د پاکستان پارلماني غړو پوځي عدالتونو ته د ۲ کالو وخت ورکولو سره موافقه وکړه

د سټاف راپور

اسلام اباد -- ډان خبري اژانس راپور ورکړو چې د مالیې وزیر اسحاق ډار او د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ مشر شاه محمود قريشي د غونډې نه وروسته وويل، د لويو سیاسي پارټو پارلماني مشرانو، د پاکستان پيپلز پارټۍ نه علاوه، په اسلام اباد کې د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۲۸مه) په يوه غونډه کې پوځي عدالتونو ته د راتلونکو دوو کلونو لپاره په اجازه ورکولو باندې موافقه وکړه.

پاکستان پيپلز پارټۍ په دغه غونډه کې ګډون ونه کړو خو د مارچ په ۴ مه يې د ټولو پارټو د مشرانو يو کانفرنس منعقد کړی دی چې د نورو سياسي مشرانو سره په دغه مسله خبرې وکړي.

د پوځي عدالتونو ميعاد د جنورۍ په مياشت کې پای ته ورسيدو. په پیښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په آرمي پبلک سکول کې د قتل عام نه ډير ژر وروسته، حکومت دغه عدالتونه له دې د پاره جوړ کړي وو چې د شکمن ترهګرو محاکمې ګړندي کړي. په دغه قتل عام کې د ۱۴۰ نه زیات ماشومان او استاذان وژل شوي وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500