سيف الملوک جهيل -- سيف الملوک جهيل د سيلانيانو لپاره د ښکلا د يو ځای په توګه د پاکستانيانو او نړيوالو سيلانيانو توجو ترلاسه کوي، چې سیمه ایز چارواکي دې ته هڅوي چې د سيلانيانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
په پاکستان کې تر ټولو لوړ الپاین جهيل، چې د بحري سطح نه ۳،۲۲۴ ميټره اوچت دی، د خیبر پښتونخواه په مانسهرا ډسټرکټ کې په ناران دره کې موقعيت لري.
د ليدونکو په وينا، سخت سړکونه او لوړ غرونه د سيلانيانو لپاره ستونزې رامنځته کوي چې دوی په سيمه کې لکه په بابو سر پاس او لالازار کې د ښکلي جهيل او نور ځايونو نه خوند واخلي.
د پیښور یو خبریال، محمود جان بابر، چې د اګست په میاشت کې یې د خپلې کورنۍ سره د جھیل لیدنه کوله، پاکستان فارورډ ته وویل، "حکومت باید په سیمه کې لږ تر لږه د سيلانيانو د آسانتیاو مرکزونه جوړ کړي."
![د خیبر پښتونخواه په ناران دره کې سيف الملوک جهيل د اګست په میاشت کې ښودل شوی دی. [قاسم یوسفزۍ]](/cnmi_pf/images/2017/09/15/9560-img_4056-585_329.jpg)
د خیبر پښتونخواه په ناران دره کې سيف الملوک جهيل د اګست په میاشت کې ښودل شوی دی. [قاسم یوسفزۍ]
هغه وويل، د تاسیساتو نشتوالی، لکه تشنابونه او د کثافاتو لوښي له کبله دا د سیلانیانو لپاره مشکله ده چې دوی هلته کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او د ښکلی جهيل نه خوند واخلي. هغه زياته کړه، "د سيمې د پاکولو او د قدرت د نظارو خوندي ساتلو لپاره رضاکاري اړينه ده."
د خیبرپښتونخوا د سیاحت او کلتور ریاست ویاند، حسینه شوکت، وویل، سیمه ایز حکومت د سيلانيانو د اسانتیا لپاره ګامونه پورته کوي.
هغې پاکستان فارورډ ته وویل، "موږ د ناران، کالام او د سوات د نورو سيمو د سړکونو د جوړولو لپاره کار کوو. هغې زياته کړه چې حکومت په نورو پاتې برخو کې هم کار کوي، لکه د جهيل په خواشا کې د ګلونو بازارونه او د خوراک ځايونه جوړول."
دا نوټس د هغه کسانو لپاره خورا ګټور دي کوم چې د دريمې درجې صنعت په اړه مطالعه کوي، خو پکار ده چې داسې فکتورونه دي وي چې سياحت ته وده ورکړي.
ځوابتبصرې 2
زبردست
ځوابتبصرې 2