سياست

خان د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره د توهين رسالت د سخت دريځو سره معاهده کوي

پاکستان فارورډ او ای ايف پي

په کراچۍ کې کسان ټي وي ګوري، په داسې حال کې چې وزیر اعظم عمران خان د عدالت د فيصلې نه وروسته قوم ته خطاب کوي. دغه عدالت د اکتوبر په ۳۱ مه د يوې عيسايڼه ښځې آسيا بي بي د مرګ سزا ختمه کړه. خان د سخت دریځو غندنه وکړه او د افراطيانو څخه يې وغوښتل چې د صبر نه کار واخلي کله چې هغوی غوښتنه وکړه چې د هیواد د سپريم کورټ جج او آسيه بي بي دې د توهين رسالت په تور ووژل شي. [آصف حسن/ای ايف پي]

په کراچۍ کې کسان ټي وي ګوري، په داسې حال کې چې وزیر اعظم عمران خان د عدالت د فيصلې نه وروسته قوم ته خطاب کوي. دغه عدالت د اکتوبر په ۳۱ مه د يوې عيسايڼه ښځې آسيا بي بي د مرګ سزا ختمه کړه. خان د سخت دریځو غندنه وکړه او د افراطيانو څخه يې وغوښتل چې د صبر نه کار واخلي کله چې هغوی غوښتنه وکړه چې د هیواد د سپريم کورټ جج او آسيه بي بي دې د توهين رسالت په تور ووژل شي. [آصف حسن/ای ايف پي]

اسلام آباد -- پاکستان د آسيه بي بي په اړه د فيصلې له کبله د اړي ګړي سره مخ و. آسيه بي بي یوه عیسایڼه ښځه ده چې تیره هفته سپریم کورټ د توهين رسالت د تورونو نه پاکه ثابته کړه.

د اکتوبر په ۳۱ مه، د پاکستان لوړپوړو ججانو د هغې سزا ختم کړه او وضاحت یې وکړو چې دا کمزوري شواهد لري او د بي بي د اتو کالو جيل يې ختم کړو.

خو دې فيصلې په اسلامي سخت دریځو خلکو کې غوسه رامنځته کړه او هغوی سړکونو ته راوتل، لوی ښارونه یې بند کړل، تاوتریخوالی يې رامنځته کړو او د بي بي د سمدلاسي اعدام غوښتنه یې وکړه.

تحريک لبيک پاکستان (ټي ايل پي) دا مظاهرې وکړې او د بي بي د اعدام غوښتنه يې وکړه.ټي ايل پي یوه نوې سیاسي پارټي ده چې د توهين رسالت د مسلو په اړه د غوسې له کبله مشهوره ده.

د اهل سنت والجماعت (ای ايس ډبليو جې)، چې يوه سخت دريځه پارټي ده، ملاتړي په اسلام آباد کې د نومبر په ۲ مه په يو احتجاج کې د آسیه بي بي تصوير نيولی دی. دا احتجاجونه هغه وخت رامنځته شول کله چې سپريم کورټ پریکړه وکړه چی يوه عيسايڼه ښځه د توهين رسالت د تور نه پاکه کړي. [عامر قریشي/ای ايف پي]

د اهل سنت والجماعت (ای ايس ډبليو جې)، چې يوه سخت دريځه پارټي ده، ملاتړي په اسلام آباد کې د نومبر په ۲ مه په يو احتجاج کې د آسیه بي بي تصوير نيولی دی. دا احتجاجونه هغه وخت رامنځته شول کله چې سپريم کورټ پریکړه وکړه چی يوه عيسايڼه ښځه د توهين رسالت د تور نه پاکه کړي. [عامر قریشي/ای ايف پي]

آسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو ماشومانو سره په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د ناکافي شواهدو له کبله د هغې د مرګ سزا ختمه کړه. [فايل]

آسیه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې د توهين رسالت په تور د قيد نه مخکې د خپلو دوو ماشومانو سره په دې بې نيټې تصوير کې ښودل شوې ده. سپريم کورټ د اکتوبر په ۳۱ مه د ناکافي شواهدو له کبله د هغې د مرګ سزا ختمه کړه. [فايل]

