ابو ظبي -- جيو نيوز راپور ورکړو چې پاکستان په ابو ظبي کې د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷ مه) د سري لنکا په وړاندې په کرکټ کې په ۳۲ رنزونو میچ وګټلو.
سپينر شاداب خان په ۶۸ بالونو د ۵۲ رنزونو جوړولو سره د پاکستان د بيټنګ برخه بچ کړه.
پاکستان د پنځو ميچونو په سيريز کې ۲-۰ سره مخ په وړاندې روان دی. د پاتې درې ميچونه نه به یو په ابوظبي کې د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۸ مه) او دوه په شارجه کې د جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۲۰ مه) او د اکتوبر په ۲۳ مه ټاکل شوي دي.
جيو نيوز په جلا جلا توګه راپور ورکړو چې د سري لانکا ټيم پلان لري چې د اکتوبر په ۲۹ مه د ټي ټونټي کرکټ ميچ لپاره لاهور ته راشي.
په ۲۰۰۹ کال کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټیم باندې د برید نه وروسته، پاکستان د کلونو لپاره د سپورټ لپاره يو نامناسبه ځای ګڼل کيدو. په دغه بريد کې اووه پاکستانیان وژل شوي ول او د سري لنکا ۷ کسان ټپیان شوي ول.