پیښور -- ځايي رسنیو د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳ مه) راپور ورکړو چې د خیبر پښتونخواه (کی پي) د پولیسو يو سينير افسر، چې تیره میاشت په اسلام آباد کې تښتول شوی و، په افغانستان کې مړ وموندل شو.
د پېښور د پوليسو سپرنټنډنټ (ايس پي) طاهر خان داور په اسلام آباد کې، چیرته چې هغه د لنډې چهټۍ لپاره تللی و، د اکتوبر په ۲۶ مه وتښتول شو.
امنیتي ځواکونو کار کولو چې په خوندي توګه د هغه بیرته ستنیدل يقيني کړي، خو ځايي رسنيو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو چې ترهګرو هغه په افغانستان کې وژلی دی.
هیڅ رسمي تبصره نشته
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی کار کوي چې د دې راپورونو تصديق وکړي.
د خیبرپښتونخواه د پولیسو انسپکټر جنرل صلاح الدين خان محسود پاکستان فارورډ ته وويل، "موږ لا اوس په دې اړه تبصره نشو کولی." "موږ له افغانستان سره د اړوندو ادارو له لارې اړیکې لرو."
د خیبر پښتونخواه د پولیسو ویاند، وقار احمد، پاکستان فارورډ ته وویل، "تر اوسه پورې د دې تایید نه دی شوی." "موږ د مختلفو سرچینو له لارې د دې تایید کوو."
د جیو نیوز له مخې، د بهرنيو چارو وزير شهر يار خان آفريدي وويل، "دا د ملي امنیت او د یو کس د ژوند مسله ده او په خلاص فورم کې په دې بحث نه شي کيدی."
البته، خیبر نیوز په يو ټويټ کې وويل چې افغان حکومت په تورخم پوله باندې د داور لاش پاکستاني چارواکو ته سپارلی او دوی به دا پیښور ته منتقل کړي.
د لاسو ليکل شوی پيغام
د راپورونو له مخې، د داور په لاش کې په پښتو ژبه کې د لاسو لیکل شوی يو پيغام وموندل شو.
د راپورونو له مخې، په دغه پيغام کې ويل شوي چې طاهر داور دا سزا ترلاسه کړه ځکه چې هغه زموږ ډیر کسان نیولي او وژلي ول. په دې پيغام کې د داعش خراسان څانګې ته هم اشاره شوې ده.
که څه هم، داعش په رسمي توګه د دې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.
قسمت ملګرتيا ونه کړه
داور په ګڼ شمير ترهګريزو بریدونو کې بچ پاتې شوی و، چې په دې کې د خیبرپښتونخواه په بنو ضلع کې دوه ځانمرګي بریدونه شامل وو، چې هغه په کې ژوبل شوی و.
هغه کسان، چې هغه يې پيژندلو، د ممکنه خبرونو سره لاس و ګریوان دي.
سليم الله داور، چې د وزیرستان قومي محاذ ټولنې مشر دی، آمریکا غږ ته وویل، په سوشل ميډيا باندې د لاش يو تصوير د داور و.
د خیبر پښتونخواه اسمبلۍ غړی او د عوامي نیشنل پارټۍ مشر سردار حسین بابک په یو بيان کې د دې غندنه وکړه، خو د داور د قتل تاييد يې ونه کړو او ويې وويل، "د خيبر پښتونخواه پوليسو د ترهګرۍ په وړاندې بې مثاله قربانۍ ورکړي دي."
محسن داور، چې د شمالي وزيريستان نه د قومي اسمبلۍ غړی دی، په يو ټويټ کې وويل، "کله چې ما دا واوريدل چې ايس پي طاهر داور وژل شوی دی، نو ډير خفه شوم." "په روښانه توګه د 'ښه' او 'بد' طالبانو ډرامه به نور کار ونه کړي."
هغه وويل، "موږ د ځوابونو غوښتنه کوو."