جرم او انصاف

د آرمي پبلک سکول والدين د احسان الله احسان د پوځي محاکمې غوښتنه کوي

اشفاق يوسفزۍ لخوا

د هغه ماشومانو والدين کوم چې په آرمي پبلک سکول کې په قتل عام کې وژل شوي وو، هغوی په پېښور کې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۶مه د دغه بريد دوهم تلين لمانځلو لپاره راټول شوي دي. د ای اپي ايس والدين د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند لياقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د پوځي محاکمې غوښتنه کوي. [آصف حسن / اې ايف پي]

د هغه ماشومانو والدين کوم چې په آرمي پبلک سکول کې په قتل عام کې وژل شوي وو، هغوی په پېښور کې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۱۶مه د دغه بريد دوهم تلين لمانځلو لپاره راټول شوي دي. د ای اپي ايس والدين د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند لياقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د پوځي محاکمې غوښتنه کوي. [آصف حسن / اې ايف پي]

پېښور -- تقريبا د ۱۵۰ هغه ماشومانو والدين کوم چې په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د طالبانو په بريد کې وژل شوي وو، د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند لياقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د پوځي محاکمې غوښتنه کوي.

احسان په دې وروستيو کې د پاکستان امنيتي ځواکونو ته تسليم شو او په حراست کې دی.

په يو اعترافي بیان کې چې د اپریل په ۲۶مه خپور شو احسان د هغه وسله والو کمانډرانو خلاف خپل نفرت څرګند کړو کوم چې د اسلام ايميج ته زيان رسوي او ځوانان د بې ګناه خلکو په وژلو باندې مجبوروي او پاکستان بې ثباته کوي.

هغه وويل: ""تش په نامه 'جهاديانو' د اسلام په نوم خلک په ځانګړې توګه ځوانان ګمراهه کړي دي." هغه زياته کړه چې جرمونه، لکه په "عام ځايونو بمباري کول او په سکولونو او يونيورسټو باندې بريدونه کول" اسلامي تعليماتو ته زيان رسوي.

سره له دې، دغه غمژن والدين انصاف غواړي.

په پوځي عدالت کې د انصاف په لټه کې

فضل خان، چې د هغه زوی صاحبزاده عمر خان، د اتم کلاس طالب علم، د ای پي ايس په قتل عام کې وژل شوی وو، په پېښور هايي کورټ کې د می په ۹ مه يو دراخواست جمع کړی دی، چې د عدالت نه پوښتنه کوي چې حکومت ته دې هدايات ورکړل شې چې احسان دې په پوځي عدالت کې محاکمه کړی شي.

خان وويل، احسان د تحریک طالبان پاکستان وياند وو، او هغه په خوشحالۍ سره د بريد په دوهمه ورځ د دغه قتل عام مسوولیت منلی وو. له همدې امله، پکار ده چې پوځي عدالت هغه د تروريزم له کبله محاکمه کړي.

په جنوري ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان حکومت پوځي عدالتونه جوړ کړل چې د ترهګرۍ شکمن کسانو د ژر تر ژره محاکمې لپاره لاره هواره کړي.

هغه وويل: "موږ هيله لرو چې انصاف به وکړی شي او هغه ترهګرو ته به سخته سزا ورکړل شي کوم چې په دغه قتل عام کې ښکيل وو." "حکومت باید د ای پي ايس ملزمانو ته سزا ورکړي."

خان وويل، د دغه برید عاملینو ګړندي فيصله به د دغه والدينو او د ای پي ايس د قربانیانو نورو خپلوانو صدمه کمه کړي. خان زياته کړه، "د بې ګناه ماشومانو قاتلانو ته معافي ورکول څه جواز نه لري."

نه بښوونکی جرم

علي رحمان، چې د هغه کشر زوی محمد رحمان په دغه بريد کې وژل شوی وو، په بشپړه توګه د احسان د پوځي محاکمې ملاتړ کوي. د هغه زوی محمد د ۱۱ کالو وو.

