ډول ... لیدنه کوي چې په ټوله خېبر پښتونخواه کې په لویو جيلونو کې تقریباً د ۶۴ تنکي قيديانو حالت وڅاري."

وجيح الدين وويل، "عدليه ژمنه لري چې په لومړي پړاو کې د ټولو ډويژنونو په مرکزونو کې د ماشومانو لپاره ځانګړې عدالتونه جوړ کړي، په داسې حال کې چې په راتلونکي پړاو کې به دا ډول عدالتونه په ټولو ضلعو کې جوړ شي."

په پېښور کې د ماشومانو د حقوقو فعال عمران ټکر وویل، "دولس ايډيشنل ډسټرکټ او سيشن ججان او ۱۲ سول ججان د ماشومانو د حقونو او د ماشومانو د انصاف په برخه کې د ډلې پرمختیا پاکستان لخوا په ځانګړي توګه روزل شوي دي."

هغه وویل، د سي پي سيز لوی رول دا دی چې د تاوتریخوالي، ناوړه چلند، استحصال او غفلت څخه د ماشومانو ساتنه یقیني کړي.

د اسلام آباد ویلیري خان، چې د ډلې پرمختیا پاکستان ايګزيکيټيو ډايريکټر دی، په مردان کې د پرانیستې نه وروسته وویل، "د خېبر پښتونخواه عدليه په پاکستان کې تر ټوله ښه ده ځکه چې دې نه یوازې د تنکي ماشومانو انصاف نظام قانون ۲۰۱۸ پلي کړی دی، بلکې د ماشومانو د خوندیتوب نور قانونونه يې هم پلي کړي دي."

هغې وویل، د ماشومانو عدالت له ملي او نړیوالو قانوني مکلفیتونو سره سم تاريخې کوششونه کوي چې ماشومان له توقیف او ثانوي استحصال نه لرې وساتي.

خان وویل، "په داسې حال کې چې نور همکاران، د پولیسو، د وکيلانو د اتحاديې او حکومتي څانګو په ګډون د ماشومانو د ساتنې په هڅو کې ښکيل دي، خو د ماشومانو د حقونو په پلي کولو کې د عدليې رول ډير مهم دی."

هغې زیاته کړه چې دا ډول عدالتونه به د ملي عدالتي (پالیسۍ جوړولو) کمیټۍ د پریکړې سره سم د نورو صوبو په مرکزي ښارونو کې هم جوړ شي.

په اسلام آباد کې د ماشومانو د حقوقو فعال ارشد محمود وويل، "موږ د ماشومانو د ساتنې یو اغیزمن نظام ته اړتیا لرو چې پکې قانون، پالیسۍ، روزل شوي دندې ترسره کونکي، د همکارانو تر منځ همغږي کول، ځواب ورکونکې ټولنې، د بجټ تخصیص او د ماشومانو سره د ناوړه چلند په مخنيوي کې د ماشومانو برخه اخيستل شامل وي."

محمود وویل، "مخنیوی تر ټولو زيات اهمیت لري."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500