ټولنه

پاکستانيان د غربت د ختمولو لپاره د حکومت د نوي پروګرام ستاينه کوي

د اشفاق يوسفزۍ لخوا

په پاکستان کې ضايع شوي توکي راټولونکي په راولپنډۍ کې د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۳ مه د بیا رغونې وړ توکي لټوي. [فاروق نعیم/ ای ايف پي]

په پاکستان کې ضايع شوي توکي راټولونکي په راولپنډۍ کې د ۲۰۱۷ کال د می په ۲۳ مه د بیا رغونې وړ توکي لټوي. [فاروق نعیم/ ای ايف پي]

اسلام آباد -- وګړي او اقتصادپوهان وايي چې د پاکستان د حکومت نوی پروګرام چې موخه یې د بې وزلۍ کمول دي، د اساسي خدماتو لکه روغتیا او تعلیم ته په لاسرسۍ لرلو کې د بې وزلو خلکو سره د مرستې په لور یو ګام دی.

دا نوښت، چې د مارچ په ۲۷ مه په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان لخوا اعلان شو، د خوراک، کور او جامو په څیر د توکو لپاره هم مرستې برابروي.

هغه وويل، حکومت سږ کال د دې پروګرام لپاره ۸۰ ميليارده روپۍ (۵۶۶ ميليونه آمريکايي ډالره) تخصیص کړې او دغه پیسې به تر ۲۰۲۰ پورې ۱۲۰ ميليارده روپو (۸۵۰ ميليونه آمريکايي ډالرو) پورې زياتې کړي.

د خان له مخې، د دې پروګرام د یوې برخې لاندې، تقريباََ ۵.۷ میلیونه هغه ښځو ته به سيونګ اکاونټونه او موبایل فونونه ورکړل شي چې د غربت په کچه ولاړې وي او یا د غربت د کچې تر لاندې ژوند کوي. دوی به د دې له لارې توان ولري چې خپلو بينک اکاونټونو ته لاس رسي ترلاسه کړي. ښځې به هم هره میاشت ۵،۵۰۰ روپۍ (۳۹ آمريکايي ډالره) ترلاسه کړي.

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اپریل په میاشت کې په پیښور کې یوې ښځې ته چيک ورکوي. [پي ټي آی]

د قومي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د اپریل په میاشت کې په پیښور کې یوې ښځې ته چيک ورکوي. [پي ټي آی]

په تیرو وختونو کې بې وزلۍ او اقتصادي بې ثباتۍ په هیواد کې افراطیت ته په وده ورکولو کې مرسته کړې، ځکه چې ترهګرو کمزوري وګړي -- لکه بې وزلي ځوانان -- د خپل تاوتریخوالي د موخو لپاره د نوي عسکر په توګه په نښه کړي دي.

د بې وزلۍ مخه نيولو او یو پیاوړي اقتصاد رامنځته کولو سره، حکومت د ځوانانو لپاره د زیاتو فرصتونو بنياد ږدي او دا توان ورکوي چې د افراطیت نه ډډه وکړي.

د خيبر پښتونخواه د اطلاعاتو او کلتور وزير شوکت يوسفزۍ وويل، حکومت غواړي چې د هغه ټولنو سره مالي مرسته وکړي چې د خپلو تاسيساتو، روغتيا، تعليم او نورو سهولتونو د ښه کولو لپاره ډيره زياته اړتيا لري.

یوسفزۍ وویل، حکومت یو نوی وزارت جوړوي چې د هغه ټولو ادارو سره همغږي وکړي چې په پاکستان کې د دې پروګرام د پلي کولو لپاره کار کوي.

په ثبات کې برخه اخيستل

شفقت علي، چې په پېښور کې په يوې پرايويټ يونيورسټۍ کې يو اقتصادپوه دی، وویل، دا نوښت يو ښه اقدام دی او دې ته ضرورت دی چې پاکستانيان د بې وزلۍ څخه په راويستلو کې مرسته وکړي.

هغه وويل، "موږ له پکار ده چي په مجموعي توګه د هېواد د پرمختګ لپاره بېوزلي پای ته ورسوو."

هغه زياته کړه، حکومت هڅه کوي چې د مالي مرستو د برابرولو له لارې د بې وزلۍ اړوند مسلې حل کړي.

محمد رفيق، چې په اسلام آباد کې د کوچنیو او منځنیو شرکتونو د پرمختیایي ادارې (سميډا) سلاکار دی، پيش ګويي وکړه چې د حکومت نوښت به نتيجې رامنځته کړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، په ځانګړي ډول، دا پروګرام به د بېوزلو سره مالي مرسته وکړي چې خپله سوداګرۍ پیل کړي.

هغه وويل، "د حکومت دا پلان چې کونډو او بيوزلو کورنيو ته د کور پر بنسټ سوداګرۍ لپاره وړې قرضې ورکړي، يو ستر ګام دی." "مثالونه شتون لري چې څنګه کارکوونکو په مختلفو سکټورونو کې لکه د کپړو ګنډلو، د دستکارۍ او د چرګانو د ساتلو نه ګټې ترلاسه کړې."

هغه وویل، په ورته وخت کې، حکومتداري، شفافيت او احتساب باید لومړۍ ترجيح پاتې شي چې په مناسبه توګه د فنډونو استعمال یقیني کړی شي.

خدمتونو ته لاس رسی

اعجاز خان، چې په پیښور کې په يو بينک کې کار کوي، وويل، د حکومت پلان يو ستر پلان دی او هغه ټول اقدامات لري چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره اړین دي. هغه وويل، دا پروګرام د ښځو او بې وزلو ځوانانو لپاره د دندو ژمنه کوي، که چيرې په بشپړه توګه پلي شي نو دا به مطلوبه نتيجې رامنځته کړي.

شاه نواز خان، چې په پیښور کې يو وکیل دی، د دې پروګرام د ساتنې یا "تحفظ" برخې ستاینه وکړه، چې موخه یې د بې وزلو وګړو سره قانوني مرسته کول دي.

هغه وويل، "دا د ستاينې وړ ده ځکه چې په زرګونو بېوزلې خلک په جيلونو کې ژوند تيروي کله چې د وکيلانو د فیس برداشت کولو توان نه لري."

"دا به د بیوزلو سره د دوی په قانوني مسلو حل کولو کې مرسته وکړي. دا ډول پروګرامونه چې د مدنې ټولنې سازمانونو لخوا پیل شوي، د بې وزلو سره مرسته کړې، خو دغه پروګرامونه تلپاتې نه وو، او کله چې بسپنه ورکوونکو تمویل بند کړو، نو پروګرامونه بند کړی شول."

هغه وويل، "د ضرورتمندو خلکو لپاره د حکومت پروګرام به ستره مرسته وي، او خلک به په دايمي توګه مرستې ترلاسه کړي."

د پیښور اقتصادپوه ظفرالله خان وویل، دا نوښت تر ټولو جامع ستراتیژي ده چې د حکومت لخوا اعلان شوي ده.

"دا ژمنه کوي چې د کوڅو ماشومانو، هيجړاګانو، معذورانو، جبري مزدورانو، دياړي مارانو او یتیمانو ماشومانو سره مرسته وکړي." هغه زياته کړه چې خلک په ليوالتيا سره د دې پلان انتظار کوي چې حکومت به د سود نه بغير د قرضې له لارې د بې وزلو وګړو لپاره په کورنو جوړولو باندې ۵ میلیارده روپۍ (۳۵ میلیونه ډالره) خرچ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500