رمضان

د شمالي وزيرستان اوسيدونکي په خوشحالۍ سره د وړوکي اختر لپاره تيارې کوي

د سعيد انصار عباس لخوا

ښځې او جينکۍ د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۷مه د وزیرستان میر علی ته نږدې په يو مارکيټ کې جامې ګوري. [سید انصار عباس]

ښځې او جينکۍ د ۲۰۱۷ کال د جون په ۱۷مه د وزیرستان میر علی ته نږدې په يو مارکيټ کې جامې ګوري. [سید انصار عباس]

میران شاه، شمالي وزيرستان -- د شمالي وزيرستان په زرګونو اوسيدونکو لپاره به سږکال وړوکی اختر په ځانګړي توګه د جشن موقع وي.

پخواني بې ځایه شوي کسانو درې کاله وخت د خپلو کورونو نه بهر تیره کړه ځکه چې پوځونو ضرب عضب عملیات ترسره کول. ضرب عضب عمليات چې په جون ۲۰۱۴ کال کې شروع شول، يو کامياب کوشش وو چې د شمالي وزیرستان نه وسله وال وباسي.

د دغو کلونو په اوږدو کې د دوی کورونه په خوندي سیمو کې په ټي ډي پي کيمپونو او د خپلو خپلوانو په کورونو باندې مشتمل ول.

د نيشنل ډيټابيس او رجسټريشن اتهارټۍ له مخې، ۱۰۵،۶۷۶ کورنۍ خپلو کورونو ته بیرته راغلې دي چې د هغه خلکو ٪۸۳ برخه ده کوم چې د درې کاله وړاندې پیل شوي جګړې له کبله وتښتيدل.

د میر علی پوليټيکل تحصیلدار حبیب الرحمان پاکستان فارورډ ته وویل، "ځايې انتظاميه د قانون او نظم يقيني کولو لپاره هر کوشش کوي." هغه زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په میر علي مارکيټ کې ګشتونه کوي او کلوز سرکټ ټي وي کیمرې نصب شوي چې د فعالیتونو څارنه وکړي.

يو ځايي ژورناليسټ رسول داور وويل، د ايسوري کلې، چې ۱،۸۰۰ کورنۍ لري، اوسيدونکي به په لومړي ځل په کور کې خپل لومړنی اختر د ضرب عملياتو له کبله لمانځوي. ضرب عضب عمليات په جون ۲۰۱۴ کال کې پيل شوي وو.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "په عارضي ډول د بې ځایه شوي کسانو په توګه د درې کالو د مشکلاتو برداشت کولو نه وروسته، "دا ځل به موږ اختر د زياتې جذبې سره لمانځوو."

سودا کول او جشن

د ناوړه يادونو په هيرولو سره، قبايلي مشران د اختر لپاره په سودا اخيستلو کې بوخت دي -- دا نه يوازې د تیرو دریو کلونو په پرتله د هغوی لپاره د خوشحالۍ خبره ده بلکې دا د قبايلي ايجنسۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره هم يو محرک دی.

د پوځ لخوا په میرانشاه، میرعلي، خادي او اداک کې مارکیټونه جوړ شوي دي او د ښځو او ماشومانو په شمول د ټول عمر پیرودونکي د ورځې او شپې د ويرې بغیر په دغه مارکیټونو کې سودا اخلي.

دلاور، د اسوري کلي یو ځوان، ۳ کلومیټره سفر وکړو چې په خادي کې د خپلو ماشومانو لپاره جامې واخلي.

هغه د نوي مارکيټ په اړه وويل: "هرڅه موجود دي." "موږ ته ضرورت نشته چې د نورې سودا لپاره بنو ته لاړ شو."

د سيمې يو مشر ملک عبدلحۍ پاکستان فارورډ ته وويل، هغه د مټهايې او نوې جامو لپاره مارکيټ ته راغې چې د روژې په ۲۳ مه خلکو ته ورکړي. دا يو قبايلي رواج دی.

د تاپي عبدالله داوار وويل، هغه په بنو ډسټرکټ کې په عارضي توګه د بې ځایه شوي کس په توګه درې کاله تېر کړل. اوس هغه بېرته راغلی دی او تيارې کوي چې د روژې په ۲۷مه خپلو خپلوانو او ملګرو ته غوښه ورکړي.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل: "زه غواړم چې څاروې قرباني کړم او په خلکو باندې غوښه وویشم." هغه زیاته کړه چې په بنو کې د خپل کلونو په دوران کې، هغه د خپل اقتصادي وضعیت او نورو مسؤلیتونو له کبله څاروي نه شو قربانولی.

