لاهور -- د کرکټ مينه والو او چارواکو د یکشنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۲۹ مه) پاکستان ته د نړيوال کرکټ، د پاکستان او سري لانکا تر منځ د ميچ سره، بيرته راتلل ولمانځل، او دا یې د اورپکۍ پر وړاندې د پاکستان بریالیتوب وبالو.
په پاکستان کې نړيوال کرکټ ورسته له هغې وتړل شو کله چې په په لاهور کې په ۲۰۰۹ کال کې د مارچ په ۳ مه د سري لانکا په کرکټ ټيم باندې بريد وشو.
په دغه برید کې اوه پاکستانیان ووژل شول او د سري لانکا اوه کسان ژوبل شول. چارواکو د دې تور په لشکر جهنګوي لګولې و.
پاکستان د یکشنبې د ورځې ميچ وګټلو، چې دا د درې ميچونو په ټي ټونټي نړيوال سيريز کې د دواړو ټيمونو ترمنځ آخرنۍ ميچ و. دوی نور ميچونه په متحده عرب اماراتو کې ترسره کړې ول.
![د پاکستان کرکټ لوبغاړي د اکتوبر په ۲۹ مه په لاهور کې د سري لانکا خلاف د ټي ټونټي کرکټ د دريم او آخرنې ميچ ګټلو نه وروسته جشن کوي. [عامر قریشی/ ای ايف پي]](/cnmi_pf/images/2017/10/30/10168-000_tu09c-585_329.jpg)
د پاکستان کرکټ لوبغاړي د اکتوبر په ۲۹ مه په لاهور کې د سري لانکا خلاف د ټي ټونټي کرکټ د دريم او آخرنې ميچ ګټلو نه وروسته جشن کوي. [عامر قریشی/ ای ايف پي]
![پاکستاني کتونکي د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سري لانکا ترمنځ د ټي ټونټي کرکټ ميچ د پيلولو نه مخکې د خوشحالۍ چيغې وهي. [عارف علي/ای ايف پي]](/cnmi_pf/images/2017/10/30/10169-000_tt8pu-585_329.jpg)
پاکستاني کتونکي د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سري لانکا ترمنځ د ټي ټونټي کرکټ ميچ د پيلولو نه مخکې د خوشحالۍ چيغې وهي. [عارف علي/ای ايف پي]
![په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سريلانکا ترمنځ د کرکټ نه مخکې د سخت امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کتونکو تلاشي ترسره کيږي. پاکستان وګټله. [عبدل ناصر خان]](/cnmi_pf/images/2017/10/30/10170-image1-585_329.jpg)
په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د پاکستان او سريلانکا ترمنځ د کرکټ نه مخکې د سخت امنيتي تدابيرو په ترڅ کې د کتونکو تلاشي ترسره کيږي. پاکستان وګټله. [عبدل ناصر خان]
![مهر خلیل (ګس اړخ ته دوهم)، چې هغه زړور ډريور دی کوم چې په ۲۰۰۹ کال په تروریستی برید کې د سري لنکا ټیم خوندي ځای ته رسولی و، په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د سري لنکا د کرکټ بورډ صدر تیلانګا سوماتهي پاله (ښې اړخ ته دوهم) او د پي سي بي مشر نجم سيټهي (ښې اړخ ته) سره د ځانګړي میلمه په توګه ليدنه کوي. [د پي سي بي ټویټر اکاونټ]](/cnmi_pf/images/2017/10/30/10171-screen_shot-585_329.jpg)
مهر خلیل (ګس اړخ ته دوهم)، چې هغه زړور ډريور دی کوم چې په ۲۰۰۹ کال په تروریستی برید کې د سري لنکا ټیم خوندي ځای ته رسولی و، په لاهور کې د اکتوبر په ۲۹ مه د سري لنکا د کرکټ بورډ صدر تیلانګا سوماتهي پاله (ښې اړخ ته دوهم) او د پي سي بي مشر نجم سيټهي (ښې اړخ ته) سره د ځانګړي میلمه په توګه ليدنه کوي. [د پي سي بي ټویټر اکاونټ]
یو تاریخي ميچ
د خیبر نیوز خبريال زيمل خان پاکستان فارورډ ته وویل، "د دې ميچ اهميت دا دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د سري لانکا په ټيم باندې د بريد نه وروسته د سري لانکا ټيم پاکستان ته راغې او په لومړې ځل يې په پاکستان کې ميچ وکړو."
د کرکټ بورډ چيرمين نجم سيټهي د ميچ نه مخکې د سري لانکا د کرکټ بورډ د صدر تهيلانګا سوماتهي پالا او د دواړو ټيمونو کپتانانو سره په نيوز کانفرنس کې وويل، "اته کاله وړاندې، یوه تراجيدي رامنځته شوه چې موږ یې هیرول غواړو او دا د دغه سفر پیل دی."
هغه وویل: "دا يوه تاریخي ورځ ده ځکه چې دا په کور کې د نړیوال کرکټ د نوې دور پرانيسته کوي." "دا د کرکټ پاتې نورو هیوادونو ته پيغام ورکوي چې پاکستان چمتو دی چې د نړیوال کرکټ کوربه توب وکړي."
سوماتهي پاله وويل، پاکستانیان په خپل هیواد کې د ښه کرکټ نه د خوند اخيستلو حق لري." هغه زیاته کړه، "سري لانکا به ډیر ژر بیرته راشي."
سميره اشرف، چې د لاهور يوه ۲۱ کلنه مينه واله ده، وويل، هغه او د هغې ملګرو د قذافي سټیډیم نه بهر د سخت امنیتي تدابيرو په اړه د هيڅ خفګان څرګندونه ونه کړه.
هغې پاکستان فارورډ ته وویل: "زه د ملګرو سره قذافي سټیډیم ته لاړمه چې د سري لنکا ټیم سره د خپل یووالي څرګندونه وکړم او وسله والو ته ووايم: چې تاسو ته ماتی درکړی شوی دی."