ځوانان

په سوات کې يوه یتیم خانه د ترهګرۍ ځوان قربانیانو ته نوی ژوند ورکوي

د عديل سعيد لخوا

طالب علمان او د پرورش ډايريکټر نعیم الله د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۹ مه په سوات کې په يو پروګرام کې ګروپ تصوير اوباسي. [پرورش]

طالب علمان او د پرورش ډايريکټر نعیم الله د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۹ مه په سوات کې په يو پروګرام کې ګروپ تصوير اوباسي. [پرورش]

پيښور -- په سوات ضلع کې يوه يتيم خانه د تيرې يوې عشرې راهيسې هغه ماشومانو ته د کاميابۍ لپاره يوه ښه لاره چمتو کوي چې د ترهګرۍ په وړاندې يې په جنګ کې خپل والدين له لاسه ورکړي دي.

په ۲۰۰۹ کال کې د خپل تاسیس راهیسې، پرورش یتیم خانې يتيمانو ته پناه، خوراک، جامې او تعلیم چمتو کړی څو د دوی سره مرسته وکړي چې د ټولنې فعال وګړي جوړ شي.

زياتره ګټه اخيستونکي یتیمانان د جنګ هغه قربانیان دي چې د طالبانو لخوا په ترهګريزو بریدونو کې يې خپل والدين له لاسه ورکړي او يا د وسله والو له منځه وړلو لپاره د پوځي عملیاتو له کبله بې ځایه شوي دي.

نعیم الله، چې د دغه یتیم خانې ډايريکټر او باني دی، پاکستان فارورډ ته وویل، "پرورش د دې موخې لپاره جوړ شو چېبې وزلې یتیمانان د زياتې بې وزلۍ له کبله د جنایتکارانو او وسله والو په لاس ورتلو نه منع کړي."

کمشنر ملاکنډ ډویژن ظهير الاسلام (ګس اړخ ته) د جنورۍ په ۳۱ مه په پرورش کې، يوه داسې يتيم خانه چې زياتره د ترهګرۍ قربانيانو ته خدمتونه وړاندې کوي، غوره طالب علمانو ته انعامونه ورکوي. [پرورش]

کمشنر ملاکنډ ډویژن ظهير الاسلام (ګس اړخ ته) د جنورۍ په ۳۱ مه په پرورش کې، يوه داسې يتيم خانه چې زياتره د ترهګرۍ قربانيانو ته خدمتونه وړاندې کوي، غوره طالب علمانو ته انعامونه ورکوي. [پرورش]

نعيم الله، په دوبۍ کې د پاکستان اتحاديې په ملاتړ، پرورش وروسته له هغې جوړ کړو کله چې پوځ د راه راست عملياتو په ترڅ کې ترهګر د سوات ضلعې نه وویستل. دغه عمليات په داسې حال کې پای ته ورسيدل چې د پاکستان حکومت په بشپړه توګه د سیمې کنټرول ترلاسه کړو.

پرورش ۳۱۰ زده کوونکي لري، چې په دوی کې ۱۱۵ جينکۍ شاملي دي، چې دغه ټول کسان وړیا زده کړې او استوګنه لري. نعيم وويل، په زرګونو ماشومان د ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې يتيمان شوي ول، کله چې طالبانو په سوات ضلع کې کنټرول لرلو.

''د انسانیت درسونه''

هغه زياته کړه، هر کال ۴۰ زده کوونکي په پروورش کې داخليږي، چې ټول يتيمانان وي او په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

نعيم وويل، "موږ زده کوونکو ته د انسانيت درس ورکوو چې کله دوی د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته بريالي مسلکي کسان جوړ شي، نو دوی به د هېواد د بېوزلو او ضرورت مندو خلکو خدمت وکړي."

هغه وويل، د زده کوونکو سخت محنت پايلې رامنځته کوي، چې د پوهنځي د غړو او د پرورش د نورو کارکوونکو ژمنتيا ورسره مرسته کړې ده.

محبوب علي، چې د پروورش منتظم دی، وویل، "لس کاله وروسته، د زده کوونکو لومړۍ ډله د منځنۍ درجې، يولسم جماعت، ته رسيدلې ده.

علي پاکستان فارورډ ته وویل، پرورش پلان لري چې د ښه شرایطو او ضوابطو سره قرضې چمتو کړي چې دوی خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

علي زياته کړه، دا يتيم خانه په دوبۍ کې د پاکستان اتحاديې څخه ملاتړ ترلاسه کوي. پاکستان اتحاديه يو سازمان دی چې په هغه بهرني پاکستانيانو باندې مشتمل دی چې په متحده عرب اماراتو کې ژوند کوي او ډاکټر ضياء الحسن يې مشري کوي. علي زياته کړه چې ډاکټر ضياء الحسن په پيښور کې د غير انتفاعي ټولنې په کچه د شوګر هسپتال مشري کوي.

محمد آصف، چې د ترهګرۍ ضد د ځوانانو سازمان مشر دی، وويل، "د انسانيت خدمت کول -- په ځانګړې توګه د ټولنې بېوزلو او محرومه خلکو -- ډير د ستاينې وړ کار دی." دغه سازمان يو غير دولتي سازمان دی چې د افراطيت سره د مبارزې لپاره کار کوي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل، غربت، بې سوادي او محرومیت لویې ستونزې دي چې وسله والې ډلې يې د ځوانانو د راجلب کولو لپاره کاروي. هغه زياته کړه چې دا پروګرام د افراطي هڅونې څخه د ځوانانو د منع کولو لپاره یوه لاره ده.

آصف وويل، "د جګړو قربانيانو او بې وزلو ځوانانو ته زده کړه ورکول چې هغوی ګټور اتباع جوړ کړي، د پرورش له خوا ډير د ستاينې وړ کار دی، او دولتي ادارې او خصوصي سکټور بايد په دې ليوالتيا له دې موسسې سره په دې غوره مقصد ترلاسه کولو کې مرسته وکړي."

د زده کړې فرصتونو برابرول

پرورش د زده کړې هغه فرصتونه برابر کړي چې په بل ډول دا به د هغه ماشوم لپاره موجود نه ول کوم چې والدين نه لري.

نعيم الوهاب، چې په پرورش کې د يولسم جماعت طالب علم دی، وویل، "که زه د پرورش سره یوځای شوی نه وم، نو ما به په يو ګیراج کې د ماشوم مزدور په توګه کار کولو او یا به مې د سړک په غاړه په يو ريستوران کې خلکو ته خوراک برابرولو."

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زما والدين زما په کم عمرۍ کې مړه شوي وو، او زما دوو مشرانو وروڼو دا فرصت نه لرلو چې د پرورش په شان په یوې موسسې کې تعلیم ترلاسه کړي." "هغوی اوس مزدوري کوي -- يو په ورکشاپ کې مددګار دی او بل د جامو په دکان کې مزدور دی."

وهاب وويل، هغه به هيڅکله د پرورش څخه ترلاسه کړي نيکي او فرصتونه، د تعليم نه علاوه، هېر نه کړي، ګڼې دا به د هغه يوازې يو آرمان پاتې شوی و.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500