د ښځو حقوق

ځانګړي عدالتونه په پنجاب کې د ښځو او ماشومانو پرضد له تاوتریخوالي سره مبارزه کوي

د آمنه ناصر جمال لخوا

يوې ښځې په لاهور کې د نومبر په ۴ مه د عدالت نه بهر خپل ماشوم په لاس کې نيولی دی او د خپلې اورېدنې لپاره انتظار کوي. [آمنه ناصر جمال]

يوې ښځې په لاهور کې د نومبر په ۴ مه د عدالت نه بهر خپل ماشوم په لاس کې نيولی دی او د خپلې اورېدنې لپاره انتظار کوي. [آمنه ناصر جمال]

لاهور -- د پنجاب حکومت ځانګړي عدالتونه جوړ کړي دي چې په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تیري کيسونه حل کړي.

دا عدالتونه په پاکستان کې په لومړي ځل د اکتوبر په مياشت کې د هغه ترميم په رڼا کې جوړ شول کوم چې په ۲۰۱۷ کال کې د تاوتريخوالي نه د ښځو د خوندي کولو په قانون کې وکړې شو او د پنجاب وزیر اعلی شهباز شريف منظور کړو.

دنيا تلويزيون راپور ورکړو چې دا ځانګړي عدالتونه به د پنجاب په ۳۶ ډسټرکټونو کې جوړ شي او هغه ښځينه قاضیان او څارنوالان د دې عدالتونو مشري کوي کومو ته چې د ښځو او ماشومانو د مسلو په اړه تربيت ورکړی شوی دی.

د دې موخه دا ده چې عدالتي کاروايي تيزه کړي او په دوو هفتو کې کيسونه حل کړي.

آرزو ملک، چې په لاهور هايي کورټ کې آټارني ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "د ښځو د کيسونو لپاره د ځانګړي عدالتونو د جوړولو ضرورت په سول او کورني عدالتونو کې د اوږد مهاله طریقه له کبله رامنځته شو."

هغې وويل: "پکار ده چې د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي کيسونه ژر تر ژره حل شي چې [ښځينه قربانيانو] ته انصاف ورکړل شي." هغې زياته کړه، "له همدې کبله د هغوی لپاره ځانګړي عدالتونه جوړ کړی شول."

هغې وويل: "د څارنوالۍ او د کور څانګې سيکرټريانو موافقه وکړه چې په خپله خوښه د واک په کارولو کې مرسته وکړي او هغه ګامونه پورته کړي کوم چې د ښځو په وړاندې جرمونه له منځه وړلی شي." هغې زياته کړه، "هغوی دا خبره هم يقيني کړه چې هغوی به هغه ټول خنډونه لري کړي کوم چې په چټکې سره ښځو ته د انصاف برابرولو مخه نيسي."

تمه کیږي چې دا عدالتونه به ښځې وهڅوي چې ښځې خپل کیسونه را وړاندې کړي او د انصاف غوښتنه وکړي.

بيرته جګړه کول

ډاکټر ناصر سعيد، چې په لاهور کې په سروسز هسپتال کې د نفسياتو ډاکټر دی، پاکستان فارورډ ته وویل: "اکثر ښځې [په کار کې] د جنسي ځورونې سره مخامخ وي ځکه چې دوی د روغې جوړې یا بدنامۍ نه ويريږي."

هغه وويل: "د جنسي ځورنې ښکار ښځه د خپل شهرت او د خپلې کورنۍ د شهرت له کبله وېره لري." "اکثر، ناوړه حالات هغه په دې مجبوروي چې په داسې چاپیریال کې کار وکړي."

هغه وويل، "سر بير پر دی، حتی چې کورنۍ هم له قرباني سره مرسته نه کوي -- هغې ته ویل کیدې شي چې داسې پيښه به ضرور رامنځته کيده او هغې له پکار وه چې په کور کې پاتې شوې وای."