هغه پاکستان ته وويل: "پکار ده چې احسان محاکمه شي او هغه ته سزا ورکړل شي چې د شهیدانو کورنیو ته يو مثبت پيغام واستوي." "دا د حکومت کار دی چې موږ ته انصاف برابر کړي."

هغه وويل: "موږ به هيڅکله قاتلان ونه بخښو ځکه چې د هغوی جرم نه بښونکی وو." هغه زياته کړه چې د تحریک طالبان پاکستان يو ستر غړي ته معافي ورکول به هغه کسانو ته يو غلط پيغام واستوي کوم چې د حکومت نه د انصاف تمه لري.

هغې وويل: "موږ ته به اطمينان ميلاو شي که چيرې احسان ته سزا ورکړل شي." "که چيرې هغه ته سزا ور نه کړل شي، نو د وژل شوي زده کوونکو کورنۍ به ډېرې زياتې مايوسه شي."

هغې وويل: "زه د حکومت نه غوښتنه کوم چې د والدينو د دردونو خبر واخلي او د احسان کيس د منصفانه محاکمې لپاره پوځ ته واستوي."

د احسان خلاف يو روښانه کيس

خادم حسین، چې د ډان خبري اژانس یو کالم ليکونکی دی، د والدينو د دې مطالبې حمايت کوي چې د طالبانو د پخواني مشر دې په چټکۍ سره پوځي محاکمه وکړی شي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د هغه والدينو مطالبه جايزه ده کومو چې په ای پي ايس برید کې خپل ماشومان له لاسه ورکړي دي."

هغه وويل، نه يوازې والدين بلکې خلک هم غواړي چې حکومت دې د طالبانو د مشرانو کيسونه پوځي عدالتونو ته ژر تر ژره وليږي. هغه زياته کړه: "خلک په پوځي عدالتونو باندې باور لري."

هغه وويل: "د پوځي عدالتونو ریکارډ ډیر ښه دی ځکه چې هغه کسانو ته سزا ورکړل شوې ده کوم چې د ملکي او امنیتي پرسونلو په وژلو کې ښکيل وو."

حسين وويل: "د احسان کيس د زغم وړ نه دی." "هغه به د تحريک طالبان پاکستان د هر بريد نه وروسته مسوولیت منلو."

ترهګر خلک په اطاعت باندې مجبوره کولی نه شي

په پېښور کې يو ايډوکيټ شاه نواز خان وويل، حکومت پوځي عدالتونه جوړ کړل چې دا يقيني کړي چې د سخت دريځه افراطیانو محاکمه ګړندي شي او دا نه چې هغوی د ډېر سست ملکي عدالتونو نه ګټه پورته کړي.

هغه وويل، پوځي عدالتونو په لسګونو ترهګرو ته سزا ورکړې ده. دا د هغه کسانو لپاره د اطمينان خبره ده کومو چې د تروريستي اعمالو له کبله خپلوان، دوستان او جايداد له لاسه ورکړي دي.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "د احسان کيس د پوځي عدالتونو لپاره فټ دی ځکه چې دغه ملزم په تيرو وختونو کې د تحريک طالبان پاکستان د ټولو بریدونو اعتراف کړی دی."

سهیل خان، چې په پېښور کې د سول ادارې چاراوکی دی او د هغه زوی اجمل په ای پي ايس بريد کې وژل شوی وو، وويل، د هغه کورنۍ د احسان په نیولو باندې ډېره خوشحاله وه او اوس د هغه د محاکمې په تمه ده.

هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "دا به د ځپل شوي کورنیو ستر خدمت وکړي که چيرې هغه د مرګ سزا ترلاسه کړي."

خان وويل: "موږ د اوږدې مودې راهیسې، د طالبانو غندنه کوو او په راتلونکې کې به یې هم وکړو." "دا يوه غلطه مفکوره ده چې ترهګر خلک په خپل اطاعت مجبورلی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500