د آسیه بي بي وکیل، سیف الملوک (په منځ کې)، د دې هفتې په لومړيو کې له پاکستان څخه د تښتيدو نه وروسته، د نومبر په ۵ مه په هيګ کې نيوز کانفرنس کوي. هغه په پاکستان سپريم کورټ کې د بي بي د دفاع کولو نه وروسته د مرګ ګواښونه ترلاسه کړې ول. [جان تهيس/ای ايف پي]

د آسیه بي بي وکیل، سیف الملوک (په منځ کې)، د دې هفتې په لومړيو کې له پاکستان څخه د تښتيدو نه وروسته، د نومبر په ۵ مه په هيګ کې نيوز کانفرنس کوي. هغه په پاکستان سپريم کورټ کې د بي بي د دفاع کولو نه وروسته د مرګ ګواښونه ترلاسه کړې ول. [جان تهيس/ای ايف پي]

تیر کال، ټي ايل پي، چې په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه، د څو هفتو لپاره د اسلام آباد محاصره کړې وه چې د توهين رسالت په اړه د پاکستان د اختلافي قوانينو په کلکه د پلي کولو غوښتنه وکړي. د دې احتجاجونو له کبله د قانون وفاقي وزیر په پخواني حکومت کې په استعفا ورکولو مجبوره شو.

وزير اعظم عمران خان د سپريم کورټ د بي بي په اړه د فيصلې نه وروسته ته قوم ته خطاب وکړو او د احتجاج کوونکو څخه يې غوښتنه وکړه چې د صبر نه کار واخلي او ژمنه يې وکړه چې د احتجاج کوونکو پر وړاندې به مبارزه وکړي.

خان په ملي تلویزیون باندې په خطاب کې وویل، "موږ به د خلکو ملکیت او ژوند خوندي کوو، موږ به هیڅ يو کس ته د تخريب کارۍ اجازه ورنه کړو."

د هغه تنقيد کوونکو د خان د خطاب په پراخه کچه ستاينه وکړه، چې د اوږدې مودې راهيسې يې په هغه تور لګولی و چې هغه د افراطيانو حمايت کوي او د توهين رسالت د قوانينو دفاع کوي.

خان معاهده کوي

د بي بي د کېس په اړه احتجاجونو داسې ستونزمن شکل اختيار کړو کله چې د خان انتظاميې موافقه وکړه چې د مذهبي سخت دريځو سره معاهده وکړي، چیرې چې به بي بي په پاکستان کې ترهغه وخت پورې پاتې شي ترڅو چې سپريم کورټ د دې فيصلې بیاکتنه نه وي کړي.

خو ټي ايل پي د دوشنبې په ورځ (د نومبر په ۵ مه) یو خبرداری خپور کړو او ويې وويل چې دا ډله چمتو ده چې سړکونو ته بيا راوځي، ځکه چې راپورونه وایي چې د دغه ډلی ډیر فعالین نیول شوي دي.

د ټي ايل پي مشر، افضل قادري په فيسبوک باندې په يو پوسټ کې وويل، "که چيرې تاسو د معاهدې خلاف ورزي کوئ، نو یاد ولرئ چې ټول هیواد به ستاسو په وړاندې ودریږي."

تنقيد کوونکي وايي، داسې ښکاري چې د خان حکومت د احتجاجونو سره د مقابلې لپاره ستراتيژي نه لري، کوم چې په چټکۍ سره بې کنټروله کيدل.

سیاسي شنونکي، فصيح زکا، وویل، "داسې ښکاري چې حکومت څه موخه نه لري، او داسې نه ښکاري چې دا سمه ستراتيژي لري." "حکومت یوازې وخت اخیستی دی، او موږ لا تر اوسه پورې انتظار کوو چې وګورو چې دا به څه وکړي."

د امنیتي چارو شنونکي، محمد عامر رانا، وويل، "حکومت باید د خپل شهرت ساتلو لپاره د ټي ايل پي په وړاندې اقدامات وکړي."

د خان انتظاميې په دوامداره توګه د دوشنبې په ورځ د دې معاهدې دفاع وکړه او ويې ویل چې د دې معاهدې له کبله د تاوتریخوالي مخه ونيول شوه.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چوهدري وویل، "موږ په سوله ایزه توګه هغوی منتشر کړل، چې دا یوه لاسته راوړنه ده."