يوې ښځې، ماهیم، چې په لاهور کې د حساب کتاب په يوې کمپنۍ کې هرکلی کوونکي ده، پاکستان فارورډ ته وویل چې د هغې يو نارينه همکار "به کله کله ما ته لاس اچولو."

ماهیم وويل چې هغې د هغه خلاف د احتجاج کولو وړتيا نه لرله ځکه چې کمپنۍ په خپلو لوړ پوړو کارکوونکو باور لرلو. هغې وويل: "د روزانه سپکاوي او مايوسۍ له کبله زه په دوامداره توګه د بل کار په لټه کې يم، خو لا تر اوسه ما په دې کې کاميابي نه ده ترلاسه کړې."

هغې وويل: "په پاکستان کې، دا د حيرانتيا خبره نه ده چې جنسي ځورونه يو پټ کار دی." هغې زياته کړه، "دا د حوصله افزايۍ خبره ده چې د پنجاب حکومت د داسې عدالتونو د جوړولو لپاره يو نوښت پيل کړې دی. ښځې نه غواړي چې بهر ته راوځي، خو د جنسیت يو شان چاپیریال کولی شي چې د ځورونې په وړاندې په غږ پورته کولو کې مرسته او هڅونه وکړي."

ماهیم وویل: "د ځانګړي عدالتونو جوړول کولی شي چې تورن کس ته د سختې سزا ورکولو له لارې د قربانیانو غم، درد او مصيبت کم کړي."

چټک محاکمې ښځې هڅوي چې مخکې راشي

فوزیه وقار، چې د ښځو د وضعیت په اړه د پنجاب کمیشن ستره مشره ده، پاکستان فارورډ ته وویل، "ټولو څارنوالانو ته لارښوونې شوي دي چې دوی په خپلو عدالتونو کې د زنا بالجبر، [انساني] قاچاق، تاوتريخوالي، ناوړه چلند او د ماشومانو د استحصال په کيسونو کې جدي او چټک ګامونه پورته کړي."

دغه لارښوونې "به زیات شمیر میرمنې وهڅوي چې مخکې راشي او په پوره باور او بشپړ راز سره د جنایي شکایتونو تعقیب وکړي."

داسې کوششونو له مخکې نه ځینې ښځې هڅولي چې مخکې راشي.

جمیله، چې په لاهور کې په يو حکومتي هسپتال کې نرسه ده، په دې وروستیو کې په نوي تاسیس شوې ځانګړي محکمې کې يو شکایت درج کړو. هغې ادعا وکړه چې هغه په اسلام آباد کې يو بل ځای ته ځکه ټرانسفر کړی شوه چې هغې انتظاميې ته د جنسي ځورونې په اړه شکایت کړی و.

هغې په شفټ سپروايزر تور ولګولو چې هغه به د ډاکټرانو په مرسته د شپې د کار لپاره د ځوانو ښځو ډيوټي لګوله چې وروسته به یې هغوی مجبوره کولې چې زنا ورسره وکړي.

جمیلې پاکستان فارورډ ته وویل، "عدالت زما حوصله افزايي وکړه چې زه شکایت درج کړم او انصاف ترلاسه کړم." هغې زیاته کړه چې د جنسي ځورونې په کيسونو کې زیاتوالی د ځانګړې عدالتونو د جوړولو سبب وګرځيدو.

هغې وویل: "مونږ هیله لرو چې دا عدالتونه به د نورو ځانګړي عدالتونو په شان ناوړتیاوې او خرابۍ نه لري."

جمیلې وویل، عدالتونه او چټک محاکمې به قربانیانو ته توان ورکړي چې دوی د هوسايۍ ساه واخلي او بیا رغونه پیل کړي ځکه چې د اوږدې مودې محاکمې قربانیان په دې مجبوروي چې دوی بار بار عدالتونو ته حاضر شي او د مدافع وکیل د سپکو پوښتنو ځواب ورکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500