په خلکو کې اعتماد رامنځته کيږي

د سولې بيا بحالۍ د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې په خلکو کې باور را منځته کړی دی چې مخکې ډیر لرې پرتو سيمو ته تلي ول.

په دغه کسانو کې ډاکټر تیمور شاه هم شامل دی، چې هغه د ۳۰ کالو نه وروسته د اختر لمانځلو لپاره بیرته راغی.

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، "زه له روس څخه راغلم." "زه هلته کې د خپلې کورنۍ سره د دیرشو کلونو راهیسې ژوند کوم."

هغه زیاته کړه: "زه ډیر حیران یم ... چې په وزیرستان کې سوله وينم." "ډیر ژر به زما کورنۍ او زه د هميشه لپاره بیرته راشي."

د شمالي وزيرستان يو بل اوسيدونکی ګل خان پلان لري چې په مير علي بازار کې يوه نوي هټۍ پرانيزي.

هغه وويل: "زه د تېر کال راهيسې په دوبۍ کې د موټر ډريور وم." "د سولې له امله زه دلته بیرته راغلم."

د شمالي وزیرستان پوليټيکل ايجنټ کامران آفریدي په میرانشاه کې پاکستان فارورډ ته وویل، "په ایجنسۍ کې هر چا ويره شاته غورځولې ده."

هټیوال خوشاله دي

د زياتيدونکي سوداګرۍ او سوله ایز حالاتو له کبله ملک کمال شاه داور خوشحاله دی. هغه د میر علي نه ۴ کلو ميټره لرې دغه مارکيټ جوړ کړو.

داور پاکستان فارورډ ته وویل، "د خادي په ښار کې لږترلږه ۱۰۰۰ هټۍ شتون لري." هغه بازار ته اشاره وکړه کوم چې هغه جوړ کړی دی او يو نږدې بل بازار ته کوم چې پوځ جوړ کړی دی.

هغه وويل، "ټول هټيوال هره ورځ د ۲۵،۰۰۰ نه ۳۰،۰۰۰ روپو پورې [۲۳۸ نه ۲۸۶ امريکايي ډالره] پورې خرڅ کوي، چې دا د هغوی د ډيرې حوصله افزايۍ خبره ده."

داور په شمالي وزیرستان کې د تیر کړکيچ نه وروسته د امنیت په باره کې اندیښمن دی.

هغه وويل: "که څه هم موږ بشپړ سوله لرو، خو ما د امنيت لپاره د سي سي ټي وي کيمرې نصب کړي." هغه په شمالي وزيرستان کې د سولې د بيا بحالۍ او ساتلو لپاره د پوځ او ځايي انتظاميې ستاينه وکړه.

نور سوداګر په ايجنسۍ کې د سولې د نوي دور په جریان کې پرمختګ کوي.

امجد خان، چې د هايې سکول نه فارغ شوی دی او په پټاسي اډه کې اوسيږي، د میر علی په بازار کې د پلاستيک شاپرو کڅوړو خرڅولو له لارې مخ په وړاندې روان دی.

هغه وويل: "د اختر له امله، زما د د کڅوړو کاروبار مخ په ترقۍ دی."

تمه کيږي چې پوله به پرانيستل شي

پوليټيکل ايجنټ آفریدي وویل، قبایلي اقتصاد به نور هم وده ومومي کله چې چارواکي د پاکستان او افغانستان په پوله باندې د غلام خان لاره پرانیزي.

د پولې لاره د ضرب عضب عملیاتو له پیل راهیسې تړل شوي. که څه هم، په مختلفو سطحو باندې د حکومت خبرو اترو بهیر روان دی، خو څارونکي تمه لري چې دا به د اختر نه وروسته بیا پرانیستل شي.

آفریدي وویل: "د ايجنسۍ ۶۰ سلنه خلک د روزۍ لپاره په سوداګرۍ باندې تکيه کوي. تمه کیږي چې په افغانستان کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنۍ به د اختر نه وروسته شمالي وزيرستان ته بيرته راشي."

هغه وويل، هغه پنځه زره کورنۍ (چې د ضرب عضب عملياتو په دوران کې افغانستان ته وتښتېدلې) بیرته پاکستان ته له مخکې نه راغلي دي." هغه په ۲۰۱۶ کال کې د زيات شمير خلکو بيرته کور ته راتلو ته اشاره وکړه.

داور چې د خادي مارکيټ مالک دی وويل، "که د غلام خان لاره د اختر وروسته بېرته پرانیستل شي، نو دا به په ايجنسۍ کې کاروبار ته نوره هم وده ورکړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500