بي بي د قانوني ستونزو سره مخ ده

بي بي د مذهبي سخت دريځو سره د خان د کمزوري معاهدې له کبله د قانوني ستونزو سره مخ ده او د هغې کورنۍ د هغې د خونديتوب په اړه ويره لري. د هغې میړه بریتانیې او متحده آیالاتو او نورو هیوادونو ته درخواست کړی چې د هغې کورنۍ ته پناه ورکړي.

د بي بي وکيل، سيف الملوک، چې هالينډ ته تښتيدلی دی، وويل، چې ملګرو ملتونو او اروپايي اتحاديې هغه مجبوره کړو چې پاکستان پرېږدي ځکه چې د هغه ژوند په خطر کې دى.

هغه د دوشنبې په ورځ په هيګ کې په يو نيوز کانفرنس کې وويل، "هغوی فکر کولو چې زه اصلي هدف وم او دا چې زما ژوند په خطر کې و." "زه د هغې نه بغير دلته خوشحاله نه یم، خو هر چا وویل چې زه اوس مهال اصلي هدف يم او ټوله نړۍ د آسیه بي بي خيال ساتي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 19

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

لعنت دې وي ستا په دې فضول پوسټ باندې.

ځواب

هغه لعنتي خلک دې هالينډ او اسرايل ته لاړ شي چې د دې ملعونې ښځې سره همدردي لري. دا هيواد خو د اسلام په نوم جوړ شوی دی. دلته به يوازې اسلامي قوانين پلي شي. او د رسول الله ګستاخ ته د مرګ سزا ورکول اسلامي قانون دی.

ځواب

تاسو د اسلام دښمنان يئ؛ لعنت دي وې ستاسو په راپور ورکولو باندې

ځواب

هغه لعنتي خلک دې هالينډ او اسرايل ته لاړ شي چې د دې ملعونې ښځې سره همدردي لري او د مذهبي خلکو نه نفرت کوي. دا هيواد خو د اسلام په نوم جوړ شوی دی. دلته به قوانين هم اسلامي وي. او د رسول الله ګستاخ ته د مرګ سزا ورکول اسلامي قانون دی.

ځواب

بې شکه افراطيان ښه نه دي، خو ستا د ذيلي عدالتونو او د اسیه په کيس کې د تفتيش کوونکي ايس پي څه حال دی؟ آيا دوی هم افراطيان دي؟ او که چيرې وي، نو تاسو څه ثبوت لرئ؟ ستاسو د يورپي نظر له مخې، دا څه خبره نه ده که چيرې په ټول هيواد کې خلک حلال کړی شي، خو چې آسيه مسيح بچ پاتې کړی شي. تر اوسه پورې څومره مسلمانان د دغه عيساڼې لپاره وژل شوي دي؟ خو هيڅ يو کس آواز نه دې پورته کړی. تر اوسه پورې افراطي يهوديانو او عيسايانو په يورپ کې خپله مرضي کړې ده، خو د دغه اعتدال پسندو خلکو په خوله تالې لګيدلي وې. دې اعتدال پسند خلکو د عافيه لپاره يو لفظ هم نه شو استعمالولی. عافيه ته د څه جرم نه بغير سزا ورکړل کيږي، چيرته وه دا اعتدال پسندي؟ د هغوی ژبه کار نه کوي ځکه چې يورپ او آمريکا په دې غوسه کيږي. که چيرې يو مسلمان د خپل مذهب په اړه خبره کوي، نو هغه افراطي ګڼل کيږي. افسوس! تاسو ضمير پروش ثابت شوئ.

ځواب

د انتهاپسند زامنو ! دا انتهاپسندي نه وه چې ستاسو پلار آمريکې په عراق، شام او د ليبيا په حلب کې معصوم ماشومان وژل. آيا دا انتهاپسندي نه ده چې هغوی د پاکستان قانون کمزوری کوي؟؟؟ او تاسو نن وايئ چې مذهبي خلک افراطيان دي... تاسو له شرم هم نه درځي... تاسو دغه عالمانو ته افراطيان وايئ چې د آيين او د پاکستان د قانون په اړه خبرې کوي. لعنت دې وي ستاسو په ژوناليزم باندې، لعنت دې وي ستاسو په تربيت باندې.

ځواب

که چيري د خوږ پيغمبر د عزت په اړه خبرې کول او يا د هغه د عزت ساتنه انتهاپسندي ده، نو مونږ انتهاپسند يو او دا جرم به مونږ بیا بیا کوو.

ځواب

دا څه بکواس دی په ټوله نړۍ کې د هولوکاسټ په اړه خبرې کول منع دي خو په حقيقت کې هولوکاسټ په بشپړه توګه دروغ دي. بې غيرتو تاسو موږ ته دا ویلی شئ چې د هولوکاسټ د دروغو په اړه خبرې کول ولې منع دي.

ځواب

د انتهاپسند زامنو ! دا انتهاپسندي نه ده چې آمريکه په عراق، شام او ليبيا کې د بمبارۍ له لارې معصوم ماشومان وژني. آيا هغه انتهاپسنده نه ده؟؟؟ آيا دا انتهاپسندي نه ده چې هغوی د پاکستان قانون کمزوری کوي؟؟؟ او هغوی وايي چې مذهبي خلک افراطيان دي... تاسو له شرم هم نه درځي... تاسو دغه عالمانو ته افراطيان وايئ چې د آيين او د پاکستان د قانون په اړه خبرې کوي. لعنت دې وي ستاسو په ژوناليزم باندې، لعنت دې وي ستاسو په تربيت باندې.

ځواب

ستاسو طرفداري د دې حقيقت نه څرګنده ده چې تاسو کوم تصويران خپاره کړي دي، هغه ناوړه پيښې په ګوته کوي او د ملعونې ښځې تصويران د معصوميت نه ډک دي. خلکو ته د نصيحت کولو نه مخکې، د ذمه دارانه ژورنليزم په اړه زده کړه وکړئ.

ځواب

ټولې خبرې په خپل ځای خو ياد ساتئ چې د توهين رسالت قانون متنازعه نه دی. حتی پاکستاني مسلمانان د دې د ساتنې لپاره د دې قانون ملاتړ کوي. دا عقل مندي او يا ژورناليزم نه دی چې د نورو خلکو الفاظ زمونږ په ژبه کې وليکئ. زمونږ په هيواد کې زمونږ الفاظ زمونږ په ژبه کې لیکئ، دومره کم ظرفه کیږئ مه چې مغرب ته ځان ښه ثابت کړئ. که چيري تاسو د دې قانون په اړه شک لرئ، نو تاسو بايد په پاکستان کې سروی ترسره کړئ. دا قانون زمونږ د خواهشاتو مطابق دی او په پاکستان کې د دې قانون په اړه څه متنازعه نشته.

ځواب

د طرفدارۍ د څرګندولو سره، تاسو حقيقت ګډوډ کړی دی ... د آسيه بي بي د خاندان هيڅ مسله نشته ... که چيرې تاسو دا مسله ختمولی، نو تاسو به په هغه وخت ختم کړي وې.

ځواب

د يهودیانو غلامه، لعنت دې وي ستا په راپور او ستا په سوچ باندې!

ځواب

غلط راپور، په مذهبي خلکو د افراطيت تورونه بې بنياده دي. اصلي ترهګر هغه کسان دي چې د حق خلاف دي. اسلام نه ترهګري ده او نه د اسلام پيروکاران ترهګر کيدی شي. اصلي ترهګر سياستدانان دي چې په بې وزلو ظلم کوي او د خپلو ګټو لپاره فيصلې کوي، جګړه کوي، استحصال کوي، خلک وژني او د خلکو د وژلو امر کوي.

ځواب

تاسو په غلطه يې او تاسو د راپور ورکولو په اړه پوهه نه لرئ

ځواب

همممم

ځواب

يوازې حرامي به د ګستاخ رسول ملاتړ کوي. آيا تاسو به د مذهبي پارټۍ خلکو ته افرطيان وايئ.

ځواب

لعنت دې وي ستا په راپور ورکولو باندې. د اسلام مسلمان ملګري د افراطيانو په نامه ياديږي.

ځواب

لعنت دې وي په تا او ستا په کورنۍ باندې چې تا د اسلام د مينه والو لپاره لفظ افراطي استعمال کړی دی او تا خپل اصليت ښودلې دی او ځان دې د آسيه ملعونه په صف کې ودرولی دی.

ځواب